د لوږې سونامي – شپاړسمه برخه

پوهندوی آصف بهاند

475

د لوږې سونامي

شپاړسمه برخه

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

یو پنځوسمه برخه

اوږده جگړه، په ټول کې د زدکړو ټیټه کچه، د سیاسیونو پرلپسې تېروتنې او… سبب شول چې لوږه او گدايي د ټول عمر یا د اوږدې مودې لپاره د افغانستان او افغانانو میلمانه شي. د افغانانوتش لاس، سیاسی ــ نظامي پرلپسې بدلونونه، نیابتي جگړه او د افغانانو بیوسیو او نورو پټو او ښکاره ستونزو او دلایلو لاس سره یو کړی دی او افغانان یې لوږې، گدايي او اوسنیو بدو ورځو ته کېنولي دي.

په دې تېرو اوو میاشتو کې د نړېوالې ټولنې له میلیاردونو ډالرو مرستو سره ـ سره، بیا هم له لوږې نه د شکایتونو غږونه اورېدل کېـږي او بیا هم د تلفاتو په لومړۍ کرښه کې ماشومان ــ کوچنیان او باداره ښځې دي، هره ورځ د ماشومانو او کوچنیانو د خوارځواکۍ او مړینې خواشینونکي خبرونه خپرېـږي.

پتیل شوې ده چې ملگري ملتونه د بریتانیا په ملتیا، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره، د یوې غونډې کوربتوب وکړي. د جوړېدونکې غونډې اصلي موخه د څلور اعشاریه څلور میلیاردو ډالرو بسپنې راټولول ښودل شوي دي. په دې هکله د بي بي سي پښتو په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«بریتانیا به په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي هڅو لړ کې راتلونکې میاشت له ملګرو ملتونو سره د یوې غونډې شریک کوربتوب وکړي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې غونډې هدف له ملګرو ملتونو سره د افغانستان لپاره د څلور اعشاریه څلور میلیاردو ډالرو بسپنې ټولولو کې مرسته کول دي.

تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو، مرستندویه ادارو او افغان مدني ټولنې استازي به دې انلاین غونډه کې ګډون وکړي.

په اعلامیه کې د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې لیز ټرس له قوله ویل شوي: ”په افغانستان کې د پراخېدونکي بشري ناورین مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې لپاره د دې غونډې وخت خورا مهم دی. د اړتیا کچه بې سارې ده او لاس تر زنې پاتې کېدل به ویجاړوونکې پایلې ولري.”

نوموړې زیاتوي بریتانیا په افغانستان کې د بشري مرستو، خوړو، روغتیايی اسانتیاوو، سرپناه او ښځو، نجونو لپاره د خوندیتوب رامنځته کولو لړ کې د نړیوالو هڅو کې مخکښ رول لوبوي.

د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو تېره میاشت د یوه هېواد لپاره تر بل هر وخت د زیاتې مرستې غوښتنې لړ کې د څلور اعشاریه څلور میلیارد ډالرو بسپنې غږ وکړ.

ملګري ملتونه غواړي د دې پانګې له لارې له نژدې ۲۴ میلیونه افغانانو سره د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لړ کې لاسنیوی وکړي، چې له لوږې سره مخامخ دي.

په یاده غونډه کې به د ټولو افغانانو لپاره په ځانګړې توګه د روغتیا او زدکړو لړ کې د نړیوال ملاتړ جلبولو غوښتنه وشي.

بریتانیا تېر کال له افغانستان سره د بشري مرستو لړ کې د ۲۸۶ میلیونه پاونډو مرستې ژمنه کړې او تېره اونۍ د بریتانیا بهرنیو چارو او مرستندویه ادارو ځینې استازي همدې لړ کې کابل ته تللي وو.»

