روژتۍ لنډۍ

آصف بهاند

1,057

دریمه برخه

 

روژه په خوله یې خولگۍ غواړې

داسې کار مه کړه له لاس وزي ثوابونه

 

د روژې تنگ بندیز چې راغی

له خولگۍ تېر یم، تش دې غواړم دیدنونه

 

داسې په څنګ رانه تېرېـږې

لکه روژه درباندې ما نیولې وینه

 

د نویو لنډيو د ټولولو په لړ کې مې د تېرکال په روژه کې پام شو چې باید د خلکو له خولې او میډیا نه د نورو نوو لنډيو ترڅنگ، د روژې په باب هم نوې لنډۍ راټولې کړم. په تېره روژه کې مې لږ شمېر  لنډۍ راټولې کړې او په دوو برخو کې مې د «روژتۍ لنډۍ» ترسرلیک لاندې د «لنډۍ او د ثبتولو ستونزې» په لړۍ کې خپرې کړې.

ــ روژتۍ لنډۍ، لومړۍ برخه،

ــ روژتۍ لنډۍ، دویمه برخه.

سږ مې هم په پام کې ده چې د روژې په باب نوې لنډۍ پیدا او راخوندي کړم. اوس چې د روژې د پیل ورځې دي، ومې کولای شول چې د څو لنډې را خوندي کړم او د «روژتۍ لنډۍ» په دریمه برخه کې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

داسې په څنګ رانه تېرېـږې

لکه روژه درباندې ما نیولې وینه

 

په نن سبا کې دې وخت تېر کړ

روژه په سر شوه تا را نه وړل دیدنونه

 

روژه د صبر مې نیولې

د یار دیدن ته د عمرونو تږی یمه

 

روژې دې خدای قبولې مه کړه

تا جنکو ته په غلا، غلا کتلي دینه

 

د روژه ماتي په وخت راشه

ادې مې ډېر، ډېر پاخه کړي نعمتونه

 

روژه په خوله یې خولگۍ غواړې

داسې کار مه کړه له لاس وزي ثوابونه

 

چې ناڅاپي په مخه راغلې

که روژنه نه وای زه دې څو ځل ښکلومه

 

د روژې تنگ بندیز چې راغی

له خولگۍ تېر یم، تش دې غواړم دیدنونه

 

تر پېشړمي به درســره یــم

‏باقي روژه ده جوړه نه کېـږي خوبونه

 

تر پېشړمي به سره خاندو

نور به ځان ساتو چې روژه مکره کوینه

 

د روژې هسې نوم بدنام دی

سړی له ځایه عصبي دی قار کوینه

 

د پیشړمي په غم کې نه یم

د شالیلا د لاس ډوډۍ خوند راکوینه

 

پيشمني خوب رانه قضا کړ

د نن روژه به په ځان څنگه تېرومه

 

پیشړمی ستا چورت کې قضا شو

اوس ده ناوخته ملایان کوي بانگونه

 

روژه به خدای په خیر کړي تېره

اختر به راشي بیا به وکړو دیدنونه

 

حال د بېوزلو به څوک واخلي

د خوارو حال به په روژه کې څنگه وینه

 

روزه بوزه ورته یو شان وي

خوارو خلک خوار دي، دایمي یې روژه وینه

 

سوال به د رب دربار ته وکړم

میاشت د روژې ده خامخا یې قبلوینه

 

سوال به یې ولې نه قبلېـږي

چې د روژې په ماښام پورته کړي لاسونه

 

په روژه ښه عبادت وکړه

خدای به مې درکړي، ته خو وکړه سوالونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.