د انورالحق خوله یاني د پوځ خوله

سید عبید الله نادر

325

د پاکستان پوځي حکومت او استخبارات چې څه ادعاوي یې لري ،نو هغه د ملکي حکومت د واکمنانو له خولي وباسي ، یعنی وینا د پوځ وي خو د انور الحق کاکړد پاکستان سر پرست صدر اعظم او یا د نورو د خولي وځي ،پوځ د پاکستان د ټأسیس او جوړیدو نه راپدې خوا په هر ملکي حکومت کې لاس وهنه کړي ، یعنی هیڅ ملکي حکومت هم آزاد نه وو ،د پوځ په کې هر مرو مداخلت وو ،څو موده د مخه په یوه ویدیو کې منظور پشتین د پښتون ِغور ځنګ مشر د یو سوال په ځواب کې لنډه او خلص دا وینا کړې وه چې انورلحق کاکړ بی د پوځ د اجازې نه ډوډی هم نه شي خوړلی.

نو انورالحق کاکړ د پاکستان سر پرست صدراعظم څو ځلي د تر هګریزو حملو پړه او مسولیت په افغانانو او افغان حکومت واچوو ،چې دا هم د پوځ خبری وي چې د ده له خولي وتلي، نو په دي توګه یې د مهاجرو د ایستلو له پاره ډیر بیړنی اقدام وکړ،چې افغان مهاجر وباسي او په یو کم فرصت کې یې ډیری افغان مهاجر له پاکستانه و ایستل ظاهرأ خو په دي نامه چې بی اسناده او غیر قانونی خلک وباسو، خو دا یوه مقدمه وه ، چې ورپسي به د قانونی اسنادو لرونکي خلک هم وباسي ،او د هغوي د استلو له پاره به دا ډرامه جوړوي ،نو ورو ورو اوس لاره د هغه قانونی اسناد لرونکو له پاره هم آواروي ،د راپورنو له مخي او ګڼ شمیر دوستانو له شکایتونو څخه چې رارسیږي ، او د پاکستان څخه اطلاع لرو هغه کسان چې قانونی اسناد هم لري هغوي د پولیسو له خوا ځورول کیږي او ډیری یې همدا اوس د پولیسو له غمه په کورو کې بندیان ناست دي.

د هغه خبر له مخي چې د نژدي دوستانو څخه یې لرو ډیری یې د خپلو کورنو څخه نه راووځي ،یعنی په کورونو کې بندیان دي ،همزمان د مهاجرو د ایستلو سره چې یوه لویه برخه یې ایستل شوي نو په پاکستان کې ډیر خونړي بریدونه د پولیسو په تاڼو او پر پولیسو وشول ،چې د ۲۰۲۳ روال کال د نومبر پر پنځمه د آمریکا غږ راډیو او ټلویزیون هم خپاره کړل ،نو په داسی یوحساس وخت کې دا بریدونه څوک کوي؟ د خپلي ناکامۍ پړه باید دوي د بل په اوږه وا نه چوي ،افغانانو ته خو هم کډې وربارې شوی ،تر هګر خو هم تاسي وروزل ،او هر ملک کې چې ترهګر ونیول شو نو ریشه ای د پاکستانه څخه وخته ، تاسي د خپلو ملامتیا او کمزورۍ بارونه د بل په اوږه مه اچوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.