۲.۵ میلیونه روږدي، د افغانستان لپاره د امریکا پاتې شوی میراث

537

راپور: محمد مبین هڅاند
دعوت میډیا۲۴ (چهار شنبه/۱۷ وری/۱۴۰۱): طالب چارواکو امریکا او ناټو په افغانستان کې د اعتیاد په ترویج تورن کړل او ویې ویل چې په تېرو شلو کلونو کې تل د افغانستان د تریاکو له سوداګرۍ څخه بهرنیو هېوادونو ګټه پورته کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدین دلاور په هغه غونډه کې چې د کورنیو چارو وزارت په تالار کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمان د اعلانولو په موخه جوړه شوې وه، امریکا په افغانستان کې د مخدره موادو په وده تورنه کړه.

هغه په ​​دې غونډه کې وویل، «د امریکایانو له وتلو سره اوس په افغانستان کې شاوخوا ۲،۵ میلیونه کسان په نشه یي توکو روږدي دي، چې شاوخوا یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.»

مولوي شهاب الدين غونډې ته وويل، چې د روږدو کسانو د درملنې لپاره ٢٤٠ ميليارده ډالرو ته اړتيا ده او امريکايان باید دا پيسې ورکړي ځکه امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او قاچاق کنټرولولو دنده لرله.

له بلی خوا؛ د طالبانو د رییس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم د مولوي شهاب الدین دلاور د ادعا پخلی کړی او ویلي یې دي چې د نشه یي توکو کاروبار د بهرنیانو په ملاتړ روان دی او اوس د سلګونو زرو ځوانانو تر څنګ تر یو میلیون زیات افغان مېرمنې او ماشومان په دې روږدي دي.

حنفي همدارنګه د سیمې پر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د معتادینو د درملنې او د نشه یي توکو د کښت د له منځه وړلو په برخه کې له طالبانو سره مالي مرستې وکړي.

دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې کارپوهان طالبان په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق په پراخ ملاتړ تورنوي. د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، که دوی له نشه يي توکو سره په مبارزه کې رښتیني وي، باید په هلمند ولایت کې د نشه يي توکو تر ټولو لوی مرکز بهرامچه وتړي.

د راپورونو له مخې د افغانستان په سویل کې تولید شوي مخدره مواد له ایران څخه ترکیې او اروپا ته قاچاق کیږي. په کابل کې د ایران سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت او قاچاق د بندیز په اړه د طالبانو د مشر د فرمان هرکلی کوي. سفارت ویلي چې په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د تولید او د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر مک کري هم د طالبانو د مشر لخوا د مخدره موادو پر تولید د بندیز لګول د طالبانو لومړی مثبت ګام بللی دی. هغه په ​​یوه ټویټ کې لیکلي چې د دې فرمان عملي کول به “مهم” وي. هغه زیاته کړه چې د سالم او قانوني کرنې سکتور درلودل به د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.