خپل ماشومان له جنسي ځوروونې څخه څنګه خوندي کړو

محب الله زغم

837

د مېرمن نتاشا په باور، د جنسي ځوروونې مخنیوی په دې نه کېږي چې خپل ماشومان له لوبو، مکتب او دباندې تګ څخه منع کړو؛ بلکې په دې کېږي چې د بدن د خونديتوب په اړه ورسره خبرې وکړو. دا به نه وایو چې ماشومان مو اوس لا واړه دي او د دې خبرو وخت نه دی.
مېرمن نتاشا د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د دغو لسو کارونو سپارښتنه کوي:
۱. د بدن د غړو په باره کې له ماشومانو سره خبرې وکړئ.
د بدن د غړو نومونه واخلئ او په اړه یې واضح خبرې وکړئ. د بدن د غړو لپاره مناسب نومونه واخلئ یا اقلاً د غړو واقعي نومونه وروښيئ. نه پوهېږم څومره ماشومانې به مې لیدلې وي چې خپل «فرج» کونه یا لاندې بولي. که ماشومان د دې نومونو په اخیستلو کې هوسا وي، بیا که کوم نامناسب کار ورسره وشي، په آسانۍ سره یې درته ویلی شي.
[زما په نظر یوه بله خبره هم ده. ماشومان ډېر پلټونکي دي، کنجکاوي کوي او د هر شي په باره کې پوښتنې کوي. دوی د تناسلي غړو په اړه هم پوښتنه کوي خو میندې پلرونه ورته وايي: «چوپ شه. شرم دی. داسې پوښتنې به نه کوې.» له دې سره د ماشومانو کنجکاوي لا زیاتېږي او هغه معلومات چې له مور او پلار څخه نه شي تر لاسه کولی، له نورو یې حاصلوي. مثلاً له همزولو یا تر ځان لږ غټو ماشومانو نه پوښتنه کوي او هماغه وي چې ممکن ناوړه استفاده ځنې وشي. ښه به دا وي چې میندې پلرونه په سړه سینه د جنسي غړو په اړه د ماشومانو پوښتنې ځواب کړي او ویې پوهوي چې دغه غړي محرم او مخصوص دي.]
۲. ماشومانو ته ورزده کړئ چې د بدن ځینې غړي یې مخصوص دي.
ماشومانو ته ووایئ چې مخصوص غړي یې ځکه مخصوص بلل کېږي چې هر څوک یې باید ونه ویني. دا هم ورته ووایئ چې مور او پلار کولی شي دوی لوڅ وویني خو نورو خلکو ته دا اجازه نشته او د نورو په مخ کې باید په جامو کې پټ وي. ورته ووایئ چې ډاکټر د معاینې لپاره د دوی کالي ایستلی شي خو مور او پلار به یې ورسره وي.
۳. د بدن حدود ورته وښیئ.
ماشومانو ته مو ووایئ چې هېڅوک اجازه نه لري چې د دوی مخصوصو غړو ته لاس وروړي او که څوک ورته وایې چې زما مخصوص غړي ته لاس وروړه، دا کار به هم نه کوي. دا به له یاده نه باسئ چې اکثره وخت ناوړه جنسي استفاده له دې څخه پیلېږي چې څوک ورباندې خپل یا د بل چا مخصوص غړي لمس کړي.
۴. ماشومانو ته مو ووایئ چې خبره دې نه پټوي.
اکثره هغه کسان چې له ماشومانو څخه ناوړه جنسي استفاده کوي، ورته وایي چې «دا راز به چا ته نه وایې». دا خبره اکثره وخت په دوستانه انداز کېږي، لکه: «ګوره! تا سره لوبې مې خوښېږي خو که ته بل چا ته ووایې چې څه مو کړي دي، بیا مو نه پرېږدي چې سره لوبې وکړو.» یا هم دا خبره د تهدید او ګواښ په بڼه ورته کوي: «دا زموږ راز دی. که دې چا ته دا خبره وکړه، زه به ورته ووایم چې ده پخپله وویل چې دا کار وکړو بیا به نو تا ته لانجه جوړه وي.» نو ماشومانو ته مو ووایئ چې که چا هر څه درته وویل، پروا یې مه کوئ. د خپل بدن په اړه به هېڅ خبره رانه نه پټوئ او هره خبره چې وي، خامخا به یې راته وایئ.
