ازاد فکر او پرلپسې هڅه

نیک محمد همدرد

754

ازاد فکر او پرلپسې هڅه

د نړي وتلي فاتح امير تيمور چي په لومړي وار له ناکامي،سره مخ شو خپه خواشيني په يوه زاړه او پخواني کنډر کي کيناست او په خپله ناکامي يي غور پيل کړ ،ھغه وليدل چې يو وړوکي ميږي د غنم دانه په خوله کي نيولي ،په ديوال خيژي او بيرته رالويږي،ميږي بيا ھڅه کوي او بيا رالويږي ،بيا ځان سمبال کړي او بيا راولويږي ،امير تيمور د ميږي دي کار ته ښه په غور کتل ،د ھغه وينا ده چي دغه وړوکي ميږي نهه ځلي راولويده ،خو په لسم وار په خپله ھڅه کي بريالي شو او د غنم دانه يي خپل ځاي ته ورسوله ،دا ريښتيا خبره ده چې د غنم دانه د ميږي له وجود نه ډيره غټه وي،امير تيمور په زړه کي وويل چي دا کوچنی ميږي څو څو واري راولويده ،مګر په خپله ناکامي مايوسه نه شو او اخر ھم پايله دا شوه چې له ډيرو ھڅو وروسته بريالی شو ،خو زه چې يو مشهور فاتح يم يوازي په يو وار ناکامي خپه يم ،زه بايد ھمدااوس پاڅيږم او د خپلې ھيلي لمن خوشي نه کړم ،په دي وخت کې يي پر ځان باور پيدا کړ،نړي ته يي وکتل او له ځانه سره وويل چي په راتلونکي کې به ھيڅ وخت له ماتې سره نه مخ کيږم ،تيمور نړيوالو ته دا سبق وښود چې په ژوند کې د برياليتوب او پرمختګ لپاره پر ځان باور کول پکار دي ،

انسان ته په کار ده چې د  ژوند په لار کي له ستونزو او ناکامیو نه ونه ويريږي ،ځکه چې د ستونزو پر وخت حوصله بايلل د زړورو خلکو کار نه دي،د برياليتوب ھيله لرئ،نو بي له کوم ډاره شپه ورځ خواري وکړئ،يوه ورځ به مو خامخا بري په نصیب کيږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.