جنسي تېری څوک کوي؟

پوهندوی آصف بهاند

746

جنسي تېری څوک کوي؟

پور یې څوک پرې کوي؟

مارچ اتمه

د ښځو نړیواله ورځ

پر نجونو او ښځو باندې جنسي تېری د یوه هېواد او یوې ډلې خلکو ستونزه نه ده، دا جهانشموله ستونزه ده چې د هرهېواد خلک ورسره مخ دي؛ د همدې له پاره دا موضوع نه زړېـږي او ورځ تربلې نوې اړخونه پیدا کوي؛ ځکه ورباندې خبرې کول هم نه زړېـږي، په تېره بیا په داسې ټولنو کې لکه افغانستان چې د جنسي تېري قرباني هم نجونې او ښځې دي او پور به یې هم بیا همدا قربانیان یعنې نجونې او ښځې پرې کوي.

تېر کال هم د مارچ د اتمې په  پار ما د خپلو لیکلو مقالو په ترڅ کې یوه مقاله لیکلې او خپره کړې وه چې سرلیک یې «پر ښځو او نجونو باندې د جنسي تیري غمیزه» و. د هغې مقالې په پیل کې ما داسې لیکلي وو:

«پر ښځو او نجونو باندې جنسي تېری په ټوله نړۍ کې شته، توپیر یې د ټولنې د جوړښت او په ټولنه کې د قانون شتوالي او تطبیق پورې اړه لري، خو زموږ په ټولنه یعنې د افغانستان په جغرافیایي محدوده کې په ډېر وحشیانه ډول ترسره کېـږي او اصلي دلایل یې د حکومت ضعف، د قانون یا نشتوالی او یا نه تطیق دی.

متجاوز، لکه وږی پړانگ هیڅ څه ته نه گوري او هیڅ ډول اخلافي، مذهبي نورم او قانون ته پام نه کوي، بس د خپل جنسي اور د سړولو له پاره له هرډول وسیلې نه په کار اخستلو سره پر خپل هدف یرغل کوي، دا چې مقابل لوري ته څومره حیثیتي، جسمي او رواني تاوان رسېـږي، متجاوز یا په دې خبرو هیڅ نه پوهېـږي او یا یې هماغه شېبه د جنسي غریضې د اور تر تاثیر لاندې هېر وي…»

زموږ په هېواد افغانستان کې نجونې او ښځې بېشمېره ستونزې لري چې یوه ستونزه یې پر دوی باندې د جنسي تیري ستونزه ده او اوس هم ښه په خرپ او کش کې روانه ده. د تېر کال له مارچ میاشتې نه تر سږني مارچ پورې د افغانستان پر ښځو او نجونو باندې څومره جنسي تېري شوي، هغه به خدای ته مالوم وي، خو څومره چې د میډیا له لارې تر خلکو پورې رسېدلي دي د گوتو په شمېر دي.

یو خو جنسي تېری په خپله غمیزه ده، بل دا چې زموږ پر ټولنه باندې د دودیزو حاکمو نالیکلو او غیر مريي قوانینو له مخې به مشران یا نارینه گان پرېکړه کوي چې د قرباني کورنۍ یا د متضرر کورنۍ ته تاوان یا بدل ورکړي چې په بدل کې هم ښځې او نجونې ورکول کېـږې. د دې قانون د پرېکړې له مخې پـړې هم ښځينه دي ـ مړې هم ښځینه دي؛ هم جنسي تېری ورباندې شوی او هم یې پور پرې کوي.

دا لاندې یې یوه بېلگه ده:«

بامیان؛ پر جنسي تېري تورن ملا خپله پنځه کلنه لور په بدو کې ورکړه

خبریال:

فرید /

مارچ 31, 2021

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۱) د بامیان د ښځو چارو ریاست مسؤلانې په بدو کې د یوې کم‌ عمره نجلۍ د ورکړې خبر ورکوي.

د بامیان د ښځو چارو رئیسه ذکیه رضايي وايي، دغه پېښه د یاد ولایت د شیبر ولسوالۍ په غندک پایین سیمه کې شوې ده.

د مېرمن رضايي په خبره چې د یادې نجلۍ پلار دیني عالم دی او د ګاونډي پر مېرمنې د جنسي تور په بدل کې یې خپله پنځه کلنه لور د شخړې د مخنیوي په خاطر په بدو کې ورکړې ده.

د بامیان ولایت د ښځو د چارو د ریاست د مسؤلینو په وینا دغه پنځه کلنه نجلۍ د شخړې د رامنځ ته کیدو د مخنیوي په خاطر او د قومي جرګې د پریکړې په اساس د جنسي تیري قرباني شوې کورنۍ یو غړي ته په بدو کې ورکړل شوې ده.

د ذکیه رضايي په خبره چې دوی د دغې قضیې د ارزونې او څیړنې غوښتنه کړې او د پولیسو نه یې غوښتي چې دا موضوع ژر تر ژره وپلټي.