[زموږ په ټولنه کې اکثره وخت قرباني ګرم ګڼل کېږي. د دې پر ځای چې له قرباني شوي کس سره خواخوږي وشي، هغه ناپاک/ ناپاکه، ناولی/ ناولې، … بلل کېږي. که کوم ماشوم احیاناً د جنسي ځوروونې کیسه مور یا پلار ته وکړي، نو دومره رټل کېږي/ وهل کېږي چې بل ځل نه دی او نه یې خویندې وروڼه په دې اړه خبرو ته زړه ښه کوي. که خدای مه کړه اولاد مو داسې خبره درته وکړه، زړه پرې وخوږوئ، خبرو ته یې غوږ ونیسئ، ډاډ او تسلي ورکړي او د تکرار د مخنیوي لپاره یې لازم کارونه وکړئ.]
۵. ماشومانو ته ووایئ چې هېڅوک پرې نه ږدي چې د مخصوص غړو عکسونه یې واخلي.
دنیا له بچه بازانو او ماشوم‌خوښو څخه ډکه ده. دوی غواړي د ماشومانو لوڅ عکسونه واخلي او آنلاین تجارت ورباندې وکړي. دا خطر عام دی. نو ماشومانو ته مو ووایئ چې هېچا ته دې اجازه نه ورکوي چې د مخصوصو غړو عکسونه یې واخلي.
۶. ماشومانو ته مو ورزده کړئ چې څنګه له وېروونکو حالتونو څخه ځان وباسي.
ځینې ماشومان چا ته «نه» نه شي ویلی، په تېره بیا تر ځان مشرانو ته. ورته ووایئ چې که چا درسره نامناسب کار کاوه یا یې نامناسبې خبرې درته کولې، ورته ووایئ چې زه ځم. مثلاً که څوک غواړي چې خپل مخصوص غړي درباندې وګوري یا یې درباندې لمس کړي، ورته ووایئ چې زه تشناب ته ځم.
۷. یو شفر وټاکئ چې کله ماشومان مو ځان خوندي نه احساسوي یا غواړي چې له هغه ځایه یې وباسئ، درته ویې وایي.
ماشومان مو چې لږ غټوکي شول، بیا ورته یوه شفري کلمه ورزده کړئ چې کله ځان خوندي نه ګڼي، هماغه کلمه ووایي. دا کلمه هغه مهال استعمالېدای شي چې کور ته مو مېلمانه راغلي وي، د بل چا کره شپه کوئ او یا ماشومان په لوبو کې دي.
۸. ماشومانو ته مو ووایئ چې که خپل راز درته ووایي، لانجه ورته نه جوړېږي.
ماشومان اکثره وخت ما ته وايي چې خبره یې ځکه پټه کړې وه چې په لانجه وانه وړي. دغه وېره اغلباً د ځوروونکو له خوا کارول کېږي. ماشومانو ته مو ووایئ چې بې غمه شئ، د خپل بدن په اړه چې هره خبر او هر راز راته وایئ، په تاسو به څه نه کېږي.
۹. ماشومانو ته مو ووایئ چې کېدای شي د بدن لمس کول انسان وتخنوي یا خوند ورکړي.
ماشومانو ته ووایئ چې ان که څوک د تخنولو په پلمه هم غواړي د بدن مخصوصو غړو ته مو لاس وروړي، مه یې پرېږدئ.
۱۰. ماشومانو ته مو ووایئ چې ان له آشنا کسانو او نورو ماشومانو سره هم دغه قانون باید پلی شي.
دا خبره مهمه ده چې ماشومانو ته یې وکړئ. که له ماشومانو څخه پوښتنه وکړې چې «بد انسان» څه رقم وي، دوی به وايي لکه د کارټوني فلم بدمعاش. تاسې ورته ووایئ چې: «بد انسان له رنګه نه پېژندل کېږي. هغه بیخي لکه ښه انسان معلومېږي.» دوی پوه کړئ چې یوازې مور او پلار کولی شي ستاسو مخصوص غړي ته لاس وروړي ځکه چې یا به مو بدن پاکوي او یا به یې په کریم یا درمل غوړوي خو نور هېڅوک دا اجازه نه لري. نه ملګري، نه تره او ماما، نه ترور او عمه، نه معلم، ملا او استاد. ان هغه کسان چې درباندې ګران هم دي، حق نه لري چې مخصوص غړي مو لمس کړي.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.