بل پلو د ژغورنې نړیوالې کومیټې (ای ار سي) پر امریکا او اروپايي ټولنې غـږ کړی دی چې:

«شپږ میاشتې وروسته له دې چې طالبانو د افغانستان بشپـړې واګې په لاس کې اخیستي، د ژغورنې نړیواله کمېټه خبرداری ورکوي چې، کېدای شي اوسنۍ لوږه، دومره افغانان ووژني چې د تېرو شلو کلونو په جګړو کې هم لا نه وي مړه شوي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، د دې کال تېر نیمايي وروسته ښايي ۹۷ سلنه افغانان له بېوزلۍ سره مخ شي، نو ځکه دغه بنسټ د امریکا د متحده ایالتونو او د اروپا پر مشرانو غږ کوي چې پر خپلو تګلارو دې ژر تر ژره له سره غور وکړي.

آی آر سي وايي چې د اوسني اقتصادي کړکېچ غمه باید وخوړل شي ځکه میلیونونو عادي افغانانو ته د ساړه ژمي مخ په خرابېدونکي وضعیت کې بله هېڅ چاره نه ده پاتې…»

نو په داسې یو کړکېچن حالت کې څنگه کېدای شي پر نویو واکدارانو او یا نړیوالې ټولنې باور وشي چې د عامو خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تربلې مخ په خرابېدو دی. د افغانستان د ماشومانو او کوچنیانو حالت له یوې نه بلې ورځې ته خرابېـږي او د ښه کېدو هېڅ امید یې هم نه شته. د نورو خیریه ټولنو تر څنگ د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي دي چې:

«په افغانستان کې یو پر پنځمه برخه کورنۍ په تېرو شپږو میاشتو کې د عاید د کمېدو له امله اړ شوي چې خپل ماشومان کار ته ولېږي. دغې ادارې زیاته کړې په تېرو شپږو میاشتو کې یو پر درېیمه کورنیو خپل ټول عاید له لاسه ورکړی دی.»

دغه راز د ژغورنې نړیوالې کومیټې مشرې (فېکي اکېن) ویلي دي چې: «په افغانستان کې میندې او ماشومان یې په واوره کې کېني او خیرات غواړي. میندې او پلرونه اړ شوي خپلې لوڼې وختي واده کړي چې کورنۍ ته یې نغدې پیسې لاسته ورشي.

آغلې اکېن زیاتوي، افغانستان د یوې فاجعې پر لور روان دی چې د کړکېچ او طبیعي آفاتو ډېر یې لامل د نړیوالې ټولنې تګلارې دي. د ژغورنې نړیواله کمېټه زیاتوي ۲۳ میلیون افغانانو ته چې د نفوس تر نیمايي ډېرېږي، د خوراکي توکو ور رسېدو تضمین نشته. یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.»

د ۲۰۲۲ ام کال د فبرورۍ میاشتې پر نولسمه نېټه بي بي سي پښتو رپوټ ورکړ نړیوال بانک غواړي چې په افغانستان کې د بشري مرستو له پاره، د افغانستان بیا رغاونې صندوق له کنگل شوې زېرمې نه یو میلیارد ډالره ازاد کړي.

د بي بي سي په یاد رپوټ کې داسې راغلي دي:«

 ”نړیوال بانک افغانستان کې د بشري مرستو لپاره یو میلیارد کنګل شوي‌ ډالر ازادوي”

«رویټرز خبري اژانس په یو ځانګړي رپوټ کې ویلي، نړیوال بانک داسې پلان چمتو کړی چې له مخې به یې د افغانستان لپاره له یو کنګل شوي بانکي حسابه یو میلیارد امریکایي ډالر په دې هېواد کې د بېړنیو مرستو لپاره ازاد شي.

دا پیسې ‘د افغانستان بیارغونې صندوق’ په نامه له نړیوال بانک سره په یو ځانګړي حساب کې جمع دي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته کنګل شوې وې.

