د ماشوم نړیواله ورځ او له دې موضوع سره زموږ دریځ

پوهندوی آصف بهاند

647

د ماشوم نړیواله ورځ

او له دې موضوع سره زموږ دریځ

نن د ماشوم یا کوچني نړیواله ورځ ده. زموږ د وطن افغانستان د پنځوسو ورستیو کلنو پېښو ته که لنډ نظر وشي، لیدل کېـږي چې په یاده موده کې نه یوازې دا چې د خپلو نویو نسلونو لپاره مو دومره یې ښایي، څه نه دي کړي، بلکې له یوې خوا مو د هغوی ډېر لومړني حقونه نه دي ورکړي او له بلې خوا مو پر داسې لارو روان کړي دي چې د هغوی د راتلونکي ژوند له پاره مو لکه د چا خبره مینونه کرلي دي چې په هرپل کې کېدای شي وچوي.

هغه څه چې د نورو هېوادونو خلک د خپلو ماشومانو او کوچنیانو لپاره ترسره کوي، موږ له هغه کاروانه ډېر وروسته پاتې یو.

همدا نن میډیا ولیکل:

«نن د نوامبر شلمه د ماشومانو نړیواله ورځ ده. سږ کال د دې ورځ شعار ‘هر ماشوم ته ټول حقونه’ دی.‌

دا ورځ په نړیواله کچه د ماشومانو د پوهاوي لوړولو، د دوی د ژوند ښه کولو او هوساینې د ډېرولو په موخه نمانځل کېږي.

په ۱۹۵۹ کال کې پر همدې ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ماشومانو د حقونو اعلامیه چمتو کړه.

په ۱۹۸۹ کال پر همدې ورځ عمومي اسمبلۍ د ماشومانو د حقونو کنوانسیون هم برابر کړ.

د نومبر شلمه له ۱۹۹۰ کال راهیسې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا د ماشومانو د حقونو د اعلامیې او کنوانسیون په مناسبت د ماشومانو د نړیوالې ورځ په توګه نمانځل کېږي…»

خو نن موږ د خپلو ماشومانو په باب په کوم فکر کې یو او څه حال لرو؟ پر موږ باندې داسې حالت راوستل شوی دی چې اوس یې ډېری کورنۍ د نس مړولو او ژوندي پاتې‌کېدلو په سوچ کې دي.

موږ یې زېږوو، د لومړنیو حقونو خبره، د ښوونې روزنې مسأله خو یې پر ځای پرېـږده؛ د نس مړولو لپاره یې وچه ډوډۍ نه شو پیدا کولای او داس غمیزې او پېښې هم رامنځته شوې دي چې مور ــ پلار د خپلې کورنۍ د یو شمېر ماشومانو د نس مړولو او ژوندي پاتې کېدو لپاره یو یا دوه ماشومان د لیلام په ډول خرڅلاو ته وړاندې کوي.

موږ د راتلونکي نسل د روزنې په لار کې ډېرې ستونزې لرو، له کورني ژوند څخه نیولې، تر تعلیمي نصاب پورې ډېرې نیمگړتیاوې لرو، ځکه مو نوی نسل له ښولارو نه ډېر پر ناسمو لارو روانېـږي. په لاندې شعر کې یې ځینو برخو ته اشاره شوې ده:

راتلونکی نسل ښاد کړئ

«تر څو چې الله داد رئيس په ښار، صبور جومات کې
ماشوم به ترې خيرات کې

ملا عبدالصبور چوکه په لاس ولاړ جومات کې

غړمبېـږی ټټ و ټاپ کې

وهل او ټکول زموږ کلتور، زموږ فرهنګ دی

په هر ماشوم قلنګ دی

معلم ته چې د زده کړې ښه منطق د لښتې لار وي

درسونه به بيګار وي

معلم او ملا نه دی مور او پلار هم ملامت دي

په درز او غرب عادت دي

شروع د نصيحت مو په ښکنځلو او رټلو

په رنګارنګ دږلو

نو!! د دې جشنوارې کلانترانو ماماګانو

نظر مې دی مشرانو

ماشوم ته د ماشوم په اروا پوه معلم په کار دی

نن هر يو استا کار دی

په اووم کې به نو څنګه اوولس واړه کتابونه؟

را زده کړي سبقونه!!

نصاب کې د غيرت او ننګ تعريف ورته روښان کړئ

رښتيا ورته بيان کړئ

د امن سوکالۍ او ورورولۍ موضوعات ډېر کړئ

مات زړونه پرې کوشېر کړئ

چڼي د مدرسې باندې ايکسل پاورپاينټ زده کړئ

او لوستې ورکوژده کړئ

ماشوم ته مو ټول عمر غږولې آللو ده

راپاتې له ببو ده

يو بله آللو د وېښېدو ورته په کار ده

همدغه سمه لار ده

نو! په غوږ کې له آذانه وروسته خپل وطن ورياد کړئ

راتلونکی نسل ښاد کړئ»

موږ که ما د ماشومانو او کوچنیانو او د نوي نسل د روزلو لپاره هرڅومره کار وکړو، لا به کم وي، خو زه دا ویلای شم چې ما د شپېتمې لسېزې له پیل نه د دوی لپاره کار کړی دی، څو کتابونه او په لسگونې مقالې مې لیکلې او خپرې کړې دي. لنډې کیسې مې ورته ژباړلې دي او له دوی سره د تاوتریخوالي پر ستونزه باندې مې د پاملرنې وړ کار کړی دی، خو له بده مرغه چې دومره مؤثر نه دی تمام شوی ځکه چې زموږ په ټولنه کې له ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخولی د یوه دود او عنعنې بڼه غوره کړې ده.

