د لندن د ادبی بهیرد بیا پیل لومړۍ غونډه

سلیم شاه

722

نن د مارچ په ۲۷بيا په لندن کې د افغان ليکوالو ، شاعرانواودادب د مینه والو بنډار جوړدی، خو مخکې له دې چې غونډه پیل او دغونډې ګډونوال خپل شعرونه ، داستانونه او نقدونه واوروي او فرهنګی بحث ته غوږشي ، دغونډې له پیل دمخه  دپخوا په څیرتا ویلې ما ویلې راواخلي ، او دوطن په کیسو او حالاتوهم څوک وغندی او هم دچا په ستاینو له خولې لاړې وبهوي .

څوک لانه وو را غلي يوازي غلام محى الدين اندړاو دهاشم لوگري په څير يو دپاخه عمر سړي ناست وو ، خپل بنډار يې کاوه ، يعني خپله درنه دپردو سپکه يې ويله .  په همدي سات کې د اوږدې ږیرې خاوندمولانا الله رسان را ننووت . اوږدي تسبيح يې په لاس کې وي . دمولانا په لیدو غلام محی الدین اندړته دمولانا الله رسان ماضی مخې ته ودیریده ، دهغه اوږده بریتونه او ارته دریشي ، هغه ورځ ورپه یادشوه چې د کلی دجومات ملاېې څنګه په دې ګناه له جاموسره په ډنډکې واچاوه چې سوربیرغ ېې کفربللی و.

غلام محى الدين اکا سم دواره ورپورته شواو له لیرې ېې پرې غږکړ :

 مولا نا دوپيازه دي په خير راشي !

 هغه ورته سترگې برندي کړي ، مچۍ وچیچه ، ويل دوپيازه دې څنگه وويل؟ . هاشم لوگري پرې ورټوپ کړ:

ـ ښه دوپيازه نه بلکي مولوي حلوا والترشوالچکني  .

مولا نا غاښونه وچیچل  خونور ېې غږ ونه کړ، پوه شو  چې دهاشم خان نه نور دخبرو وار نه شي اخيستي . نو له ځانه سره وبنگيد :

ـ «دا څه بلا گان دي ؟ په داسې بلا واوړ ې  چې پرتوگ په غاړه را وړې ».

هاشم يې بيا خبره په ستوني کې ور وچه کړه وې ويل :

ـ اوس خو د ږيري اودپرتاگه پادشاهي ده .  چې بي پرتوگه نور څوک دفتر ته نشي ور ننوتلي او يو متر ږيره هم بايد ولري .دفرضو اوسنتو حجامت هم بايد وکا . اودلالټين ښيښي به بيا په کار راځي .

اندړ ترې وپوښتل : يعني نور څه بايد ونه لري ؟

لکه څه ؟

لکه لکۍ !

هغه خو به هم لري  ، خو په سترگو به نه ليدل کيږي .

ملا صيب  وويل : نن غواړم هغه ټول فرمانونه  چې تر اوسه له اسمانه ځمکي ته راغلي تاسو ته واوروم :

اندړ وويل :

ـ دا خو به ډيره ښه شي . زموږ غونډه به هم رنگينه شي . دوى لا په همدي خبرو کي وو  چې دغونډې تالار ډک شو . خومخکې له دې چې دلندن دادبي بهیرغونډه پیل شي ، دغونډې ګردګډونوال دمولانا صاحب دفرمانونوداوریدشوق ونیول ، ځکه خو د غونډې پرمخ بیونکې هم دغونډې له پیل دمخه مولانا صاحب ته چې اوس په لندن کې د هیواد د اوسنیو واکمنو استاذی دی وارورکړ:

هغه سمدواره غاړه صافه کړه  اوستيج ته را غي ـ اوپيل يې وکړ :

تاسو ته دي وويلي شي  چې امر شوي دي . د ريس المحروم السواد والقراءت نه  چې وباسۍ کوچني هلکان  له ليکو خپلو ،دا ځکه  چې که پاتي شي په ليکو کې  ،نو مشران به بوخت شي پر دوې او پاتي به شي له هغو نه دنده  . دا ځکه  چې  کرکه راځي دنجونو له دوي نه او د دوى له څيرو نه او عادت شوي دي دوی په مدارسو کي ،چې په کار دې احتياط په دې فصلو باب کې .

