امريکا افغانانو ته د موقتي محافظت اقامه ورکوي

525

د امریکا حکومت له افغانستان څخه د تخلیې په ترڅ کې انتقال شويو افغانانو ته داسې اسناد ورکوي چې په موقتي توګه پرې د هغوی د اخراج مخه ونيوله شي. د دغه موقتي اقامې درلودونکي به د کار اجازه هم ولري.

The Wider Image: From Kabul to Kentucky: Afghans put down roots in refugee havenد امریکا متحده ايالاتو د داخلي امنيت وزارت د چهار شنبې په ورځ ويلي دي چې په اصطلاح د « Temporary Protected Status» ټي پي اس يا موقتي محافظتي اقامې د ورکړې د دې پروګرام له لارې به د هغو ۷۲ زرو او ۵۰۰ افغانانو د اخراج مخه ونيوله شي چې د امريکا د تخلیې د پروګرام په ترڅ کې امريکا ته انتقال شوي ول او د بشر دوستۍ پر بنسټ یې د لنډې مودې اقامه ترلاسه کړې وه.

دا پروګرام به هغه کابو ۲۰۰۰ افغانان هم تر پوښښ لاندې ونيسي چې امريکا متحده ايالاتو ته د محصل، تاجر او يا د سيالاني په توګه تللي ول او په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې نه شوای کولی بيرته ستانه شي.

د امریکا د داخلي امنيت وزارت ويلي دي چې هغه افغانان به د موقتي حفاظت د دې پروګرام په ترڅ کې د ۱۸ مياشتو اقامه ترلاسه کړي چې د مارچ مياشتې د ۱۵مې نيټې تر مخه په امريکا کې ول. زياته شوې چې د اقامې موده تمديد کيدلای هم شي.

د دې پروګرام له لارې به هغه بهرني اتباع چې په خپلو ټاټوبو کې د جګړې، تاوتریخوالي، طبيعي آفاتو او يا د نورو غير معمولي حالاتو له کبله بيرته نه شي ستنېدلای، وکولای شي چې د يوه ټاکل شوي وخت له پاره په قانوني توګه په امریکا کې پاتې شي او کار وکړي.

د امريکا د داخلي امنيت وزير اليخاندرو ماريورکاس په يوه اړونده اعلاميه کې ويلي دي چې د دې پروګرام له لارې به افغانان له شړل کيدو او بيرته د خطرناک وضعيت سره د مخ کيدو وژغورل شي او دا به «له هغو شريکانو او له خطر سره مخ افغانانو سره يوه مرسته وي چې په افغانستان کې یې د امريکا د پوځ، ديپلوماتانو او بشري مرستو له ماموریتونو سره په تېرو شلو کلونو کې مرسته کړې ده.»

په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، متحده ایالاتو له ۸۶ زرو ډېرو افغانانو ته دغه هيواد ته د داخليدو اجازه ورکړه. د امريکا د داخلي امنيت وزارت ويلي دي چې له دوی څخه یې ۴۰ سلنه د مهاجرت د ځانګرو ويزو مستحق ول. د مهاجرت د ویزې ترلاسه کول يوه اوږده او پيچلې پروسه ده چې د دايمي اقامې او د امریکا متحده ايالاتو د تابعيت ترلاسه کولو ته هم لاره هواروي.

ډېری افغانان چې په دې وروستيو کې امريکا ته مهاجر شوي، د دغه هيواد په بېلا بېلو برخو کې په ځانګړي توګه په شمالي ویرجينيا، د واشنګټن دي سي په شا او خوا، شمالي کاليفورنيا او تکساس کې ميشت شوي دي.

د مهاجرو پلوي ټولنو په تکرار سره د بايدن له اداري غوښتي چې افغانانو ته د موقتي محافظت وضعيت ورکړل شي څو د دې مخه ونيوله شي چې د دوه کلن بشردوستانه محافظت د دورې تر ختميدو وروسته دغه مهاجر له يوه نامعلوم برخليک سره مخامخ نه شي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.