وسله _ لنډه کیسه

صدیق الله بدر

908

د دوو نورو کوټو د لټولو په وخت کې د کور خاوند چې ډاډه ولاړ و، د وروستۍ کوټې د لټولو په وخت کې همدا چې سرتیری د کوټې په بر کونج کې په گونډو کېناست او خپله برچه یې له خپل کمربند را واخیست، رنگ یې واوښت.
سرتیري کرار کرار ځمکه وکېندله او تر څه کيندلو وروسته له ځانه سره وویل: وووو، عجب!
بیا د غوړیو یوه زړه او زنگ وهلې قطۍ یې راوکښله. له ودرېدو سره د کور خاوند ته یې وکتل: د وسلې پټولو ته دې ښه ځای انتخاب کړی و.
د کور خاوند وارخطا وویل: نپوهیږم، دا قطۍ دلته څه کوي. ما نه دی ایښی، زه متقاعد معلم یم، په وسله څه کوم. په خدای که وسله ولرو.
سرتیري قطۍ په دواړو لاسونو ونیوله، ویې خوځوله او په لږ تریو تندي یې وویل: خو دا قطۍ وایي چې وسله لرئ. اوس رانه نه خلاصېږې، که خپله دې راکړې وای په خوشالۍ به دې له کوره وتو.
د کور خاوند غاړه کږه کړه او خپلې څو ځایه پیوندي لمن ته یې اشاره وکړه او ویې ویل: که وسله مو لرلای او پوهیدم چې دلته ښخه ده، لا پخوا به مې د تنگلاسی نه پلورله.
سرتیريٓ قطۍ بیا وخوځوله، خو دا ځل یې لږ په ورین تندي وویل: ژوند دې ښه دی، دا به دې هسې د کار جامې وي. چیرته به کار ته روان یې.
ٓ – پخوا مو ژوند لږ ښه و، هم ما کار کاوه او هم یو نیم خپلوان مو چې په بهر کې وو، کله کله راسره مرسته کوله، خو اوس په دې زوړ ځان کراچي واني کوم.
سرتیري وپوښتل: اوس څوک مرسته نه کوي؟
– نه، یو ماما مو و، هغه چې ومړ، اوس څوک دومره مرسته نه کوي. که د شپې څه وخورو، ورځ په نهار تیروو.
– کور خو دې شته.
– هو، پلرنی کور دی. خپله گورې چې په نړیدو دی.
سرتیري د قطۍ سر پرانسته او د کور د خاوند زړه درزیده.
سرتیري چې د قطۍ سر خلاص کړ، د کور د خاوند څنگ ته ودرېد: هه، پټه کړې وسله دې وگوره.
د کور خاوند یو لاس پر خپل زړه ونیو او سترگې یې پټې کړې.
سرتیري ورته وویل: هله سترگې پرانیزه، وخت نشته. ډېر نور کورونه پاتې دي چې باید تلاشي یې کړو.
د کور خاوند د زړه له درزا سره ورو ورو سترگې خلاصې کړې او همدا چې د قطۍ منځ ته یې وکتل، خوله یې وازه پاتې شوه او بې اختیاره یې وویل: وئ مورجانې، جار دې شم، خدای دې پر گور لا نوره رڼا خوره کړي.
سرتیري وپوښتل: مورجانه؟
د کور خاوند چې له خوشالۍ جامو کې نه ځاییده، وویل: دا مې د مور جانې پیسې دي، دوه کاله مخکې مړه ده، چې چا به څه ورکول هغه به یې جمع کول، خو موږ یې له ځای ځایگي خبر نه و.
د کور د خاوند سترگې اوښکې اوښکې شوې او ویې ویل: په دې ډالرو او افغانیو که څه هم ډېره برخه به یې قرضونو کې ځي، یو څه به مو ژوند ښه شي.
سرتیری په خندا شو: یو څه نه، ډېر به ښه شي.
– نه، زه رښتیا وایم. ټول په قرض کې ځي.
سرتیري په لاس کې د تلاشۍ وسیله هغه ته مخامخ ونیو او ویې ویل: دا آله یو څه وايي.
سرتیری له خپلو پنځه شپږو نورو سره په وتو وتو کې ورغبرگه کړه: زه او ملگري مې بل کور ته ځو خو د کور په ښکته کونج کې لکه چې یوه بله قطۍ هم شته، خدای دې وکړي چې تر دې قطۍ دې غټه وي.
۱۴۰۰.۱۲.۱۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.