د اوکراین کړکېچ افغانانو ته هم انديښنې راولاړې کړي

315

د «نړۍ له وږو سره د مرستي« سازمان وايي په افغانستان کي سړې هوا، د واورو او باران اوریدل بشري وضعیت لاپسي خراب کړی دی. د نوموړي سازمان په حواله ډیری خلک د سون د موادو د رانیولو او خپل د کورونو د تودولو له پاره پیسې نلري.

د واورو اوریدل، سړې هوا او سختي یخنۍ د افغانستان د خلکو وضعیت مخ په زیاتیدونکي ډول خطرناکه کړی دی. د  «نړۍ له وږو سره د مرستي « سازمان د جمعې په ورځ په بن کي د آلمان د کاتولیک آژانس »ک ان ای« ته ویلي چي:» خلک د سون د موادو او خپلو کورونو د تودولو له پاره پیسې نلري او پلاستیکونه او کالي سوځوي تر څو د یخنۍ له امله له مړیني څخه مخنیوی وکړي.«

د دغه سازمان ویاند زیاتوي: خلک په سړه هوا کي په خپلو کورونو کي او یا هم له هغه څخه بدتر په سرپناووو کي  او همدارنگه موقتي خیمو لاندي په لوږه کي شپې او ورځي تیروي.

سربیره پردې ډیری کورنیو رپوټ ورکړی چي د سختو واورو له امله نور نه سي کولای بازارونو ته ولاړ سي دا ځکه چي لاري او سړکونه تړل سوي او د نقلیه وسایلو تگ راتگ ممکن نه دی.

افغانستان پر بهرنيو مرستو متکي هیواد دی. خو اوس چې پر اوکراین د روسيې پوځي حمله کړې، يو شمیر افغانان انديښنه کوي چې کیدای شي وروسته له دې د نړۍ پاملرنه د افغانستان پر ځای اوکراین ته ډیره واوړي.

Afghanistan Winter & Schnee in Kabul | Auto, Verkehrځينې رپوټونه وايي چې د ورښتونو له کبله د افغانستان ځينې لاري او سړکونه تړل سوي او د نقلیه وسایلو تگ راتگ ممکن نه دی

په بغلان ولایت کې مدني فعال نورګل اندړوال په دې اړه دویچه ویله ته وويل: «زموږ هیله دا ده چې نړیوال باید افغانستان هیر نه کړي. که چیرته په اوکراین کې وضعیت خرابیږي، په هغه صورت کې به نړیوال مرستندویان خپله پاملرنه اوکراین ته ډېره کړي.»

د آلمان د جیورج زیمون اوم پوهنتون افغان استاد او د ایرلاګن نورنبرګ پوهنتون څيړونکی مجیب الرحمن اتل هم وايي چې په اوکراین کې نوی رامنځ ته شوی کړکيج به په افغانستان کې د نړیوالو بنسټونو له خوا د مرستو پر بهیر خپل ناړوه اغیز ولري.

هغه دویچه ویله ته وويل: «لوېديځ نن له یوه نوي بحران سره مخ دی هغه هم په خپله په اروپا کې. د اوکراین بحران په رامنځ ته کيدو سره نور د لوېديځ له پاره افغانستان په درجه بندۍ کې لومړيتوب نه لري، بلکې په دوهم ځای کې راځي.»

د اتل په خبره په افغانستان کې رامنځ ته شوی بشري او اقتصادي بحران په بشپړه توګه د مخنيوي وړ نه دی، خو د لا ډيریدو مخنیوي له پاره يې امکانات شته او طالبانو ته په کار ده چې نړیوالې ټولنې سره کار وکړي تر څو افغانستان سره پر کړو ژمنو عمل وکړي.

Ukraine-Krieg | Grenzübergang Polenځینې افغانان ګمان کوي چې د اوکراین کړکيچ به د دې سبب شي چې نړۍ د افغانستان پر ځای اوکراین ته ډيره توجه وکړي

هغه وايي اوس هم د طالبانو له حکومت سره ځینې مثبت کارونه شوي، چې یوه بیلګه يې د افغانستان مرکزي بانک سره د نغدو پیسو مرسته ده: «دغو پيسو مرسته کړې چې د افغانۍ ارزښت لوړ وساتل شي.»

اتل زیاتوي طالبانو ته په کار ده چې د بشري مرستو د جلب تر څنګ د هغو د ویش له پاره هم یو شفاف میکانیزم رامنځ کړې ځکه په وینا يې شکایتونه موجود دي چې مرستې په سمه توګه مستحقو کسانو ته نه رسيږي.

ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له پاره په روان میلادي کال کې د شاوخوا څلورنیم میلیارډه ډالرو مرستې وړانديز کړی دی. په ورستیو کې بريتانيا ويلي وو چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستې ټولو د کنفرانس کوربه توب کوي.

د «نړۍ له وږو سره د مرستي« سازمان ویاند زیاته کړې چي قدرت ته د طالبانو تر رسیدو شاوخوا شپږ میاشتي وروسته، مرستندويه سازمانونه کولای سي خپلو مرستو ته البته له محدودیتونو سره دوام ورکړي. هغه ویلي چي موږ اجازه ترلاسه کړې چي زموږ ښځینه کارکوونکي هم خپلو کارونو ته ادامه ورکړي، خپل دفتر ته راسي، دا په داسي حال کي چي د هغوی د کار د شرایطو له پاره واضح قانون موجود دی، د مثال په ډول هغوی خپل د نارینه همکارانو سره په یوه اتاق کي نه کښیني.«

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.