چینډ خان په شیدو کې /د ماشومانو لنډه کیسه

ژباړن: رڼاګل اریوبزي

977

په یوه اوړي کې د سختې ګرمې له امله یوه کلي ته نږدې یوازنی ډنډ وچ شواو دوه چینډ خان هم مجبور شول چې له دې ځایه کومې بلې خوا ته کوچ وکړي. هلته په ګاونډ کې د یوه بزګر کور و. دي کور یو پخلنځی درلود چې تر څنګ يې د خوراکي ټو کو د ساتلو د پاره یوه وړه او سړه کوټني وه او په کوټنۍ کې د تازه او غوړو  شیدو ډ که کټوه وه. چینډ خانو چړپ کټوې ته ورټوپ کړل، شیدې يې چیکلې اوشنډې يې زبیښلې، ترڅو چې دواړه ښه ماړه شول. او س يې غوښتل چې د کټوې نه بیرته را و وزي. هڅه يې وکړه چې د کټوې نني دیوال ته په لامبو ځان ورسوې، خو دا چې ډیرې شیدې يې چیکلې وې، هلته يې درسیدو وس ونه رسید. که هر څومره دیخوا اوهغې خواته سرګردانه وخوځیدې او یو خوا اوبل خوا يې ټوپونه و وهل، دکټوې نه يې د راوتو امکان پیدا نه کړ. ورو ورو ستړې شول او له پښو ولويدل. په پای کې يوه چنډخ دې بل ته و ویل چې:« ملګریه ! موږ نور ختم یو، زموږ د خلاصون لاره اوچاره نشته، هلې ځلې نور مانا نه لري.» او د د دې خبرو سره يې ځان خوشې کړ او په شیدو کې ډوب شو. دابل چسنډخ تمه لنډه نکړه خپلو هڅو ته يې دوام ورکړ او ټوله شپه يې په شیدو کې په لامبو اوخیزونو تیره کړه. د بلې ورځې په سهر، کله چې د لمر تودې شغلې کوټنۍ ته ننوتې، چنډخ دکوچو په غونډارې ناست و، اوس ېې له دې ځایه په خپل ټول قوت یو ټوپ وکړ او دکټوي نه را و وت.

 Bezaubernde Kurzmärchen aus aller Welt

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.