د ماشوم وده له زیږون څخه تر نهه میاشتنې پورې

حبیب الله غروال

1,295

د تغذیې تعریف:هغه علم دې چې د خوړو موادو اثر د انسان په وده کې څېړې او د مطالعې لاندې یې نيسي. یا په بله مانا هغه مواد چې د انسان د بدن ارګانونو ته وده ورکوي مطالعه کوي www. Shorshad.com)).
د تغذیې تعریف د اسلام له نظره: تغذیه په لغت کې د خوراکي موادو په وسیله د ژوندیو موجوداتو تقویه کول او قوي کولو ته په اسلام کې تغذیه وایی.
او په اصطلاح کې د غذا د خوړلو په وسیله بدن ته رشد ورکوي او لازمه انرژي بدن ته رسوي(www.hawzah.net .com).
اسلام او سالمه تغذیه: په اسلام کې هېڅکله نه دي ویل شوي چې د سبزي خوړل له دین څخه د وتلو سبب ګرځي. حضرت علي رض تعالی عنه فرمايي: خپله معده د څارویو هديره مه جوړوئ! www.islamveg.com)).
د مور د شېدو ارزښت: د مور د شيدو، غوړو او پروټينو په نورو شیدو کې د غوړو او پروټینو په پرتله ښه هضم او جذب کېږي(هماغه اثر).
له څه وخت څخه باید د مور د شيدو تغذیه پيل شي؟
وروسته له زېږون څخه باید ډېر ژر ماشوم ته شیدې ورکړل شي. لکه د مثال په ډول: وروسته له زېږون څخه نیم یا دوه ساعتو پورې د شیدو تغذیه پيل کړئ(هماغه اثر).
د مور شیدې ماشوم له کومو ناروغيو څخه ژغورئ؟
د پېدايښت په لومړۍ میاشت کې ماشوم باید د مور په شیدو تغذیه شي چې دا له ډول ډول ناروغيو لکه:اسهال او تنفسي انتاناتو څخه ژغوري، که چېرې ماشوم الرجيکي ناروغۍ ولري نو له نورو غذايي موادو سره د امکان ترحده خپل ژوند له لاسه ورکړي نو ویلای شو چې؛د مور شيدې ژغورونکې دي(هماغه اثر).
دمور د سینو په واسطه د ماشوم تغذیه
د سینو په واسطه شیدې ورکول ډېر ساده کاردی، او تل آماده وي چې لازمه تودوخه لري. او تر ټولومهمه دا چې پوهانو کشف کړې ده چې د مور شیدې د ډېرو ویټامینونو در لودونکې دي.یاد ویتامینونه تر هغه وخته چې ماشوم په خپل ځان باندې بسیا کېږي د ډېرو ناروغییو په وړاندې ورته سپر ګرځي( ګنجی ،۱۳۸۸، ۶۷ ).
ماشوم ته په شیدو ورکولو کې څو مهمې لار ښوونې
۱ـ ماشوم په لومړيو کې يو څه وزن له لاسه ورکوي چې دا یوه طبيعي پدیده ده، چې دا د اندېښنې وړ خبره نه ده، او نه باید هغه د مور د شیدو د کمښت وجه حساب کړو.
۲ـ مور بايد ماشوم ته د شیدو په ورکولو کې وخت او زمان و نه ټاکي، بلکې هر کله چې ماشوم د لوږې احساس وکړي نو هغه ته باید سم د لاسه شیدې ورکړل شي
۳ـ ماشوم ته باید د امکان تر حده د وچو شيدو له ورکولو څخه ډده وشی( مدني، ۹۵،۱۳۸۱).
د ماشومانو تغذیه د لومړي کال په لومړۍ میاشت کې
تر ټولو سخته میاشت د مور لپاره لومړنۍ میاشت ده ځکه چې په دې میاشت کې ماشوم خپل لس، سلنه د زېږون وزن له لاسه ورکوي او خواريږي؛ خو د اندېښنې وړ خبره نه ده. وروسته له دوو اونیو څخه ستاسو ماشوم په سمې تغذیې د مور په شیدو خپل د زېږون وزن بېرته تر لاسه کوي او یا هم له هغې څخه ډېر چاغېږي.
تر شپږ میاشتنۍ پورې ماشوم په هره اوونۍ کې له ۱۵۰ نه تر ۲۰۰ ګرامه وزن اضافه کوي او هم یې قد تر دوه نیم سانتي متره پورې په میاشت کې لوړېږی. مګر یوه خبره د یادونې وړ ده چې: ممکن له هغو خوړو څخه چې مور ځینې استفاده کوي په شيدو کې ور ګډ شي او د مخ پر پوستکي الرژيکي غبرګون وښیي نو باید سم د لاسه جلدي ډاکتر ته مراجعه وکړيwww.namnak.com) ).
