د بريالي ژوند نړيوال قوانين

ژباړه: ساحل منګل

414

۱- د انګېزې قانون
هر څه چې تاسو وايئ يا ېې ترسره کوئ ستاسو له نننيو تمايلاتو سرچينه اخلي. نو بايد د برياليتوب لپاره مو انګېزې مشخصې کړئ تر څو په يوه اصولي برنامه هدف ته ورسيږئ.

۲- د انتظار قانون
که چېرې پر نفس باندې باور لرې، د هغو شيانو د واقع کېدو انتظار ولرئ چې ستاسې په پريمانه نړۍ کې دې، خامخا واقع کيږي. تاسو همېشه د خپلو هيلو له انتظار سره عمل ترسره کوئ او دغه انتظارات ستاسو د شاوخوا خلکو په بردخور او کړو وړو باندې هم اثر کوي.

۳- د تمرکز قانون
هر هغه څه چې تاسو ورباندې تمرکز کوئ او په هغې فکر کوئ ستاسې په واقعي ژوند کې رامنځ ته کيږي او پراختيا پيدا کوي. نو بايد خپل فکر په هغه څه باندې تمرکز کړئ کوم څه چې په واقيعت کې تاسو غواړئ.

۴ – د عادت قانون
لږ تر لږه ۹۵ په سلو کې هغه کارونه چې مونږ ېې ترسره کوو زمونږ د عادت له مخې دي. نو مونږ کولای شو هغه عادتونه چې زمونږ برياليتوب تضمينوي په ځان کې پراختيا ورکړو او ترهغه وخته پورې چې د خپلې خوښې کړه وه مو په اتومات او غير ارادي توګه ترسره نشي، تمرين او اګاهانه تکرار او په پرلپسې ډول ادامه ورکوو.

۵ – د ټاکلو قانون
زمونږ ژوند تر اوسه پورې زمونږ د ټاکلو پايله ده. همېشه د خپلو افکارو په ټاکلو کې آزاد يوو، د ژوند ټول کنټرول او ټول هغه څه چې مونږ ته پېښيږي زمونږ په خپل لاس کې دي.

۶ – د مثبت فکر قانون
د برياليتوب او خوشالي لپاره، مثبت فکر يو اړين امر دی. ستاسو د فکر طرز او شېوه ستاسو د ارزښتونو، عقيدو او هدفونو ښکارندوی دی.

۷ – د بدلون قانون
بدلون، د هر انسان په خپل لاس کې دی او مونږ بايد د خپل بدلون استاذ واوسو نه د هغې قرباني.

۸ – د مهارولو قانون
روغتيا، خوشالي او سم کړه وړه زمونږ د افکارو د کامل کنټرو له لارې، عمل او پريمانه شرايط منځ ته راوړي.

۹ – د مسوليت قانون
هر څوک او هر چېرې چې ياستۍ د هغې په خاطر ېئ چې خپله مو دا ډول غوښتي دي. د هغه څه ټول مسوليت چې ياستی، هغه څه چې په لاس راوړئ او هغه څه چې غواړی شئ، ستاسې پر غاړه دي.

۱۰- د ستاينې قانون
انسان ټولنيز ژوند کوي او مونږ د خپلو ښو عملونو په مقابل کې ستايل کيږو. همېشه چې په کوم لاس څه ورکوو په هغه لاس ېې بېرته اخلو. که له ټولنې ډېر څه تر لاسه کړو په دې دليل چې ډېر خلک مو بښلي دي.

*********************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.