د ماشومانو خوندیتوب او ساتنه

حبیب الله بختیال

321

د ماشومانو خوندیتوب او ساتنه (save and protection children)

لومړۍ برخه

لیکوال : د ټولنیزې روغتیا مبلغ فارمسست او انستیزیست: حبیب الله بختیال

ماشوم د ټولنې یوې لویې برخې په توګه د غوره ودې لپاره ټولو دورو کې مهمو پاملرنو ته شدیده اړتیا لري او دا ټول د ماشومانو حقونو له نظره مهم دي.

د مشهور ارواپوه اریک اریکسون له نظره د انسان رواني ټولنیزه وده اته پړاوونه لري. د پیدایښت لومړۍ کال د اعتماد د بې اعتمادۍ پر وړاندې دوره، خپلواکي د شرم او تهدید پر وړاندې له دوه کلنۍ تر درې کلنۍ ، نوښت د ګناه احساس درلودلو پر وړاند دوره له ۳ تر ۵ کلنۍ، زیار کاږل یا زیاکښي د حقارت پر وړاندې چې دا دوره له ۶ کلنۍ ۱۲ او یا ۱۳ کلنۍ پورې ، نوې ځوانۍ دوره چې له ۱۲ تر ۲۰ کلنۍ پورې وي او کس د خپل هویت په اړه یو ډول رواني لالهاندي لري، د ځوانۍ دوره له ۲۰ تر ۳۰ کلنۍ پورې چې دې دورې کې د صمیمیت د انزوا پر وړاندې احساس لري، منځنۍ عمر له ۳۱ کلنۍ تر ۶۰ کلنۍ پورې او په پای کې هم له ۶۰ کلنۍ بیا د عمر تر پایه پورې دورې دي.

په یادو دورو کې له پیدایښت بیا تر ۱۸ او ۲۰ کلنۍ پورې دورې ډيرې د پاملرنې وړ دي او دې دورو کې ځانګړې رواني ټولنیزې پاملرنې ته اړتیا پیښیږي، چې هیڅکله باید پکې نېمګړتیا او بې پروايي رامنځته نه شي په تېره د ماشومتوب دورې کې اخلاقي او ټولنیزې اخلاقي برخې ته.

د ژان پیاژه له نظره د ماشوم شناختي دورې څلور دي چې له پیدایښت تر دوه کلنۍ ته حسي حرکتي، له دوه کلنۍ څخه تر اووه کلنۍ دورې ته له عملیاتي مخکې دوره، له اووه کلنۍ تر لس کلنۍ عملیاتي عیني دوره، له ۱۱ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ عملیاتي تصوري دوره ده.

د ژان پیاژه له نظره د ماشوم اخلاقي ودې دوره له اوه کلنۍ پیلیږي او دې دورې ته د قواعدو درک کولو دوره وايي. د ذهني ودې آخري دوره له ۱۱ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ پورې ده، چې یو ماشوم ذهني انګیرنې په منطقي قواعدو بدلوي او دې مرحلې کې ماشومانه انګیرنې داسې حالت ته اوړي چې پر عیني څيزونو سربېره د احتمالي او فرضي مواردو په اړه هم فکر کوي.

د ماشوم اخلاقي ودې برخه کې باید وویل شي چې درېیم پړاو کې ورو ورو ماشوم دا درک کوي چې ډیری اخلاقي قواعد د ټولنیزو قراردادونو له مخې دي، نو باید ټولنیزه وده وکړي. خپلوان او د ټولنې نور وګړي وپیژني او له هغوی سره د اړیکو پر څرنګوالي پوه شي او دا ټولنیزې ودې پورې تړلې. ټولنیزه وده د یو ماشوم لپاره داده چې د ټولنیزو اړیکو ټینګولو وړتیا ولري او د فردي اړیکو اصلیت او منطق درک کړي.

له پورته روښانتیا مې موخه دا وه چې د ماشومتوب خوندیتوب ته زموږ په ټولنه کې د پاملرنې اوښتو او ددې برخې ودې ورکول زیات مروج شي؛ یادو پړاوونو کې ماشوم کورنی او ټولنیزه خوندیتوب تر لاسه کړي او ذهني اخلاقي ودې ته یې لکه څنګه چې اړینه ده پاملرنه وشي، چې په دې تړاو به هم ځانګړې مقاله ولیکم.