د ماشوم تغذیه د لومړي کال په دویمه میاشت کې: ماشوم باید په هر اوونۍ پر له پسې وزن واخلي او که چېرته اندېښمن یاست نو له یوه مربوطه ډاکتر مشوره وکړئ چې ماشوم په کافي اندازه خواړه خوري او که نه.
هغه اندازه وزن چې ماشوم يې د اوونۍ په جریان کې تر لاسه کوي، کولای شي چې تاسې ته لارښوونه وکړي چې د ماشوم تغذیه کافي ده او که نه؛ خو که چېرې ماشوم له ټاکلې اندازې څخه ډېر وزن اخلي د خوښۍ احساس مه کوئ. ځکه چې ماشوم ته له حد نه ډېرې شیدې ورکول د ماشوم معده خرابوي او هم يې د چاغېدو احتمال په راتلونکي کلونو کې ډېر وي (هماغه اثر).
د ماشوم تغذیه د لومړي کال په درېیمه میاشت کې
په دې مرحله کې ماشوم د وزن په ډېرېدلو پیل کوي چې څه کم شپږ ګرامه/ څلور ګرامه وزن په همدې میاشت کې اخلي. او د ماشوم د شیدو خوراک په دغه وخت کې له پنځه وو نه تر اته وو دفو ته ډېروالی پیدا کوي. او هغه ماشوم چې د مور له شيدو څخه تغذیه کوي نسبت هغو ماشومانو ته چې له وچو شيدو څخه تغذیه کېږي زیات خوراک کوي او هم د شپې له خوا يې د شیدو د خوړو لپاره د ويښېدو امکان یې ډېر وي. او دا اخرنۍ میاشت ده چې ماشوم يواځې شیدې خوري یعنې وروسته له دې ماشوم نور مناسب خواړه هم خوړلی شي(هماغه اثر).
د ماشوم تغذیه د لومړي کال په څلورمه میاشت کې
کېدای شي ماشوم د دې میاشتې په وروستيو کې د جامدو خوړو خوړلو ته علاقه وښيي، لکه: هغه به و کولای شي چې خپل سر ثابت یعنې پر خپل ځای وساتلی شي. د ماشومانو د ا امریکا اکاډمي ډاکټر ماشومانو ته شپږ میاشتې د مور د شیدو خوړلو هدایت ورکوي، نو هڅه وکړئ! چې ماشوم ته جامد یا کلکو خوړو څخه لرې وساتئ! که چېرې ماشوم مو شيدو خوړلو ته راضي نه وي، نو له ډاکټر سره مشوره وکړئ او ماشوم ته مو له سوپ او آش مه ورکوئ اوپر ځای يې د وريجو لعاب پرته د کوم شي له اضافه کولو نه په شیدو کې اضافه کړئ (هماغه اثر).
د ماشوم تغذیه د کال په پنځمه میاشت کې
ماشوم باید په دې میاشت کې خپل وزن دوه برابره کړي او له ډاکټر څخه باید پوښتنه وشي چې د ماشوم وزن او قد څنګه دی او باید ډاډه شئ چې مثبت لوري ته روان دی، او که چېرته ماشوم د وزن د کمښت سره مخ و نو د متخصص د هدایت سره سم د وزن د کمښت له زیات او کم څخه باید با خبره اوسئ (هماغه اثر ).
د ماشوم د لومړي کال په شبږمه میاشت کې
د شپږو میاشتو په لومړیو کې ماشوم باید نیم انچ په میاشت کې وده وکړي، د درېيمې او پنځمې اوونۍ په لړ کې د ماشوم بدن له مخکنیو میاشتو څخه قوي اوغښتلی کېږي.
نو ماشوم یې بايد وخوري: د مور شیدې او وچې شيدې په اضافه کولو د جامداتو لکه: فرني، د وريجو لعاب، سوپ او ګرمې اوبه (هماغه اثر).
دا ولې مهمه ده چې د شپږو میاشتو تغذیه بشپړه کړو؟
د شپږو میاشتو په پای کې شیدې د ماشوم د طبیعي ودې لپاره د هر ډول مرستندویه خوړو اضافه کول بسنه کوي.
د شپږومیاشتو وروسته د مور د شیدو اړتیاوې یواځې د شیدو سره نه پوره کېږي او د مور د شیدو سربېره د نیمه جامدو خوړو سره ماشوم تغذیه باید هم پیل شي( فیض،۵۵،۱۳۸۸ ـ۵۸ ).
