د طالبانو دریځ د انجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په هکله

سید عبید الله نادر

101

د ټولي نړۍ او د ټولې دنیا د شدید ټینګار باوجود او هم د افغانانو د ټینګار با وجود د انجونو د مکتبونو  دروازې تر ننه پوري د انجونو پر مخ بند دي ،او د پرانیستلو په هکله یې د روښانفکرانواو د وطن د غمخوارانو له خوا کوشیشونه روان او جاری دي، زمونږ د انجونو پر مخ ، د مکتبونو د بندیدو په هکله ټوله نړۍ کې مبارزه شوه ، او ټولو دا وغندله ،خو طالبان څرنګه چې د خپلو بادارانو دستور اخلي د هغوي مني خو دبل چا نه منی ، په هر کنج او ګوټ د دنیا کې ، چې په هر سر د دنیا کې ول، فشارونه پر طالبانو راوستل شول، د هغي فشارونو با وجود طالبانو د هیڅ چا و نه منله، چې دا د دوی عدم استقلالیت لا پسي زیان ثابت کړ ،د انجونو د تعلیم د بندیدو په هکله هیڅ داسي یو روښانه دلیل دوی مخکي نه کړ، او یا روښانه دلیل یې رانه وړ،چې پوره د قناعت وړ وي، او دا یې هم ثابته کړه چې (ترکانی د بیزو کار نه دي )، سیاست هم  د دوی کار نه وو.

خو دوی اوس د پردیو د استخباراتو له خوا راوستل شوي،په هره بڼه،  خو زمونږ دردمن خلک د نوی کال په راتلو سره ډیر سترګي په لاره ول، چې د انجونو مکتبونه به خلاصیږي ،او دا ډیره تمه وه ،خو هسی و نه شول د بله طرفه اختر هم مصادف د نوی کال سره راغی، او تمه کیده چې د نوی کال په ویاړ او یا قدم سره طالبان دا کار وکړي، خو داسي و نه شول، د اختر په احترام چې په همدې نوی کال کې راغلی هیله وه چې د انجونو مکتبونه پرانیستل شي ، چې له بده مرغه دا کار هم ونه شو ،او زمونږ وطنوال چې په هر ګوټ د دنیا کې ول ،نا هیلي پاتي شول ،بیا هم هیله مند یو چې طالبان په خپل دي دریځ کې له سره غور وکړي ،او د انجونو مکتبونونه پرانیزي ، او په خپل راتلونکي فکر وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.