د مولانا شیرانی څرګندونې د پاکستان په هکله

سید عبید الله نادر

544

د مولانا شیرانی څرګندونې د پاکستان په هکله:

د مولانا شیراني د وینا وو څخه چې بار بار په فیسبوکونو کې هم خپاره شوي ،

د پاکستان حیثیت و دنیا ته:

پاکستان و دنیا ته د ترهګرۍ ځاله ثابته شوي . د دي د یو لوی عالم او سیاست مدار له خولي چې په میډیا کې به ډیرو اوریدلي وي ،د مولانا محمد شیرانی وینا ده چې وایي : ( دنیا و مونږ ته په کوم نظر ګوري ،د دنیا د ملکونو د پاره پاکستان ګویا د دریمی نړۍ د پاره پاکستان یو بین الاقوامی چوک دی  د مزدورانو ،لکه بازار کې چې مزدوران په چوک کې په تمه ناست وي، چې که یو څوک پیدا شي ، او دوی د کار له پاره د ځانه سره بوځي او تعمیراتی سا مان او د کار سامان یې هم تر مخه پراته وي ،دلته ملایان د فتوی له پاره په کرایه باندی ملاویږي ،لیډران د قوم د غولیدو دپاره په کرایه باندی ملاویږي ،جرنیلان په کرایه باندی د فوج د استعمالیدو د پاره ملاویږي او کرايي قاتلان یې همداسي درو اخله ،لهذا دنیا و پاکستان ته د کرایي قاتلانو د غلو او لو فرانو د کلي په نظر ورته ګوري )کرایي قاتلان خو يې په رښتیا هم هغه ول ،چې زمونږ ډیر دانشوران ، سیاست پوهان ، شاعران ادیبان ، استاذان او   غمخواران او پوهان په پیښاو کوټه او اسلام برباد او نورو ځایو کې ووژل شول ،په دي څو لسیزوکې دا نه یواځي مونږ ته بلکه د دنیا اکثره خلکو ته دا ثابته شوي، چې کله پاکستان ته پیسي لاس ته ورغلي هغه یې د ترهګرو د تقویت او روزلو په لاره کې استعمال کړي ،یا مصرف کړي ، نو زما په اند په دي پیسو باندی باید دیر فکر وشي ،ځکه د پاکستان د استخباراتي شبکه د تر هګرو د روزلو نه لاس نه اخلي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.