د کمترۍ احساس

نیک محمد همدرد

1,023

د نړي د ھر انسان په خوا ھشاتو کي يو خواهش د برتري ھم موجود دی،دا خواهش په ځانګړي توګه ھر انسان کي شته ،خو په قومونو کي ھم پالل کېږي ،تاسي به ليدلي وي ،چي په قوم کي پوهو خلکو ته په مجلس کې ځای پريښودل کيږي ،دا د انساني لوړواي يوه بيلګه ده ،ډيري نارينه فکر کوي ،دوي پر ښځو حاکمان دي ،مګر ښځې د خپل حسن او سينګار له امله پر نارينه و خپل ځانونه لوړ ګڼي،دا د ميرمنو د لوړواي احساس دي ،تاسي به وينئ چې د ورځني ژوند په بيلابيلو کړنو کي خلک يو پر بل د ځان لوړولو ھڅه کوي ،
خبره داده چې د ژوند په ھر ميدان کي چي که سياست وي يا ماموريت ،مذھبي چاري وي که عياشي ،دليک لوست ډګر وي او که د لوبو ھر سړي پر بل د ځان لوړواي په فکر کې وي،که په دي ډګرونو کي څوک پر ځان ډاډه نه وي،نو په ځان کې جرات پيدا کوي،او خپل ټول زور ازمايي،خو کله کله بيا د انسانيت له چوکاټه بهر وځي ،چي د دي کار پايله ډير کله سمه نه راخيژي ،په دوي کي ځيني داسي خلک ھم شته ،چي د نورو تر فشار لاندې راځي ،
د بيلابيلو ذهني او عصبي ناروغيو ښکار کيږي ،او په مغزو کي يي خلل رامنځته کيږي ،
د لوړواي احساس په نظر کي نيول له ځينو خلکو نه د وخت رستم پھلوان جوړوي ،ځيني وګړي بيا خپل ځان د نورو پر وړاندې لوړ ګڼي،پر خپلو کړو وړو خلکو ته ځان ډير مهم ښيي ،ځيني خلک بيا تر نورو ښه لباس اغوندي او په دي ډول خپل لوړوالي ښيي،ځيني بيا د خبرو پر وخت د سختو لغتونو پر کارولو ځان ھوښيار او عالم ښيي،خو حقيقت دادی چې داسې انسانانو کي پټي او ښکاره ستونزې او خامي وي چې په دي وسيله د ھغي د نه برسېره کولو لپاره ډول ډول طريقي کاروي، ځيني بيا د کمتري احساس او په عصبي ناروغيو اخته کېږي ،دکمتري احساس يوه ذهني ناروغي ده
،
دا د انسان خپله دنده ده چې ھغه د خپلو ناسمو جذبو په اړه فکر وکړي ،،او د دغو بي ځایه شيانو له منځه وړلو په تکل کې شي،البته دغه کار په جرات او ھمت سره کيږي ،په کار ده چي خپل زړه ته ھيڅ ډول ويره او ډار رانه ولو ،که غواړو چي له برياليتوب ډک ژوند ولرو ،نو د کمتری يا ټيټوالي احساس بايد بيخي له زړه او مغزو نه وباسو او که نه د کمتري ھمدغه احساس به مو شخصيت ژوبل او عملي ژوند به مو د ناکامیو صدقه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.