د ماشوم نوکان خوړل او حل لارې يې

1,120

د ماشوم نوکان خوړل او حل لارې يې!

1 – لۀ دې ماشومانو سره د مرستې لپاره کولای شو د ماشوم لۀ زیانمن نوک څخه انځور واخلو او لۀ جوړو نوکانو سره یې پرتله کړو، همدارنګه لۀ ماشوم څخه د نوکانو اخیستو پر مهال ویډیو واخلئ دا کار پرته د هغۀ د پاملرنې لۀ را اړولو وکړئ، وروسته همدا ویډیو ورته وښایاست، ښایي د ویډیو پۀ لیدو سره پۀ هوش راشي او دا عادت پرېږدي.
2 – د ماشوم مخې ته د آیینې ایښودل، هغه خپل دې عادت ته متوجه کوي. ماشوم وهڅوئ چې مجلو کې د لاسونو ښایسته انځورونه وپلټي یا یې د آیینئ پر مخ وټومبئ، تر څو پۀ ترتیب سره یاد لاسونه لۀ خپلو لاسو سره پرتله کړي.
3 – یو بل مهم ګام چې پۀ دې برخه کې مرسته کوي دادی چې هغه وخت او ځای وپېژنو چې دا کړنې پکې ډېریږي.
د بېلګې پۀ ډول، ښایي ماشوم پۀ ځانګړو ځایونو کې نوکان وژوي. دا وضعیت چې پۀ هغۀ کې سټرس منځته راوي، وپېژنئ او پر وړاندې یئ داسې څۀ وکړئ چې ماشوم لۀ دې سټرس راوړونکو موقعیتونو څخه لرې شي. کۀ ماشوم د تلویزیون لیدلو پر مهال نوکان ژوي، داسې یو څۀ ورکړئ چې لاسونه یې بوخت کړي.
هغو ځایونو ته هم ځير اوسئ چې د ماشوم یاد عادت پکې ډېریږي ترڅو ددې ګډوډۍ لامل پیدا کړئ، کله چې دا عادت کم شو نو د جایزې پۀ پام کې نیولو سره یې یاد مثبت عادتونه تقویه کړئ، د بېلګې پۀ ډول د هر ځل نوکانو نۀ ژولو پر وړاندې د هغۀ پۀ ورځني جدول کې یو ستوری ور زیات کړئ، او د هرو ۱۰ ستورو پۀ پوره کېدو سره هغۀ ته جایزه ورکړئ.
کۀ مو ماشومه نجلۍ وي دستکش جایزه ورکړئ ترڅو لۀ دې دستکشو پۀ ګټه اخیستنې سره نوکان ژول هېر کړي او کۀ مو ماشوم هلک وي هغۀ ته ناخن ګیر یا ذره بین جایزه ورکړئ تر څو لۀ ذره بین څخه پۀ ګټه اخیستنې سره، د نوکانو زیانمنې برخې وګوري او پر وخت نوکان واخلي.
کۀ د ماشوم غاښونو ته زیان رسېدلی وي ډاکټر ته یې بوځئ. کۀ دا عادت لۀ شدید اضطراب سره مل وي نو د اروایي روغتیا لۀ متخصص یا ارواپوه سره مشوره وکړئ. ډېرځله د موروپلار یا شاوخوا کسانو چلند هم اضطراب ته لار هواروي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.