دوى دا ځانمرګي بريدګر د همدې لپاره روزل؟

عبدالله سادات

526

نظام د يو لوښي په شان دى؛ کله چې لوښى چټل شي لومړى يې وينځو او بيا پکې خواړه خورو. که نظام فاسد شي له منځه وړل يې پکار نه دي بايد اصلاحات پکې راشي. دوى د تېر نظام پر ضد په دې نوم جګړه کوله چې هغې کې فساد و، بې عدالتي وه، فخشاﺀ پکې وه، امن نه وو او د امریکا ګوډاګى و. خو اوس د دوى په نظام کې فساد څو برابره زيات شوى دى، تعلیم يافته ځوانان بې کاره ګرځي او د مدرسې فارغين په لوړو بستونو مقررېږي. پخوا که څه هم واسطې او رشوت و خو بيا به هم کار اهل کار ته سپارل کېدو، اوس خو يې په هر څه کې مولوى صيب او د هغې ملګري ورمنډلي. پخوا فحش و خو اوس له هغې ډېر دى، شراب اوس هم شته، پخوا به يواځې پنجشيريانو لنډه غري کوله اوس د ټول هېواد په ګوټ ګوټ کې کېږي. پخوا امن نه و خو اوس دومره امن راغلى کوم چې دوى له منځه وړى و، پخوانى حکومت ګوډاګى و خو دوى هم خپلواکه نه دي. خو ښکاره خبره ده چې موخه يې يواځې د افغانستان ورانول او د اسلام له نومه په استفادې ځان واک او قدرت ته رسول و. ملي اردو له منځه ولاړه، ملي بيرغ، ملي سرود او نور ملي ارزښتونه له منځه لاړل، په لکونو بې ګناه خلک ووژل شول، په زرګونو ځوانان بې دندې شول او په زرګونو نورو يې وطن پرېښود. ايا دا هر څه د همدې لپاره و چې حقانيان ډمې وګډوي، شراب وڅښي او د افغانانو شتمنۍ لوټ کړي؟ دوى دا ځانمرګي بريدګر د همدې لپاره روزل؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.