ولي په بازارونو کې افغانۍ لږ شوي دي؟

545

د افغانستان د صرافانو اتحاديه وايي چې په بازارونو کې افغانۍ کمې شوي چې له امله یې د بهرنیو اسعارو د دود کېدو اندېښنه زیاته شوې. ویل کیږي چې د افغانیو د نویو بانک نوټونو د چاپ هڅه هم شوې، خو تردې دمه یي ځای نه دی نېولی.

Afghanisches Geld

د افغانستان د صرافانو سرتاسري اتحادیې تائید کړه چې د افغانستان په بازارونو کې افغانۍ کمې شوي دي. د دې اتحادیې د رسنیو مسؤل حاجي ځیرک دویچه ویله ته وویل: »باید ووایم چې د افغانیو کمبود احساسیږي، زموږ هیله داده چې د افغانستان بانک دې ستونزې ته پام وکړي او د نویو افغانیو د چاپ له پاره هڅې هم وکړي.»

ښاغلی ځیرک زیاتوي ټاکل شوې وه چې تېره اونۍ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، له امریکایانو، ملګرو ملتونو او د پیسو نړېوال صندوق یا IMF سره د افغانیو د نویو بانک نوټونو د چاپ په اړه غونډه وکړي، خو هغه غونډه لغوه شوې ده.

ده د دې غونډې د لغوه کېدو دلیل روښانه نه کړ، خو امریکا په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو په غبرګون له طالبانو سره هرډول خبرې ځنډولي.

د افغانستان د صرافانو سرتاسري اتحادیې د رسنیو مسؤل وویل، اوس چې په مارکیټ کې د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو بیې لوړې دي، یو لامل دا دی چې په بازارونو کې افغانۍ کمې شوي.

ځيني کتونکي وايي، د افغانستان له بازارونو په قصدي توګه افغانۍ راټولیږي چې د دې کار د مخنیوي له پاره باید یو مناسب او مسلکي پولي سیاست غوره شي.

»طالبان “امارتي” پیسې چاپوي«

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پخواني استاد سید مسعود وویل، طالبان پر داسې یوه طرحه کار کوي چې له مخې به یې “امارتي” پیسې د اوسنۍ افغانۍ ځای ونیسي. خو خپله طالبانو په دې اړه تراوسه پوري څه نه دي ويلي او نه يې په دې اړه د دويچه ويله مکررو پوښتنو ته جواب ووايه.

Afghanistan Afghanistan Bank in Kabul

د افغانستان مرکزي بانک

د استاد مسعود په وینا د نویو نوټونو د چاپ او خپراوې له پاره وار د مخه یوشمېر پاکستاني شرکتونو چمتووالی ښودلی.

د ښاغلي مسعود په ټکو پاکستان هڅه کوي چې د افغانۍ وضعیت دومره کړکېچن کړي او د پېسو کمښت ترهغه بریده ورسوي چې افغانستان په خپله د نویو پیسو خپرولو ته اړ شي: «دا د افغانستان د اقتصاد او د افغانستان د پيسو پروړاندې یو توطیه ده، همدا اوس په بازارونو کې د پاکستان له خوا تقلبي پیسې کار ته لوېدلي او که چېرې موږ امارتي پیسې چاپ کړو، نو موږ چې تر اوسه د پیسو نړېوال صندوق غړېتوب نه لرو دا پیسې سیمه ایز او نړېوال ارزښت نه خپلوي او دا به یوازي کورنۍ پیسې وي او په رسمیت نه پيژندل کیږي.»

د پوهنتون دغه استاد زیاتوي چې د افغانیو په اړه وروستۍ پریکړې ښايي تردې بریده زیانمنونکې وي چې یو وخت به افغانۍ د هیڅ بهرني اسعار سره د تبادلې وړ نه وي.

د افغانستان بانک یوه پخواني مشر خان افضل هډه وال دویچه ویله ته وویل، په بازارونو کې د پیسو کمښت د طالبانو حکومت ته ستره ننګونه ده او حل لاره يې یوازي داده چې حکومت یې په رسمیت وپیژندل شي: «کله چې جمهوریت سقوط وکړ، د تعزیراتو له امله نړېوالې مرستې بندې شوې او هغه شرکتونه چې پخوا یې له افغانستان سره معاملې لرلې له دې امله چې تر تعزیراتو لاندې رانه شي، له افغانستان سره یې تجارتي اړیکې بندې کړي، چې په دې کې د پیسو د چاپ شرکتونه هم شامل دي، یو څه مقدار پیسې چې مخکې چاپ شوې وې هغه لا هم له هغوی سره پاتې دي د نویو پیسو چاپ ته هم اجازه نه شته نو ترڅو پورې چې رسمیت پيژندنه نه وي شوي، نړېوال شرکتونه د پیسو چاپ نه کوي.»

اوس په افغانستان کې له کاروباریانو سره یو ځل بیا د بهرنیو اسعارو د پراخ دود کېدو وېره ډېره شوې ده. د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپي دویچه ویله ته وویل، د افغانیو کمښت د دې لامل کیږي چې ځای یې ډالر یا نور بهرني اسعار ونیسي: «که چېرې خدای ناخواسته مکمل افغانۍ توضیع نه شي او یوازي له بازار نه راټولول او بانکونو کې زیرمه کول، دا منفي تاثیر کوي او په مارکیټ کې به بیا د خارجي اسعارو بازار تود شي.»

د افغانستان پیسې د پخواني شاهي نظام پرمهال په انګلستان کې چاپېدې، خو د پخواني حکومت په وروستیو شلو کلونو کې په جرمني، انګلستان او پولنډ کې چاپېدې.

ستره اندېښنه داده چې که چېرې د پيسو د چاپ په تړاو سم پولي سیاست ونه لوبول شي، نو ښايي د افغانیو ارزښت د نویمو کلونو په څېر خورا ډېر راولویږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.