په جرمونو د نېول شویو ماشومانو روزنځای څخه مې یو وخت راپور چمتو کولو؛ هغه مهال راته ډیره د حیرانتیا خبره دا وه چې ډیری ماشومانو( له اتلس کلنۍ ښکته) د ۱۲ او ۱۸ کلنۍ تر منځ د غلا په ګډون بېلابېلو جرمونو لاس پورې کړی ؤ او پیل یې په همدې دورې کې ؤ. باور د بې باورۍ په مقابل کې او د خپل جنسیت په اړه اندېښنې او نا حل شوې پوښتنې ماشوم ته په همدې کلونو کې پیدا کیږي او دا دوره ځکه خاصې پاملرنې ته اړتیا لري چې د ماشوم کې د ارواپوهنې له نظره روحي رواني بدلونونه راځي. هغه پوښتنې چې ذهن کې یې لري باید ځواب شي.

د ماشوم خوندیتوب او ساتنه یا (save and protection children) په کورنۍ، ښوونځي او ټولنه کې:

د ماشوم خوندي ساتنه عبارت له هغه ټولنیز قواعد، ارزښتونه او جوړښتونه دي چې له ماشوم څخه د ناوړه ګټې اخېستنې، غفلت او بې پروایۍ، تاوتریخوالي او استثمار مخنېوی وکړي او ماشوم په اغیزناکه نورماله توګه بشپړه وده وکړي. چې ددې قواعدو او مقرراتو بېلګه په کورنۍ، ټولنه، ښوونځي کې تر سترګو او حساسیږي او په همدې چاپیریالونو پورې اړوند ده.

د ماشوم خوندیتوب اصلي موخه د هغو اقداماتو تر سره کول دي چې د فردي او بشري حقونو، د انساني ارزښت او کرامت له مخې د بشر او ماشومانو حقونو نړیوال کنوانسیون او د کډوالو حقونو ته په بشپړ درنښت پرته له هیڅ ډول تبعیض تر لاسه شوي وي.

ماشوم سره باید کورنۍ کې تاوتریخوالی ونه شي او د هغه مهمو ارزښتونو ته په پام سره پوره ذهني، فیزیکي او ټولنیزې ودې پړاوونه بشپړ کړي او ددې ټولو اړخونو متاثره کېدونکو عناصرو مخه باید ونېول شي.

په ښوونځي کې باید د ماشوم زده کړو اخځ ذهني ودې او درک وړتیا ته په پام سره ځانګړې پاملرنه وشي او د منفي څرګندونو چې د ماشوم ذهن مغشوش او ذهني وده یې زیانمنوي مخه ونېول شي، ماشوم باید د هغه ناوخته راتګ، د کورنۍ دندې نه ترسره کول او یا د پاکوالي نه پاملرنې مواردو په خاطر د نورو ټولیګوالو پر وړاندې ونه ښکنځل شي او نه هم د کوم عیب درلودلو په خاطر هغه په بد نوم یاد شي.

په ټولنه کې هم باید د ماشوم اړیکو، د ملګرو او دوستانو سره راشه درشه او ناسته ولاړه، لوبې او د دوی تر وړتیا پورې محدود مسئولیت اجرا کولو ته پاملرنه وشي. ځکه ډیری منفي کړنې له ټولنیزو اړیکو پیلیږي لکه پورته چې په جرمونو د تورنو ماشومانو یادونه وشوه. پر دې سربېره باید ماشوم په ټولنه کې د خپل عمر مطابق شخصیت ارزښت ولري، په بد او د عیب په نوم ونه نومول شي، نیک او سالم برخود په ګډون ورسره باید له تبعیض پرته د شفقت چلن وشي. ځکه له دې لارې ماشوم ټولنیزه پر ځان بسیاینه او یا له ټولنې سره د تطابق، باور او وړتیا پیدا کوي او راتلونکې کې د یو وتلي شخیصت په توګه د همدې ټولنې خادم غړی جوړیږي.

له ماشوم ناوړه ګټه اخېستنه څه ته وايي؟

ماشوم په وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادو سربېره په پرمختللې نړۍ کې هم په نسبي ډول د ناخوندیتوب ځینو خطرونو سره مخ دی، خو هغه ستونزې چې دې برخه کې د وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو کې ماشومان اغیزمنوي ډیرې دي. په دې له ماشوم د ناوړه ګټې اخېستنې ستونزې.

د روغتیا نړیوال سازمان له نظره د ماشوم ناوړه ګټه اخیستنه ماشوم ته د هغه د کورنۍ یا هر هغه کس چې د ماشوم په وړاندې مسؤول دی له زیان، په جسم کې د ګواښوونکی چلن یا عمل، روان، کرامت، سالمتیا، خوشالۍ، او د ماشوم د هوساینې او آرامتیا ته له زیان رسولو څخه عبارت دي. دا چې ماشوم کورنۍ، ټولنه او هېواد کې له یادو زیانونو او ننګونو سره مخ وي نو دا ناوړه ګټه اخېستنه او د هغه ژوند ناخوندیتوب دی.

