د ملت تعریف ولې ورک دی؟

محمود تکل

554

په سیاست نه پوهیدم، ماشوم وم. ډیر جنګونه به مې کول، شوخ وم،  خو له هغه وخته تر ننه پورې چې یوې خبرې ته متوجه یم، د ټول ستر افغان ملت په نوم هر سړی په ډیر جرات خبرې کوي!

پوهیږئ؟ داسې څوک هم د ټول ملت استازولي کوي، چې کور کې ورته د خپل ځان واک نه دی ورکړل شوی.

دا پدیده په ډیر ګمان او د تاریخ په لوستو له ډیره وخته روانه ده. که ځیر شو، په پخوا نظامونو کې به د نظام مخالفینو ملت د ځان په ګټه تعریفوی، پردیپالو به د ځان او  د هغه وخت موجوده نظام به خود ملت خپل باله. ځکه دوی ځانته دا مشروعیت ورکاوه چې د ټول ملت لپاره یې خدمات کول، په ټوله خاوره به یې واک پروت و، او د نړیوالو سره به یې د افغانستان مساله کې بحث کولای شو.

څوک ځواب ویلی شي، چې دا ستر اصلي ملت چا سره دی؟ چیرې دی؟ او څوک دی؟

د همدې بحث د لا وضحت لپاره لږه رڼا اچوم بیرته بیا همدې بحث ته راګرځم.

د تاریخ د ګواهۍ، تجربو، مثالونو او د انساني درک او عقل په واسطه پوهیږو، چې په ټوله انساني نړۍ کې دا چاره ډیره پخوانۍ ده، او په ډیرو مختلفو نومونو او ډولونو ترې استفاده شوې.

که د اروپا شاهي نظام ته ځیر شو، هلته هم د کلیسا واکدارانو د هغه ملت پر سر خبرې کولې چې دوی په خپله ترې حق اخیستی و، او د ژوند له ټولې مانا یې لرې ساتلي و.

هغه ملت چې هره ورځ به یې د ژوند منلي خوند حس هم نشو کولای، اما ډیره ستره هیله به یې تر ګوره یوړه.

دلته د ازادۍ او خپلواکۍ وجودي فسلفه درکولای شئ، د انسان فطرت، خپلواک، او ازاد دی، چې د ولسواکۍ هڅه یې پیل کړه.

په دې لړ کې ځینې انسانان متوجه کیږي، چې د دې بدمرغیو اصلي منشا او لامل موږ خپله یوو، چې تر ننه مو د غلامۍ په جامه کې تیر کړ، د خپل ځان واک مو د یو څو انسانانو په لاس کې پرې ایښئ.

همداسې یو ځو انسانان پیدا کیږي، چې د انساني ازادۍ لپاره مبارزه کوي او د همدې سترې او سپیڅلې بشري موخې لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، تر ډیره بریالي کيږي، او تر ننه د هغوی د مبارزې پایله ده چې په اوسنۍ نړۍ کې بیداره ملتونه ولسواکي لري.

د همدې منځ بحث د پایلې په توګه ویلی شم، چې هر انسان ازاد دی او د ازادۍ لپاره یې زرونه کلونه قرباني ورکړې. د همدې قربانۍ پایله به یې دا وي، چې د یو ولسواک نظام په اډانه کې ژوند وکړي، داسې ولسواک نظام چې په هغه کې د هیڅ شخص په نظر، ژوند او چارو بندیز نه وي، پرته له هغې چې ټولنې ته یې ضرر ورسیږي.

له لوستونکو مې یوه هیله ډیره جدي ده، چې لطفا زما بحث د عقیدې پر بنا نه دی شوی، په عقیدوي نظر ورته مه ګورئ.

د ملت د تعریف ورکیدل یوه عادي خبره نه ده چې له هوا دې راکښته شي، په دې اړه د سلونو کلونو کار شوی او کیږي. کله چې په یوه ټولنه کې نفاق پیدا شو، د ملت تعریف کمزوری کیږي، کله چې دښمن په ملت کې ځان ځای کړ، ملت بې باوره کیږي، کله چې ملت په یوه سالم او ازاد او ولسوالک نظام پسې مخ نه کړ، نو ملت تعریف له لاسه ورکوي خو کله چې ملت په خپلو کې په جنګ شو، نو د ملت د له منځه تلو ګواښ پیدا کیږي.

ممکن اوس درته لږ څه وضاحت شوی وي.

راځم دې ته چې افغان ملت په کوم ځای کې دی؟

متاسفانه زموږ د ملت د وراني لپاره دښمن نفاق اچوالی، دا خبره بې بنسټه ځکه نه ده چې په کلیو او بانډو کې د دې پدیدې پر وړاندې حساسیتونه موجود دي او حتی ډیر کوچني ماشومان په دې مرض اخته شوي دي.

