د خپلو فکرونو، خوبونو او هیلو سره سم بریا ترلاسه کړئ

نیک محمد همدرد

602

که چېرته تاسې غواړئ چې د خپلو خوبونو ،فکرونو ،تصوراتو،او هيلو سره سم په خپل ژوند کې بريا ترلاسه کړئ،نو تاسي پر خپل ځان باور ولرئ ،د ماضي فکرونه او تصورات مو د لا ښه والي لپاره وتراشئ،د خپل ځان لپاره پخپله خپل فکرونه او تصورات وټاکئ،په ذهن کي دا خبره هم کينوئ،چي هيڅ هم تاسې لپاره ناممکن نه دي ،

په نړی کی چی څومره خلکو ستري برياوي لاسته راوړي ،په دوي کي تقريباً هر يو دا ويلي ،چي موږ په خپله مسلکي برخه کې د پوره وړتيا او ښه ذهن څښتنان نه وو،خو د دوي ټولو په دي پوره باور و،چي په دي نړی کي هيڅ هم ناممکن نه دي،،

که ته چيرته دا فکر کوی ،چي ته د هيڅ کار د کولو وړ نه يي ،نو په دي توګه د خپل وخت هسي مه ضايع کوه ،تا ته پکار ده ،چي ته همدا اوس د ژوند په هر موړ کي يي او هر څومره عمر لري،ته بايد په زړه او فکر کي دا خبره کينوي ،چي په دي دنيا کي هر وخت هر کار ممکن دی،

تاسې. همدا اوس ډير ستر کارونه پر مخ وړلی شئ،وړاندي له دي چي عمرونه مو زيات شي،همدا اوس د خپلي خوښي بريا ته په رسيدلو پسي مټي رابډوهئ،د نورو د نظرونو او رويو برعکس ،پر خپل ځان پوره باور ولرئ،ستاسي همدا کړنلاره او رويه ستاسې د بريا لامل ګرځيدلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.