څنګه کولای شو له ماشومانو سره ښې اړیکي ولرو؟

0 1,923

څېړنې ښیي چې د ماشومانو د ای کیو یا احساساتي پوهې کموالی ددې لامل کېږي چې دوی زر بلوغ ته ونه رسېږي او له مور و پلار سره د اړیکو رامنځته کولو او پاللو ته جرآت پیدا نه کړای شي.
د ماشومانو د برخې متخصص دانیل ګولمن وایي، هرڅومره چې ماشومان روحي خپلواکي او پر ځان باور ولري په هماغه کچه په اسانه او ښه ډول کولای شي له مور و پلار سره اړیکي رامنځته کړي او ویې پالي.
د مور و پلار او اولادونو ترمنځ دغه دېوال چپه کېدلای هم شي، دا چې څنګه؟ په لاندې ډول:
ـ په ځان د ماشوم باور زیاتول: پدې یې پوه کړئ چې تاسو یې کولای شئ او یو څوک یاست.
ـ د ځان د منجمنټ او ادارې واک ورکړئ: پرېږدئ چې د خپلې خوښې رنګ کالي یا جامپر ځانته انتخاب کړي او په لسو افغانیو د خپلې اړتیا دوه درې شیان واخلي. تاسو یې یوازې څارئ!
ـ د اړیکو رامنځته کولو او پاللو واک ورکړئ: پدې معنی چې که غواړي یو راز درته ووایي او نه غواړي تاسو یې بل چاته ووایاست، نو خپله ژمنه ورسره پوره کړئ او هغه ته ثابته کړئ چې له تاسو سره رامنځته شوې اړیکي یې خوندي دي.
د ای کیو موضوع د بحث وړ ده، یو شمېر پوهان یې ارثي بولي، اما یو شمېر نور یې بیا کسبي بولي. خو ددې ټولو ترمنځ تاسو کولای شئ د شرایطو په برابرولو سره د ماشوم ای کیو لوړه کړئ.
دلته درې نورې لارې چارې هم شته چې په اساس یې تاسو کولای شئ له ماشومانو سره ښه اړیکي جوړ کړئ او دوه اړخیزه اړیکي قوي وساتئ.
ـ له ماشومانو واورئ چئ هغوی څه ډول احساس کوي:
د ماشومانو نظر، پوښتنه او غوښتنه لومړی واورئ او وروسته له هغه یې بیا په اړه پرېکړه وکړئ. ماشومانو ته غوږ اېښودل هغوی په ځان باوري کوي.
ـ د اندېښنو او فشار پر مهال یې وهڅوئ چې پخپله د ځان مدیریت وکړي:
پدې معنی نه چې بیخي یې یوازې پرېږدئ، بلکې کله چې له اندېښنو او فشار سره مخ کېږي، نو ارواپوهنه هم وایي چې یوازې یې پرېږدئ، خو کلک څار یې کوئ، چې ځان خوږ نه کړي.
ـ تشویق یې کړئ:
کله چې ماشوم لاسته راوړنه لري، نو تشویق یې کړئ، کېدای شي داسې حالت هم رامخته شي، چې اولاد مو ناکامۍ سره مخ شي رټل او تهدیدول یې ګټه نه لري، بلکې په حل لارو یې فکر وکړئ او بیا یې هم تشویق کړئ چې په ځان باور له لاسه ور نکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply