ننګرهار کې د بزګر دودیز جشن په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شو

501

دعوت میډیا ۲۴(چهار شنبه/۱۰وری/۱۴۰۱): د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې د وري په لسمه د بزګر جشن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شو، دغه جشن کې د ننګرها ولایت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح، د ادارو مسؤلینو، بزګرانو، مخورو، رسنیو استازو او سلګونو نورو ګډون کړی وو.

د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح د بزګر ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې باندې خوښي وښوده او زياته یې کړه چې دا ولایت د اوبو او هوا له مخې ښه کرنیز موسمونه لري او بايد د کرنې، بڼوالۍ، مالدارۍ، مرغدارۍ او نورو برخو کې کار او پانګونه وشي.

د ننګرهار کانال رئیس مولوي غلام الرحمن او کرنې رئیس عبدالستار محمد د خپلو ادارو په لاسته راوړنو، روانو چارو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او هيله يې وښوده چې په کرنيز سکتور کې به د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.

دوی وويل، چې هېواد کې مو کرنې لپاره کافي ځمکه، اوبه او بشري ځواک شتون لري؛ که کرنيز سکتور ته پاملرنه زياته شي؛ نو په نږدې راتلونکې کې به په ځان بسيا شو.
د استیناف محکمې رئیس شيخ محمد ګلاب فاروقي په خپلو خبرو کې وويل، چې کسبګر مومن سره الله ج مينه کوي او له کومو خوړو څخه چې ژوندي موجودات ګټه واخلي کروندګر ته يې ثواب رسيږي.

د یادو مراسمو په ترڅ کې د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي محمد رباني له لوري د کانال او کرنې ریاستونو یو شمېر مامورینو ته لیکل شوي ستاینلیکونه او ورزشکارانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.