که چېرې مرستندویه هېوادونه دا پلان تصویب کړي نو دا پیسې به د ملګرو ملتونو لخوا افغانستان کې لګول کېږي،‌ او طالبان به ورته لاسرسی یا پرې کنترول ونلري.

نړیوال بانک غواړي چې دا یو ملیارد ډالر افغانستان کې د معارف، کرنې، عامې روغتیا او نورو عامه خدماتو برخه کې ولګول شي.

یاده دې وي چې په دې صندوق کې شته پیسې د افغانستان له هغو ملي شتمنیو جلا دي چې دا مهال د امریکا او اروپا بانکونو کې کنګل شوې دي…»

پر افغانستان باندې د لوږې د راغلې لویې سونامي ترڅنگ، د لوږې سونامي بچیان هم تل سر رااوچتوي چې یو بچی یې د لوږې په اثر د خوارځواوکۍ  رامنځته کېدل دي، په افغانستان کې یې بېلگې او ستونزې د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په ډېرېدو دي. په لاندې رپوټ کې یې بېلگې او د رامنځته کېدو ځایونه ښودل شوې دي:«

په بلخ او وردګ کې د شرې او خوار ځواکۍ ۵ زره پېښې ثبت شوي

تاند:( سې شنبه، د حوت ۱۷ مه) ‏د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک وایي چې په تېره یوه میاشت کې یې ۲ زره ۶۰۰، ۴۶ ماشومان او امیدوارې مېرمنې، چې په خوارځواکۍ اخته شوي، ثبت کړي دي.

له بلې خوا، ‏په بلخ کې په تېرو درېیو میاشتو کې څه د پاسه ۳۰۰۰ ماشومان په شري اخته شوي دي.

په اروزګان، کندهار، غزني او زابل کې هم د شري ناروغي ډېره خپره شوې او د اروزګان روغتیايي مسوولان وايي چې لسګونه ماشومان له شري مړه شوي دي.

د طالبانو د واکمنۍ له بيا پيل سره په افغانستان کې روغتيايي خدمتونه د امکاناتو د نشتوالي له کبله سخت ځپل شوي او د لا کميدو وېره یې شته.

نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د نه په رسميت پېژندلو له کبله تر ډېره خپلې مرستې درولي دي.

طالبانو له نړيوالو مرستندويانو غوښتي چې خپلې مرستې بيرته پیل کړي.

خوار ځواکي، شری، کرونا او ورته نورې ناروغۍ په افغانستان کې بالقوه زياتيدونکي ناروغۍ دي، چې خلک ډېر شکايت ورڅخه لري.

د افغانستان زرګونه روغتیايي مرکزونه، چې بهرنيو مرستندويانو تمویلول، د مرستو د دریدو له کبله تړل شوي.»

څه موده مخکې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیساره افغانستان ته په سفر تللې وه، هغې د افغانستان د خلکو حال په خپلو سترگو ولید او د هغوی حالت او په افغانستان کې یې بشري بحران ډېر په بد ډول انځور کړی دی. ملگرو ملتونو ویلي دي چې د افغانستان د خلکو لپاره لوږه تر جگړې هم لا بده بلا ده، دومره جگړو نه وژل، لکه اوس یې چې لوږه گواښي او وژني یې.

د دې کرښو لیکوال (آصف بهاند) په دې عقیده دی چې د لوږې سونامي په دې بد او ستونزمن حالت کې پرته له شکه چې افغانان د بېـړنیو مرستو مستحق دي، خو دا مرستې نه یوازې د دوی ستونزې نه حل کوي، بلکې په خیرات خوړولو او د نورو کاسو او لاسو ته په تمه کېدو سره یې عادت کوي چې په پای کې یوه بېکاره او غیر تولیدي ټولنه او غیر متحرک نسلونه رامنځته کوي. حللارې يې دا ده چې خلکو ته د کار او تولید زمینه برابره کړای شي او نوي نسل ته د مدرنو زدکړو شرایط رامنځته شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.