!اُکراین وپېژنئ

ژباړه ـ ریاض مقامزی

752

د هېوادونو د پېژندنې په برخه کې به دا ځل له “اُکراین” سره بلد شئ. د لیکنې تر پایه به هڅه وشي، چې د دې هېواد په اړه هر اړخیزو پوښتنو ته ځواب وویل شي.

دا هېواد د اروپا لویې وچې په شرقي برخه کې موقعیت لري، چې مساحت یې شاوخوا “۶۰۳۷۰۰” کیلومټر مربع ته رسېږي. په محلي ژبه کې “اُکراین” پخپله د “ساحل یا سمندر غاړي” معنا ورکوي. همدارنګه پلازمېنه یې “کیف” نومېږي. شفچنكو، گیدروپارك یې د مرکز مشهور پارکونه دي او لوی ښارونه یې كیف، خاركف، پولتاوا، ادسا او لوو نومېږي. په پوهنتونونو کې پر “روسي، اکريني، انګلېسي، الماني او فرانسوي” ژبو تدریس کېږي؛ خو تر نورو روسي او اکرایني ژبې مخکښې دي. د یادونې وړ ده، چې د مساحت له پلوه په اروپا کې تر روسیې وروسته دویم لوی هېواد همدا اکراین دی.  د اقلیم له مخې د دې هېواد شمالي سیمې یخې او جنوبي یې بیا معتدلې دي. پخپله مرکز کې یې خورا یخ ژمی لري. چې ځينو سیمو کې د سړښت درجه تر منفي پنځه ويشتو هم رسېږي. په ټوله کې ویلای شو، یخ ژمی او معتدله اوړی لري.  د دې هېواد ژبه اکرایني ده؛ خو د جوړښت ورته والی یې روسي ژبې ته ډېر نږدې دی. بل پلو ته اکثره کلمې پکې له پولنډي ژبې اخيستل شوې دي. پدې هېواد کې له اکرایني ژبې وروسته روسي دویمه لویه ژبه ده، چې ډېر ویونکي لري.  له دې ورهاخوا ځينې نورې خورې ورې ژبې هم پکې رواج لري. د اکراین هېواد بيرغ له دوو رنګونو جوړ دی، چې برنۍ (پورتنۍ) برخه یې آبي رنګ او لاندينۍ یې بیا ژېړ رنګ لري. همدارنګه پولي واحد یې كوپك نومېږي، چې سل کوپک بیا یو ګریونا بلل کېږي.  که څه هم په لومړيو کې یې اوسېدونکي بت پرستان وو؛ خو کله چې عیسویت په اروپا کې خپور شو، د دې هېواد اوسېدونکي هم همدې دین ته واوښتل. او اوسمهال اکثریت خلک یې عیسویان دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.