ویښونکي شعارونه

سید عبید الله نادر

377

ویښونکي شعارونه

د انجونو اوښځو مبارزو ټه د هڅونې او ویاړ په خاطر

زه هغه دی وینم، چې پرله پسي درنو مبارزو ته مو خپلي اوږې ورکړي دي ، زه هاغه دی ستاسو مقاومت په خپلو مبارزو کې وینم، او ستاسو عالي همت ستایم.

زه ستاسي هلې ځلې د دي کوردلانو په وړاندی وینم، چې د تعلیم ، کار او د بیان د آزادۍ حق اخیستلو له پاره مبارزه کوئ.

زه ستاسو غږ د کوڅو ، سړکونو، بازارونو، نه د زړه په غوږو اورم، ستاسو هغه ویښونکي غږونه چې ټوله دنیا يې په عظمت او لوړوالي سره اوري ،او نړۍ وال ټول بشر دوستان مو هر کلی کوي ، زه هغه غږونه د زړه په غوږو اورم ، او په خپلو سترګو وینم چې ځیني کوردلان او دتیاره زړونو خاوندانو خپل غوږونه کاڼه اچولی، او ستاسو دا فریادونه نه اوري.

ستاسو هر غږ هره نعره رسا ده ، او دښمن ته زړه چاودونکی ځواب دی، ستاسو هر غږ او نعره مونږ د ښوونځیو پرانیستلواو د مکتبونو د زنګونو د غږ اوریدو ته نژدې کوی.

چې هغه زمونږ او ستاسي ګډ هدف او آرمان دی.

ستاسي د بیدارۍ ورکولو احساس او ستاسي مبارزې ته دي ، زمونږ سلام او درناوی وي ستاسو شهامت د درناوی وړ دی، ستاسي مبارزې به په دي اغزنو لارو کې ګلونه وشیندي ستاسي مبارزې او هلې ځلې امید بخښونکي دي ستاسي هڅې په دي لار کې ډیر درد من او قدرمن خلک ستايي.

زه خو د زړه په سترګو راتلونکی ستاسو په لاس روښانه وینم، ستاسی دا مبارزې به هیڅ کله هیرې نه شي ،او د دنیا نورو ښځینه وو او انجونو ته به د لارې مشعل و ګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.