د پلټنو ‌ذوق او شور

سید عبید الله نادر

539

چې په حقایقو نه پوهیږې ،او د پت اسرارو د تمیز حس درسره نشته ،نو ښه خبره دا ده ،چې په خپل ځان ریاضت وباسئ ،او د اسرارو د پلټنې ذوق او شور په خپل ځان کې پیدا کړئ ، که آ د مولانا جلال الدین بلخي په خبره که رنک د ترکیب او تمیز فهم نه لرې ،نو د ګلانو په مینځ کې ، د ښه او خراب توپیر مه کوه ،ځکه ښه لیدل د زړه په سترګو لیدل ، د انسانیت ، یوه برخه ده ،عیب په هر شی کې لیدل د یو نامکمل او مریض انسان کار دی ،ښه لیدل او د زړه په سترګو لیدل د انسانیت یوه برخه ده ،

همدا وجهه ده چې مولانا وایي:

عشق را بی معرفت معنی مکن

زر نداری مشت خود را وا مکن

ګر نداری دانشِ ترکیب رنګ

بین ګلها زشت یا زیبا مکن

خوب بودن ،شرط انسان بودن است

عیب را در این و آن پیدا مکن

په هر شی کې عیب مه لټوئ ،زړونه د کینې د زهرو نه پاک کړئ ، خپل د عبرت رسا غوږونه د دنیا دګذر او اشارو ته خلاص ونیسئ ، چې دنیا په خپلو اشاراتو ،شیبه په شیبه او لمحه په لمحه د عبرت درس ورکوی ،حضرت مولانا په همدې شعر کې هغه متعصیبینو ته چې د زړه په سترګو ړانده دي وایي :

تو خود می نشنوی ، بانګِ دهل را

رموزِ سِر پنهان را ، چه دانی

چې ته  ډهل آواز نه آوری ،یعنی مانا دا چې ستا د عبرت غوږونه دومر کاڼه دي،یعنی د غفلت په خوب کې یې ،نو په پټو اسرارو او رموزاتو باندی به څه پوه شې ،بیا وایي چې شین بوټۍ د باران په قدر او قیمت ښه پوهیدای شي ،یعنی ته وچ کلک متعصب یې، ته به د دې معرفت له خبرو چې د باران حیثیت لري او، د صاحبدلانو روح او روان پرې تازه کیږي، څه اخیستنه وکړې ،او یا څه پند وانخلي او یا څه خوند واخلې ،یعنی ستا سر په دې خبرو نه خلاصیږي

درخت سبز داند ، قدرِ باران

تو خشکي ، قدرِ باران را چه دانی

نو هغه حقیقتونه چې په ایمان کې دي ، په هغه به څه پوه شي ،لکه د دې شنو بڼونو په اسراروچې نشې پو هیدلای، نو په ډې اساس که د تعصب نه لیری په روښانه عقل وفکر او روښانه زړه په هر شي نظر واچوو ،نو ډیر حقیقتونه به مونږ ته روښانه شي ،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.