افغان فلم له شپږ میاشتني ځنډ وروسته پر کار پیل وکړ

398

افغان فلم له شپږ میاشتني ځنډ وروسته پر کار پیل وکړ

افغان فلم له شپږ میاشتني ځنډ وروسته د دوو مستندو فلمونو په وړاندې کولو سره خپل فعالیت پیل کړی دی. د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان فلم جوړوونکي هڅولي دي چې د افغاني ټولنې په رغنیزه برخه کې کمښت او اړتیا ته په کتو سره د فلمونو تولید ته مخه کړي. په ورته وخت کې د هېواد فعال او تکړه ممثل سلیمان راحل وایي چې سینما د یو هېواد هویت دی. د هغه په وینا، دغه اداره باید تر پخوا په ښه ډول سره خپلې چارې پیل کړي څو د افغاني کلتور، دود او فرهنګ اصلي څېره نړیوالو ته وښودل شي. د نوموړي په خبره، که چېرته له سینما څخه ښه ګټه واخیستل شي، د جګړه ځپلو او فقر ځپلو افغانانو ټولې ستونزې په تر ټولو ښه شکل باندې نړیوالو ته رسول کېدای شي، چې دا چاره به نه یوازې عایداتي منبع وي بلکې د نړیوالو مرستندویانو د جلب په برخه کې هم ګټور واقع کېدای شي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته د افغان فلم فعالیت په ټپه درېدلی و خو اوس یې له نویو هېلو سره خپلې چارې پیل کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.