وخت څه دی؟

1,709

وخت څه شی دی او څنګه یې پر راز پوهېدلی شو؟

د تاریخ په اوږدو کې د وخت په اړه مختلفې نظریې وړاندې شوي. د افلاطون په باور وخت یوه اسماني زېږنده ده. د اندازه کولو کومه اله نه ده چې د خوځښت کچه پرې مالومه شي. ارسطو بیا ادعا کوله چې وخت کوم بدلون نه دی، په بدلون پورې تړلی یو څه دي.نیوټن وخت یوه لنډ مهاله پدیده بللې چې د انسان له درک څخه بهر ده. د انشتاین په باور وخت پر ځمکه او فضا کې یو شان نه دی. بل دا چې وخت د انسان له خوځښت سره تړلی دی. له چټک خوځښت سره وخت ګړندی تېریږي او له ارام حرکت سره وخت هم ورو کېږي. بریتانیوي سیاینسپوه ستیفن هاکنګ د وخت لنډ تاریخ په نوم کتاب کې وخت د خلقت اندازه کولو وروستۍ وسیله بللې.اېدرین بارډن په خپل کتاب (د وخت فلسفې لنډ تاریخ) کې ذهن هڅوونکې خبره کوي. د وزن لپاره تله کاروو، هوا په ترمومیتر اندازه کوو، خو کله چې وخت اندازه کوو مثلا په ساعت باندې، په واقعیت کې څه اندازه کوو؟ پخوانیو عالمانو به ویل چې وخت د بدلون اندازه کول دي. ننني څېړونکي وایي د فضا له بدلونه وخت راوځي او بیا وخت پخپله منظم خوځښت او بدلون اندازه کوي.

دینونه د وخت په اړه څه وایي؟

د دنیا په ټولو مهمو ادیانو کې د وخت یادونه او پر وخت ټینګار شوی. په هندویزم کې وخت د خدای انرژي بلل شوې، او په دوه بڼو وېشل شوی. روحاني وخت چې زړښت پکې نشته او ابدي دی. مادي وخت چې بدلون راولي او ویجاړونکی دی.په انجیل کې د وخت په سمه کارونه تاکید شوی. یا وایي: هر څه خدای د خپل وخت لپاره ښایسته کړي. په قران کریم کې پر وخت قسم شوی چې انسان په زیان کې دی مګر دا چې ایمان راوړي، ښه اعمال ترسره کړي او یو بل ته د حق او صبر سلا ورکړي.

د وخت ارزښت:

له شلمې پېړۍ راهیسې د وخت په اړه لیکل شوي کتابونه ښایي تر سلو اوښتي وي.

واقعیت دا دی چې موږ هېڅکله تېر او راتلونکی مخامخ نشو تجربه کولی. په تېرو یادونو او راتلونکي تصور پوهېږو، په دې چې زموږ اړیکه ورسره ده. که وخت د یوې مادې په توګه وي هغه اوس یا حاضر دی.تېر او راتلونکی یوازې تش تخیلونه دي چې زموږ حاضر یې تر خپل سیوري لاندې راوستی. ډېر داسې کسان به مو لیدلي وي چې پرته له تېرو یادونو د بل څه په اړه خبرې نه کوي.

داسې خلک به هم پېژنئ چې تل راتلونکي ته اندېښمن دي، لکه ژوند یې چې نه وي پیل شوی. دا دواړه ډله خلک له خپل حاضره بې خبره ژوند کوي. څه چې واقعیت دي شا وراړوي او څه چې د دوی په واک کې نه دي ذهن پرې بوختوي.

د پښتنو متل دی، وايي:” وخت لکه سره زر“. يا وايي: ”وخت سره زر دي“. په عربي کي وايي:”الوقت من ذهب“. (وخت هم سره زر دي). انګرېزان وايي:” Time is Money“ (وخت پيسې، شته، زر دي). ځينو علمای کرامو پر ”الوقت من ذهب“باندي اعتراضونه او نيوکي کړي دي، وايي دا د انګرېزانو او لوېديځوالو متل دی. څنګه چي دوی مادي پال دي او زر دوی ته هر څه دي، نو وخت د زرو غوندي ګڼي. خو موږ مسلمانان وايو چي وخت تر سرو زرو هم قېمتي او ارزښتمن دی، ځکه وخت ته هيڅ بيه نه سي ايښوول کېدای . او وايي چي د مسلمانانو په نزد وخت ګردسره ژوند دی.

زما په اند دا سمه خبره ده چي وخت تر زرو ډېر ارزښت لري، ځکه لکه دوی رحمهم الله چي فرمايي سره زر په پيسو رانيول کيږي او په بازار کي پلورل کيږي، خو وخت نه خرڅيږي او نه رانيول کيږي.

اما تر کومه ځايه چي زموږ پښتنو د متل په اړه زه پوهېږم د دغه متل مطلب دانه دی چي ګواکي وخت د سرو زرو په کچه دی.

زموږ ټول متلونه د دغه متل په شمول زموږ د اولنو غوره، ارزښتناکي او تللي او پخې، زريني او د مرغلرو غوندي ويناوي دي، چي لوی او غوره مقاصد پکښي نغښتي دي.

د دې متل موخه او معنا داده چي وخت د انسان پانګه او ارزښتناک شته باله سي. نو لکه چي انسان خپلو تر ټولو ښو او ارزښتناکو شتو ته زښته زياته پاملرنه کوي، په تېره په هغو کي سره زر ډېر ښه ساتي او حفاظت يې کوي او پام ورته کوي ، وخت ته هم بايد دغسي ټينګ پام وسي او په تپاک او احتياط سره وساتل سي، په پوهه او تدبير سره ګټه ځني واخيستل سي او د بې ځايه استعمال او د ضايع کېدو مخه يې ونيوله سي او لکه انسان چي خپله پانګه په ښو او ګټورو چارو کي په کار اچوي او پر ښو لارو يې لګوي، همدغسي وخت هم په کار واچوي او ويې لګوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.