د افغانستان بانک، د افغانستان د خلکو د ژوندانه د وضعیت په انځورولو سره د امریکا د متحده ایالاتو لخوا د هېواد د اسعاري زېرمو د ازادولو غوښتنه وکړه

533

دعوت میډیا ۲۴(پنجشنبه/۱۱وری/۱۴۰۱): د افغانستان بانک د پلې لار پر سر انځوریز نندارتون چې په کابل کې د زرنګار پارک په ختیځه برخه کې د کابل سرینا هوټل ته مخامخ جوړ شوی وو، د افغانستان د خلکو د ژوندانه د وضعیت په انځورولو سره د امریکا د متحده ایالاتو لخوا د هېواد د اسعاري زېرمو د ازادولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان بانک دویم مرستیال عبدالقدیر احمد د دې نندارتون د پرانیستنې په وینا کې وویل چې “د هېواد د اسعاري زېرمو مدیریت د افغانستان بانک په غاړه دی، دې بانک په خپل وار له بېلابېلو لارو د هېواد د اسعاري زېرمو چې د افغانستان د خلکو مسلم حق دی، د ازادولو په برخه کې هڅې کړي دي. که څه هم په دې برخه کې تخنیکي بحثونه هیله بخښونکي وو، خو د عمل په برخه کې تر اوسه کومې حقیقي پایلې ته نه یو رسېدلي”.

احمد زیاته کړه چې د افغانستان بانک د دې مدني حرکت په ترسره کولو سره د بشر حقونو ملاتړو ادارو، ملي او نړیوالو رسنیو او مرسته کوونکو هېوادونو ته ښيي چې د بیان پر ازادۍ او د ټولنیز عدالت پر تأمینولو باندې باور لري او خلکو ته په خدمت کولو کې ژمن دی او په دې اعتراضي حرکت سره غواړي چې نړیوال په دې حساس تاریخي پړاو کې د افغانستان ځوریدلي خلک هېر نه کړي او مرسته ورسره وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې نندارتون کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو، مدني فعالانو او ګڼ شمېر هېوادوالو ګډون کړی وو او پر لګول شوي بنر د لاسلیکونو په کولو سره یې د افغانستان د اسعاري زېرمو د ازادولو له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.