«روايت دى په باب دامورو دمملکت اوقانون دآسمان په ځمکه  چې کارونه به کيږي ،ښه په درز او ښه په شوق . نو تاسو اى عاصيانو او گناهکارانو صبر به کوئ  په سينه سړه باندي . اوجنتونه دي تاسو ته په لاره کې په راتلونکو شپو اوورځو کي . دا ځکه  چې هلته هم  جوړ دى بير اوبار . اول حق دهغو دي  چې تړلي يې وو بمونه په ځانونو پوري  اوپه چادريو کي راتلل او په دې  ښار دوزخي کې  به يې چول .  اوچې درزبه شو نو دهغو ارواگاني به سم لاسي والوتلي  اوفتح به يې وکړه . دځمکې مخ  به داسې سور شو ، لکه اريانا سعيد  چې پتاسي ووهي  پر مخ .  له تاسو نه دي پټه  نه وي بلکې وي دي بربنډه . چې امير المحروم  الامور جنسي  اوالخصوصيات انساني غږ کوي   چې امت دپيغمبر  چې که وږي ياست ، نو تېره کړئ لوږه  چې عذاب نه وي  له کومه به شي ثواب تاسو لره . ووهۍ بغاري ښه په زوره  چې کاڼه کړي خلک پر سر دځمکي  اوورسيږي ستاسو دبغارو اوازونه پورته اسمانو ته  ـ دا ځکه  چې امير المحروم العقل والعاطفه نه دى مقصر ستاسو داعمالو  بدو  چې کړي مو دي په تير دوران داشغال کې .

له صفوفو نه د تنکيو ځوانانو ويستل :

نو دې وويلي شي تاسو عاصيانو ،دوزخيانو ،گناهکارو ته  چې نصيب شوه فتح زموږ په امر الهى الپنجابي  اوقرباني مو ورکړي په تور ولينگيو  زياتي او بيا راغلو کښيناستو جوت په موږي  چې بولي يې عالميان تخت پادشاهي  نو خوند خو کا ،ښه زيات .

نو اوس به نه ښوروئ ځان ،  چې گناه مو کړي  ده زياته ، اوتاسو ته مو عفوه وکړه هم زياته . نو نه به غواړى کار ،روزگار ، ژوند اومعيشيت له موږه فاتحانو  ،ووهئ بغارې  چې وايي وري خداى ستاسو بغاري ان په عرش معلى کې !

همدارنگه ورمي کړ فرمان داسې  چې کښته کړي بيرغ درې رنگه ،  چې علامه ده دالحاد ، دکفر او زنادقه  وو  او اوس ورپوئ بله جنډه سپينه  چې نښه ده  د اسلام ، نه د کفارو، ځکه دا رنگ دکفن رنگ دى ، اړين دى کفن تاسو ټولو ته! تاسو هر يو ته  او بيا به جوړ کړو لوى کفن هغه جغرافيه ته  چې نوم يى دې اوغانستان .

نو ځکه اړتيا نشته  چې وغواړي کار له موږه ، روزگار له موږه ، معيشيت له موږه . وتړئ ډبرې په خپلې گيډو پورې ، او وپلورئ بچيان خپل په بازارونو کي ،په مارکيتونو  کي ، چې سپکې شي  اوږي د تاسو.  وريي کړ فرمان دغه امير السکوت  والخاموش  لکه موش د  دښتو ، اوساراوو.

واورئ عاصيانو ، مغضوبانو ، نورڅوک حق نه لري ، چې خپله لور ښوونځي ته واستوي ، له دې وروسته  تړلي به وي مکتبونه دنجونو ،اړتيا ورته نشته ، دا ځکه  چې په اسلام کې په شريعت کي نشته تعليم ښځو لره اونجونو لره دا کار زيږوي فساد  .

نه شې وتلي له کوره پس له دې ښځه اوميرمن  تر هغي چې ميړه اومحرم يې نه وي ورسره لکه باډيگارد . دا ځکه  چې تاسو وگوري  حيوان که پټو او کروندو کي څروي ، نو شته اړتيا ورته  چې يو څوک يي  ونيسي له جلبه چې دبل چا ونه خوري شوتلي .