کورنۍ کې له ماشوم سره اخ و ډب او تاوتریخوالی، ښوونځي کې د ماشوم وهل او فیزیکي ضربې او ښکنځل، ټولنه کې له نورو ماشومانو سره د لوبو او راشه درشه کې تاوتریخوالی او شخړې د ماشوم فیزیکي او رواني روغتیا زیانمنوي او دا د ماشوم سمې روغمنې ودې پر وړاندې ګواښونکي خنډونه دي. او یا هم دا چې یادو ځایونو کې د ماشوم توهین او ښکنځل د هغه کرامت ته زیان رسونه ده.

وروسته پاتې هېوادونو کې ماشومان د کورنۍ لپاره د روزۍ ګټلو وسیله ګرځیدلي؛ په داسې حال کې چې دا وخت ددوی د زده کړې او لوبو وخت دی او باید دا حق ورنه نه وای غصب شوی. ماشومان د خښتو په بټیو، فابریکو یا کار ځایونو او حتا د نورو خلکو کورونو کې په شاقه او درنو کارونو او خدمت بوخت دي. چې کار ځایونو کې دوی په یو ډول استثماري توګه ساتل کیږي څو کورنۍ یې ددوی معاش له لارې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

د ماشومتوب ټولو دورو کې درانه کارونه ددوی فیزیکي ودې وروسته پاتې کیدو او زیانمنېدو سربېره روحا هم زیانمنوي او راتلونکې کې د یو نیمګړي انسان په توګه ټولنې کې شامل او خپلې اړتیاوې نه شي پوره کولای.

له ماشوم ناوړه جنسي ګټه اخېستنه

د ماشوم ناخوندیتوب یوه ستره بېلګه زموږ ستاسو هېواد په ګډون ګڼو وروسته پاتې او حتا مخ پر ودې هېوادونو کې له ماشوم ناوړه جنسي ګټه اخېستنه او ځورونه ده. بچه بازي او ټولنه کې د مجبوریتونو له امله د نجونو جنسي او روحي ځورونه، د خوښۍ مراسمو کې د هغوی ګډول(رقصول)، کورونو او کار ځایونو کې د کار پر مهال له دوی جنسي ګټه اخېستنه او ځورونه هغه څرګندې بېلګې دي چې ماشوم څخه د ناوړه جنسي ګټې اخېستنې پورې اړوند دي. ددې ستونزو شتون او دوام د ټولنې کاواکه راتلونکې ستونزه له ځانه سره لري، ځکه پر راتلونکې یې منفي تاثیرات تر لسیزو او حتا پیړیو دوام کوي.

جنسي ځورول شوی ماشوم له پیښې وروسته روحي تروما ستونزې سره مخ وي او پر ټوله ټولنه بدګمانه وي، چې راتلونکې کې یې ټولنې ته د یو نورمال کس په توګه وړاندې کېدل هم ستونزې له ځانه سره لري او هغه دا چې ماشومتوب کې ځورونه نورو ته د زیان رسولو او د عقدو سړولو لامل کیږي که څه هم بل څوک وي، دغه راز که څوک یو ځلې هم ځورول شوي وي او یا ددوی پر وړاندې بل څوک ځورول شوي او تېری پرې شوی وي نو راتلونکې کې د واده کولو او کورنۍ تشکیل څخه په کرکه دي، دوی هر چاته بدګمانه وي او د خپل ژوند بد حالت تصور تل ذهن کې د یوې ناروغۍ په توګه له ځانه سره لري.

ددې مقالې لومړۍ برخې پای کې به یوازې دا یادونه وکړم چې ماشوم، کورنۍ ، ټولنه او دولت د یوې دایرې په ډول که تصور شي، نو د خونديتوب او ساتنې ته یې پاملرنه کورنۍ له کورنۍ وروسته ټولنه او له ټولنې وروسته دولت په غاړه لري؛ کورنۍ باید د ماشوم خوندیتوب ته تر ټولو زیات لومړیتوب ورکړي، وروسته باید ټولنه کې خوندي وي او شرایط ورته چمتو شي او بیا دولت دې برخه کې مسئولیت لري، چې د ستونزو له منځه وړلو او راحت ژوند شرایط برابر کړي.

په دې هیله چې زموږ ستاسو ګران هېواد کې چې د ماشومانو خوندیتوب ګڼې ستونزې ددوی ژوند متاثره کوي د ماشوم ژوند لپاره یو راحت ځایګی شي.

د یوټیوب چینل لینک :

https://www.youtube.com/@Roghtia-ny5dv/about

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.