ما د ۲۰۱۹ ام کال په سپتمبر میاشت کې « د افغانستان له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ستونزه» ترسرلیک لاندې یو کتاب په انلاین بڼه خپور کړ.

په هماغه وخت کې مې د یاد کتاب لپاره یوه ډېره لنډه مقدمه ولیکله. دلته به هغه لنډه مقدمه راواخلم او د سږکال د ماشوم د ورځې په پار به یې یو ځل بیا خپره کړم:

زموږ په هېواد افغانستان کې د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی د یوې داسې سونامي حیثیت لري، چې زموږ د ټولنې په یوې محسوسې او عیني ستونزې بدله شوې ده. دا سونامي تر اوسه زموږ هر نسل، هره لسیزه، هر کال، هره میاشت هره اونۍ، هره ورځ، هر ساعت، هره دقیقه او هره شیبه د سل ګونو، زرګونو، لکونو او میلیونونو ماشومانو او کوچنیانو اوسنی او راتلونکی ژوند ځپي او د تباهۍ کندې ته یې ور پورې وهي.

ما د دې کتاب د مقالو په ترڅ کې ویلي او لیکلي دي چې زموږ د ټولنې عیني ستونزو او تجاربو ته په کتو زموږ په هېواد افغانستان کې د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی د یوې داسې سونامي حیثیت لري، چې زموږ د ټولنې په یوې محسوسې او عیني ستونزې بدله شوې ده. دا سونامي تر اوسه زموږ هر نسل، هره لسیزه، هر کال، هره میاشت هره اونۍ، هره ورځ، هر ساعت، هره دقیقه سره، د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی په لومړي ګام کې په دریو برخو باید و ویشل شي:

۱ ــ رواني تاوتریخوالی:

(ژبنی تاو تریخوالی: ډارول، ښکنځلې کول، بد رد ویل، تهدیدول او ډول ـ ډول نور رواني فشارونه)،

۲ ــ جسمي تاوتریخوالی:

(وهل ټکول، شاقه کارونه،جګړو ته اړایستل)،‎

۳ ــ جنسي تاوتریخوال.

زموږ په هېواد افغانستان کې، زموږ د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد د تاوتریخوالي دا درې واړه ډولونه ښه په درز کې روان دي او مجریان یې د بـېلابـېلو نومونو تر پردې لاندې، د خپلو اعمالو د توجې له پاره دلایل هم وړاندې کوي.

د مقالو په دې ټولگه کې زما داسې مقالې را ټولې شوې دي چې په یو ډول نه یو ډول، له ماشومانو او کوچنیانو سره د روان تاوتریخوالي په باب بحثونه په کې راغلي دي، د تاوتریخوالي بېلگې په کې په نښه شوې، د تاوتریخوالي د ستونزو په باب خبرې په کې شوې دي او ستونزو ته د حل لارې ښودل شوې دي.

د مقالو دا ټولگه، د دې موخې په پار د کتاب په بڼه برابره شوې ده، چې زموږ د خلکو او ټولنې پاملرنه دې ته ورواوړي چې، تاوتریخوالی له هیڅ چا سره ښه نه دی؛ په تیره له ماشومانو او کوچنیانو سره. دا یو تریخ او انکار نه منونکی واقعیت دی چې زموږ په ټولنه کې له ماشومانو او کوچنیانو سره په بیلابیلو بڼو تاوتریخوالی شوی او کېـږي او د تاوتریخوالي ترسره کونکي باید په دې پوه کړای شي چې د هرې ټولنې وگړي چې له خپل نوي نسل سره تاوتریخوالی کوي، هغوی په حقیقت کې خپلې راتلونکې ته اور اچوي او هر څه په ایرو بدلوي. د تاوتریخوالي پر ځای باید له نوي نسل سره مینه وشي، په نوې او مدرنه بڼه د وخت له غوښتنو سره سم وروزل شي؛ څو ښه راتلونکې او هوسا ژوند ولري. په دې ډول به موږ وتوانېږو چې ښه پوه نوی نسل ولرو او پایله به یې دا وي چې یوه خورا نیکمرغه او ښېرازه ټولنه ولرو.

د تاوتریخوالي پایلې په ټوله نړۍ کې منفي ثابتې شوې دي. له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي پر ځای، له هغوی سره مینه وکړئ، د هغوی روزنې ته پاملرنه وکړئ او په ډېرې مینې سره عاطفه ورولېږدوئ. دا ښه په یاد ولرئ:

تر څو نوی نسل په سمه توگه و نه روزل شي، هیڅکله د سمون تمه و نه کړئ. د نوي نسل له روزلو پرته به تل له ستونزو او بدمرغیو سره لاس گریوان اوسئ!

 

د ماشوم نړیواله ورځ دې مبارک وي!

 هیله ده داسې ورځ راشي چې د ماشومانو

 حقونو وپېژنو او درناوی یې وکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.