پر خپل ژوند واکمن شئ

نیک محمد همدرد

676

د ارسطو په نظر موږ ته خپلي موخي لارښوونه کوي،په دي خاطر به تاسو په ژوند کې هله خوشاله او واکمن يئ،چي ټاکلي موخي ولرئ،او هره ورځ کار پري وکړئ،

پريکړه وکړئ،چي دقیقاً څه غواړئ،ويي ليکئ،ناليکلي موخي داسې وي لکه د اور لوګی،يوه شيبه په هوا کي تاو راتاو شي او ورک شي،ناليکلي موخي ګونګي وي ،هيڅ قوت نه لري،او هيڅ اغيز او انرژي پکي نه وي،
خو کومي موخي چي وليکل شي ،تاسو يي ليدلای شئ،لمس کولای يي شئ،لوستلی شئ،او د اړتيا پر وخت بدلون هم پکي راوستلای شئ،
موخو ته وخت وټاکئ،او هغه نیټه وليکئ،چي تاسو تر هغو پوري خپلو موخو ته ځان رسوي،واړه واړه ګامونه او وختونه مشخص کړئ،چي نن په کوم ځای کې يئ،او سبا به کوم ځای ته ځان رسوئ،

ليسټ جوړ کړئ،د هغو کارونو يو ليسټ جوړ کړئ،چي فکر کوئ،خپلو موخو ته د رسيدو لپاره يي کولای شئ،هنري فورډ وايي«لويو موخو ته هم رسيدلي شو ،خو که په کوچنيو کوچنيو ګامونو يي وويشو،

په ژوند کې د ماتي او بري ترمنځ توپير دا دي چې بريالي خلک لومړي ګام پورته کوي،دا عمل پلوي خلک وي،وايي
هغه ځای ته ښه ډاډه ولاړ شه چې بل هيڅوک نه وي تللي ،

بريالي خلک هغه کارونه کوي چې د برياليتوب هيڅ تضمين
يي نه وي،دوي په دي خاطر ماتې او ناکامې ته هم چمتو وي،دوي ټول عمر د ګام اخيستو او عمل کولو پلوي وي،

دستي خپل پلان عملي کړئ،لومړی،دويم ،او بيا دريم ګام واخلئ،روان شئ،بوخت شئ،زر حرکت وکړئ،ځنډ مه کوئ،او ياد ساتئ،نن او سبا کول (ځنډول)يوازي د وخت غلا نه ده د عمر غلا هم ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.