نوموړې زیاته کړې، د شیبر ولسوالۍ په غندک بالا سیمه کې یوې بلې کورنۍ خپله لس کلنه لور خاوند ته ورکړې ده او په وینا، دا چې زوم څو کلن دی، تر اوسه یې په اړه معلومات نه لري.

ناوړه دودونه یو له هغو عمدو ټکو څخه دي چې له امله یې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې نجونې او ښځې قرباني کیږي.

د ښځو او نجونو باندې د جنسي تېریو بېلگې به ډېرې وي، خو داسې جنسي تېری چې له هرې خوا ورته وکتل شي ناسم، غیر قانوني او غیر اخلافي دی. پر وړې ماشومې باندې جنسي تېری. دا یې د یوې بېلگې رپوټ دی:»

بله ستونزه دا ده چې د جنسي تېري ډېری قربانیان کمسنه نجونې دي چې د نارینوو له خوا په بېلابېلو ډولونو تېرایستل کېـږي او د جنسي تېري قـرباني کېـږي. دا لاندې یې بله بېلگه ده:

«کابل کې پر ۹ کلنې ماشومې جنسي تیری؛ پولیس وايي تورن کس یې نیولی دی

کابل کې پولیسو یو کس پر یوې ۹ کلنې ماشومې د جنسي تېري په تور نیولی دی.

دا پېښه پرون دوشنبه “د وري/حمل ۲مه” د کابل د دریمې ناحیې اړوند په کارته سخي سیمه کې شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د تورن کس “دوسیه به د څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته” وسپارل شي.

هغه زیاته کړې چې د دې پېښې په تور نیول شوي کس ځان څوکیدار او محصل معرفي کړی دی.

د دې پېښې د قرباني ماشومې کورنۍ هم بي بي سي سره خبرو کې دا پېښه تایید کړې.

د ماشومې مور ویلي چې لور یې د قرانکریم د زدکړو یوه کورس ته د نوملیکنې لپاره تللې وه خو هلته پرې تېری شوی دی.

هغه وايي: “لورکۍ مې پرون ۹ بجې په یو پاکټ درملو پسې درملتون ته لېږله. راته کړل یې چې هلته د قران شریف یو قاري دی نورې نجونې ورسره درس وايي زه به هم ورسره نوم ولیکم. چې لاړه ورکه شوه.”

دغه مور وايي لور یې په ۱۱ بجو په ژړا کور ته راغله او دوی ته یې دا کیسه وکړه.

هغه زیاتوي چې لور یې تېریګر پېژندلی او دوی پولیسو ته په لاس ورکړی دی.

د دې ماشومې مور وايي د قرانکریم د زدکړې دا کورس یې کور ته نږدې په یوه سرای کې دی.

د دې پېښې قرباني ماشومه اوس د کابل په استقلال روغتون کې بستر ده.

افغان ماشومانو سره زور زیاتی

دا قضیه که څه هم په لومړنیو مراحلو کې ده خو په خواله رسنیو کې پرې تاوده بحثونه روان دي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان له مختلفو ولایتونو څخه پر ماشومانو د جنسي تېریو او زور زیاتي رپوټونه ترلاسه شوي دي.

د بشري حقونو مدافع نبسټونو هم وخت ناوخت افغانستان کې له ماشومانو سره پر زور زیاتي جدي اندېښنه ښودلې ده.

ځینې خلک نیوکه کوي چې د جنسي تېریو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي له عاملانو سره کمزوری چلن د دې لامل شوی چې دا پېښې دوام وکړي.

دا تازه پېښې داسې مهال شوې چې د هېواد په شمال بلخ ولایت کې بیا د عبدالرووف په نوم د یوه ماشوم د تښتولو قضیه د ژبو په سر ده.

هغه د پېسو لپاره تښتول شوی او تازه یې یوه نوې دردونکې ویډیو هم خواله رسنیو ته راوتلې چې تښتونکو ترې د ربړونې وخت کې ثبت کړې او ویل کېږي د هغه کورنۍ ته یې استولې ده.

امنیتي ادارو څو ورځې وړاندې ادعا وکړه، چې دغه ماشوم د داعش ډلې غړو د پیسو لپاره تښتولی، دوی یې ځینې تښتونکي نیولي، خو ماشوم لا نه دی موندل شوی.»

دا چې جنسي تېری نارینه کوي او پور یې نجونې او ښځې پرېکوي، دا په افغانستان کې په تېره پښتنو کې یوه عامه خبره وه او ده، خو میډیا داسې بېلگې هم ثبت کړې دي چې:

“د هغه جرم بدل کې یې ورکړم چې زما تر زېږېدو لس کاله وړاندې شوی و”

په پاسنۍ پېښه کې د وژلو جرم نارینه ترسره کوي، خو د جرم د ترسره کولو له نېټې نه لس کاله وروسته د پلار پور لور پرېکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.