له ترکیې څخه د افغان کډوالو راستنیدل

407

تر اماراتو وروسته؛ له ترکیې څخه هم ۳۰۰ افغان کډوال بېرته هېواد ته راغلل.

له ترکیې څخه هم په سلګونو هغه افغانان چې اروپایي هېوادونو ته یې د تګ نیت درلود بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي. راپورونه وایي، نن یوه بله الوتکه چې درې سوه افغان کډوال پکې وو له ترکیې څخه د کابل نړیوال هوایي ډګر ته را رسېدلې ده. په دې الوتکه کې را لېږدول شوي افغانان هغه کسان دي چې له غیر قانوني لارو یې اروپایي هېوادونو ته د ننوتو هڅه کوله. د یادونې ده چې پرون هم له متحده عربي اماراتو څخه په سلګونو هغه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي چې امریکایي ځواکونو د ترخلیې ماموریت په لړ کې ابوظبۍ ته لېږدولي وو. په یادو کسانو کې ډېری داسې کسان هم وو چې له امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو سره یې په ملکي او نظامي برخه کې د کار تجربه لرله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.