شيخ لا تصوير والغايب الحضور  چي اوس لري مرتبه د مهدي اخير زمان   او راځي به په ورځ  دقيامت  چې کوي به شفاعت دخپلو پيروانو  اووايي به  چې زما تصوير ځکه نه وو  چې زه وم دنور له نسله  تصوير او فوتو نه راځي دنور په مخ دهينداره کې ، ما درته يو سکوت الخاموش ريس  چي اصل ريش الوزا دې را وليږه  چې تاسو ته دروښايي چل او ترک د بغارو خپلو .

نو من الله التوفیق

يعني که څوک خبره وکا ناسمه شي به توقيف  اوبيا به يې نه وې لاره دخلاصون ، داوي زما وروستي دغه په باب دفرامينو ،مضامينو د ځمکي اوداسمانونو .

دمولانا خبرودغونډې ګډونوال ګیچ کړل ، لکه په رڼا ورځ چې خوب ورشي ، دټولو سترګې پټې وې،

ځکه خود غونډې پرمخ بیونکي له ستیج نه ټنګ وویست ، او لکه د خاکیشاه مداري کوم کمال چې وګوري ، ټول ېې راپورته کړل او ټول ېې د لاسونوپړکا ته راوبلل.

دغونډې په پيل کې سپین تڼي چې دغونډې دپرمخ بیولومدیریت ېې په غاړه و، د ددې غونډې جوړیدل ښه پیل وباله ،اوپه خپله لنډه وینا ېې دافغانی ادب دپاللولپاره دداسې غونډوجوړیدل ګټوراو ارزښتمن وبلل.

وروسته ېې وکیل سوله مل خبرو ته راوباله ، سوله مل پخپلوخبروکې دلندن دادبي بهیر په فغالیتونو لنډه رڼا واچوله ، غونډې ته  دنورراغلو ګډونوالو لپاره دبهیر د غونډو محتوا ته لنډ تم شو، او ددې ادبی جریان په اهمیت په تقصیل وغږیده ، وی ویل : د لندن ادبی بهیردلندن میشتولیکوالو، شاعرانو او دافغانی ادب دمینه والو مجوعه ده ، چې څه کم یوه لسیزه ده چې په سیستماتیکه توګه راټولیږي او پخپلو غونډوکې خپلې هستونې شریکوي او بیا په دغولیکنو خپلې ارزونې او کره کتنې اوروي ، هغه د بهیرموجودیت د هیواد په اوسنيو شرایطوکې د افغانی ادب د پالنې لپاره ګټوروباله او داېې د فرهنګیانو د لیدلو لپاره یوښه فرصت هم ونوماوه. د بهیردلا اغیزمنتیا لپاره ېې دغونډې برخه وال یو جامع بخث ته راوبلل.

دسوله مل پسې د مولانا د فرهنګی مرکزمشراینجینرروح الله ته د خبرو وارورغی ، هغه هم دلندن ادبی غونډې دافغانانوترمنځ داړیکوګټوره لاروبلله او دبهیرسره ېې د خپل فرهنګی مرکزد ګډکاروعده ورکړه.

دهیوادښه شاعرافضل ټکورهم پخپل واردبهیرغونډې د کډوالولیکوالودادبی اثارو د پاللولپاره ښې وبللې ، د اروپا په نوروهیوادوکې ېې د فرهنګي ټولنودفعایت لنډه یادونه هم وکړه ،

دغونډې دریم وینا وال د افغان سوسایټی مشرکریم شیرین و، چې دبهیرددې غونډې کوربه  هم و. نوموړي هم دداسې غونډوپه اهمیت پوره خبرې وکړې ، او دداسې نورو لویو او وړوغونډودجوړولوپه برخه کې ېې دپوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغونډې وروستی ویناوال دهیواد ښه شاعرنظیف الله تکل و، چې له لنډې وینا وروسته ېې پخپل شعردغونډې د مشاعرې برخه پیل کړه.

په ده پسې هریو : افضل ټکور، نعیم جنبش ، کریم شیرین ، غلام حظرت اعظمي پخپل وارخپل اشعارواورول ،

وروستی شعرچې غونډه ېې پایته ورسوله ،دبی بی سی دتکړه خبریال سپین ټني و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.