ونې هم مري
یوه برخه يې امسا شي او د نورو لاسنېوی وکړي؛
یوه برخه یې تبرگي ته لاستی شي او خپل نسل لهمنځه وړي؛
یوه برخه یې بیا گوگرد شي او خپل همنوعه سوځوي؛
یوه برخه يې توره تخته شي او د ذهنونو د روښانولو وسیله شي…
اوس فکر وکړئ!
که تاسې یوه ونه وئ، کومه ډله به مو انتخابوله؟!
موږ باید پهدې پوه اوسو، چې هېڅ انسان دې ټاکنه کې دخیل نهوو، چې په کومه څېره، کوم ډول کورنۍ کې او په څه بڼه دې نړۍ ته راشي!
هېڅکله هڅه مهکوئ، چې یو انسان په هغه څه سپک کړو، چې د ده په واک کې نهوو، د نورو په اړه ژر قضاوت مهکوئ!
لکه څنگه چې یو مدیر، ډاکټر او استاد ته احترام لرئ،
په هماغه اندازه یو کارگر، کراچيوان او بل غریبکار هم محترم او ښاغلی وگڼئ،
موږ له هېڅچا لوړ نهیو،
موږ باید هېر نهکړو، چې د بدن ماهیت مو خاوره ده، له خاورو جوړ یو!
باید خاورې ځانگړنه پهخپل شخصیت او کړو کې څرگنده کړو!
ښه څېره یوه ورځ زړېږي،
مهین پوستکی مو یو ورځ ټاپه ټاپه کېږي،
نازک بدن مو یو ورځ گونځې کوي،
ښکلي وېښتان مو یو ورځ ټول سپینېږي،
خو
یوازې زړه دی، چې تل ښکلی پاتېږي،
زړونه باید سم کړو!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.