سږکال موسم بدل دی
سږکال موسم لکه کم عمره کونډه
هره شیبه ژړیږي
زما دخونې دکړکۍ دوه بلورین لاسونه
هره شیبه دموسم اوښکې مینځي
هره شیبه د توپانې څاڅکو،
دپښو دردونه په خپل ځان تیروي
شپې هم هغسي نه دی چې د باران دڅاڅکو
پایزیب په پښوکړي
اودشور پیالې یې، سرپه سر واړوې اتڼ وکړي
شپې داوریځو د تلتک لاندې
تبي نیولي دتندي خولې یې ،
اومې تڼاکې ، دشپو پښې خوږوې
***
سږکال موسم بدل دی
سږکال موسم لکه کم عمره کونډه
هره شیبه ژړیږي
د موسم ږغ دشنو سندرو دښکالو خالي دی
د بوډۍ ټال ته د لمرلاسو نه ، نه رسیږي
د موسم ږغ دنرمو، ښکلو وږمودسور اوتال دڅپو،
میلودي نه ږغوي
د موسم ږغ لکه توپان په سیند کې
شپه او ورځ شور کوي نارې وهي
د موسم ږغ لکه یاغي قهر لړلي پیلان
دهیبت ډکې ، لیونۍ، لیونۍ چیغې وهي
ښایې موسم به هم،
زما په شانې دلته ، جلا وطن اومسافر وي
ښایې موسم ته به هم ،
خپله جونګړه، خپل وطن یادیږي
ښایې دده وطن به هم ، زمادوطن په ډول
په هره لویشت هره ذره کې
دټپونو اسطورې زیږوي
ښایې دده دوطن نجونې به هم
دمکتب شور ته اوس، دځوانیمرګو ارمانونوپه ستن
دخوب جامې ګنډي
ښایې دده د وطن نجونې به هم
خپلو بڼو کي د پېړۍ دژړا، درانده بارونه وړي
ښایې دده دوطن نجونو به هم
د کتابونو دبیلتون زهر زقوم، لکه سقراط وي څکلي
ښایې د ده دوطن، ماشو مان هم
لکه زموږ په څېرې، شپې په نهر تېروي
د دوي کورونو کې به هم ،
نغري په سپورو شونډو، هروخت بې اوره سوزي
د دوي وطن کي به هم
ښځې په لویه لارکي د څه پیسودپاره
د وړو نجونود تن سوداکوي
د سرسړیو به یې لکه زموږ د وطن
ټولې هستۍ وي په قمار بایللي
ښایې دده دوطن موربه هم
سخته رنځوره، په بسترپرته وي
اودځیګر چینې یې ،لکه د وچې بوډۍ
دتل دپاره وچې شوی وي
ښایې دده د وطن ،د مور تیونه به هم
زما دوطن دمورپه څیرې
د سرطان تورې بلا وي وړې
سږکال موسم بدل دی
سږکال موسم لکه کم عمره کونډه هره شیبه
ژړیږي .
۲۰۲۲ / ۳ / ۲۴
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.