د ماشوم تغذیه د لومړي کال په اوومه مياشت کې
که چېرته د ماشوم وزن په هره میاشت کې دوه پونډه ډېر شي نو مربوطه ډاکټر سره مشوره وکړئ ځکه چې کم وزن اخلي. او که چېرې په میاشت کې شپږ پونډه وزن واخلي نو ماشوم په خپل رفتار او مهارت سره کولی شي کښېني، په سينه وڅښېږي او خواړه په ارام وژوي (هماغه اثر).
نو ماشوم یې باید وخورې: د مور شیدې او یا وچې شیدې، یخني، سبزيجات او مېوې (هماغه اثر).
د ماشوم تغذیه د لومړي کال په اتمه میاشت کې
ماشوم باید د زېږون په پرتله درې برابره وزن واخلي او په دې میاشت کې ماشوم کولای شي چې د خپلو لوبو شیان په خپلو لاسونو کې ونیسي؛ ماشوم ته باید په ورځ کې پنځه ځلې خواړه ورکړل شي، او په اوونۍ کې درې ورځې باید پنځه قاشوغې تازه مستې او په اوونۍ کې درې ورځې د هګۍ زېړ ورته ورکړل شي.
ماشوم يې باید وخوري: هګۍ، سبزیجات، کوفته، پنېر، د چرګ سینه، مستې، ګرمې اوبه او مېوې (هماغه اثر).
د ماشوم تغذیه د لومړي کال په نهمه میاشت کې
دا باید هېره نه کړئ! چې لا تر اوسه شیدې د ماشوم اصلي خواړه دي او باید څلور یا پنځه ځلې شیدې ورکړل شي.
د دې لپاره چې خپل وزن له لاسه ورنکړي مرستندويه خوړو ته هم اړتیا لري.
ماشوم یې باید وخوري: د مور شيدې او یا وچې شيدې، او هغه خواړه چې په ګوتو خوړل کېږي. لکه: جوش شوي کچالو، جوش شوې وريجې او جوش شوې هګۍ(هماغه اثر).
سالمه تغذیه او د هغې اړيکې د ماشوم په رواني حالت کې
مخکې له دې په یادې موضوع بشپړ بحث وکړم لومړی به يوه اړینه پوښتنه وړاندې کړم.
آیا د سبزيجاتو او مېوه جاتو خوړل د ماشوم په رواني حالت سره اړيکه او ارتباط لرئ؟
ځواب: هو، ولې نه سبزيجات او مېوه جات د ماشوم په روان خو لا څه حتی د هغوی په ښکلا، سلامتي او رواني حالت کې يې مستقیمه اړیکه لري. یوې آخرنۍ څېړنې دا په اثبات رسولې چې غذايي رژیم د ماشومانو پر ذهني تکامل مستقیمه اړیکه او اغېز لري او دا موږ ته ښايي چې تازه مېوې او سبزیجات د ماشومانو معده فعاله ساتي چې دا مستقیمآ پر ذهن اغېز لري (هماغه اثر).
رواني سلامتيا څه ده؟
رواني سلامتیا د کړو وړو، خوي او خصلت، د فکر او احساس روش او طریقه ده چې ټول انسانان يې د ښه کولو په فکر کې دي. ځینې خلک د رواني سلامتیا له کلمې څخه د رواني اختلال د نشتون استفاده کوي، رواني سلامتیا کولای شي د ورځني ژوند پر اړيکو او سلامت مستقیمه اغېزه وکړي. په دې وخت کې دغه اړیکه په بل لورې هم اغېزلري نو رواني سلامتیا کولای شي چې د خلکو پر اړيکو خپله اغېزه پرېباسي. کله چې انسان رواني سلامتیا ولري نو هغه کولای شي چې له خپل ژوند نه خوند واخلي. هغه عوامل چې پر رواني سلامتیا منفي اغېز لري عبارت دی له: استرس، فشار، افسردګي،خفګان، او اضطراب یعنې اندېښنه؛ یو متل هم دی چې وايي: عقل سلیم در بدن سالم است
). www.paziresh24.com )
د ماشوم د سالمي تغذیه اصول
ماشومان په ورځ کې باید درېوارې وخواړه وخوري تر څو سالمه تغذیه شوې وي په دې برخه کې باید کورنۍ ډېره دقیقه اوسي در څو ماشوم سالم تغذیه شي یوه بله موضوع چې په تغذیه کې ډېره مهه ده هغه د خوړو ډولوه دي د ا نسان بدن مختلفو ویتامینونوته اړتیا لري اومختلف ویتامینونه په مختلفو خوړوکې پیدا کېږي چې د تغذیې په برخه کې ورته توجه په کاردهwww.doctoreto.com) ).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.