دښمن د ملت په منځ کې ځای موندلی او لا هڅه کوي، چې په ډیره پیمانه ځان ور دننه کړي، نو که دښمن مو په منځ کې نه وی نو خپل منځي وژل به مو ولي د جهاد په نوم روا ګڼل؟

ممکن تاسو ته په وروستۍ برخه کې پوښتنه در حل شي، خو زه ډیره هڅه کوم چې تاسو ته یې بې پرې ځواب بیامومم.

ملت شته، خلک او حتی ډير ځله زه په دې اند یم، چې دا ملت د فقر، وژنو، وحشت او جګړو له امله لږ ناهیلي شوی، ویریدلی او د شپې د ارامه خوب په نظر شوی.

یا ممکن دا خبره ټوله سمه نه وي، خو ځکه دا حس کوم، چې په ډیرو مسایلو کې په ډیره پیمانه خلک د خپل غږ پورته کولو ته نه راپورته کیږي. خو دا په دې مانا نه ده چې خپل تعریف یې بیخي نه دی ثابت کړی.

زه ټولو سیاسونو ته په ډیر احترام وایم، چې افغانستان کې د حذبونو د تاریخي ( ښو یا بدو کارنامو ) له تاسې ملت اخیستی، نور نو بس دی چې تاسې اوس هم ملت ته رښتیا نه وایاست او ورسره صادقانه چلند نه کوی. هو تاسو پسې لکونه لکونه خلک ودریدل، درته یې مبارزه وکړه، خو بیرته مو د دوی په لاسونو کې د یو بل د وژلو لپاره ټوپک ورکړ، یو بل مو پرې ووژل، د قومونو او ژبو بنیادي تعصب ته مو له همغه ځایه په تنخنیکي ډول لاره هواره کړه.

دا چاره ممکن هیڅکله د بښل کیدو نه وي، ملت به ممکن تاسې ونه بښي، زما والد خو یې هیڅ وخت د بښنې لپاره ورته اراده نه لري. مانا تاسې ملت بایللی او تاسې نور د ملت په نمایندګی مه غږیږی.

نور هغه کوچني اطرف خو پرته له توجیه د ملت بحث کوي، د داسې ملت چې د ۲۰۰۱ لومړي کال په اوایلو کې یې د نوي ژوند او بسا، خپلواک او ولسواک افغانستان ستره هیله وکړه او د بهرنیو په مرسته یې د نظام له جوړیدو سره سلا وکړه.

نظام د همدې ملت په سلا او مشوره ځکه جوړ شو، چې د پخوانیو بدمرغیو او وحشتونو څخه خلک تنګ شوي و، او د نوي فصل لپاره یې دا ریسک (خطر ) ومانه چې د بهرنیو همکارانو په شتون کې به د افغانستان روح تازه کوي. هو دا لړۍ ناکامه نه شوه، نظام تر ننه شل کاله وپایید او د ټاکنو له لارې بیا هم دوی ته د جګړې سره سره د دې ولسواکۍ پلوي غوره وایسده او لا یې ورته د دوام هیله لري. خلک په فکري ډول ازد شول، د ژوند ټولو اسانتیاوو ته کار وشو او روان دی، د منابعو د ساتنې او ګټه اخیستنې لپاره مزل بریالی ښکاري او د ماین، چاودونې او ترور سره سره د نظام د ساتل کیدو ننګه روانه ده، نو پایله راکولای شي، په ډیره سلنه سره ملت د همدې نظام د پایښت لپاره د هر نوي مشر لپاره ژمنتیا لري او دا وروستۍ قربانۍ ډیرې سپیڅلې بولي او لا ورباندې ویاړ کوي. په دې ټول پوهیږي، ملت د نظام تر څنګ دی نو ځکه خو د نظام مخالفت کوي او نه غواړي چې دا لړۍ دوام وکړي، که د وضاحت لپاره اړتیا نه لیدل خو ملت ممکن په ډیر کم وخت کې په ډیره لویه کچه د افغانستان د نظام د پاییدو ننګه وکړي او ټول د دې ژمنې د ساتنې لپاره راووځي او د ویدو په غوږونو کې ازان وکړي چې موږ هغه څه غواړي چې تر ننه ورته قرباني کیږو. دا به هم ووایي، چې تر ننه مو ځان قربان کړ، ټاکنې مو وکړې، لا قرباني ورکوو، خو دښمن خپلې شومې موخې ته نه پریږدو چې د تیر تاریخ په څیر مو جوړ نظام ړنګ، اردو مو له منځه یوسي.

فبروري/ ۱۴ / ۲۰۲۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.