غزل

پتانه ژوند

707

ډوبه شوم دعشق په سمندر او په هوا شومه

ورکه شوم له ځانه بیرته ستا ترڅنګ پیدا شومه

لاړم د دنیا نه د رخصت نسخه مې واخیسته

څومره عجیبه قانون د خپل سر په سودا شومه

خیر دي توپیر نه کوي چې هر رنګه یې وایې ته

یوه کیسه یوه خبر زمایې ته که  ستا شومه

ګورمه رنګین رنګین خوبونه او خیالونه وس

مینې په مذهب شومه یوه لویه دنیا شومه

بل ساتمه اورو ‘دعشق په تن او په  وجود باندي

شمعه شوم بلیږمه یوه نړۍ ژړا شومه

ته راته د لوی قاموس پوره درس او پوره عنوان

زه د مهر او میني په سوالونو کې فنا شومه

شکر دی چې ته یې کنه زه به چیرته تلم اخیر

شکر دي چې ته راغلې او تا ته در اشنا شومه

هره ورځ مې وو هل تر ستورو تر سپوږمۍ قدم

وختم اسمان ته به بیا بیرته به خطا شومه

هیڅ را نه بغیر له تا نه جوړ نه جوړیدای شولو

زه پتانه څه شومه راګوره بس همدا شومه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.