ګټوره مطالعه

سناتور جواد سیف

1,107

ګټوره مطالعه او د PQRST میتود ته رسېدنه!

مطالعه چې د انګلیسي ژبې study سره برابره ده مانا یې درس لوستل، زده کړه کول او تحصیل دی.

زیات شمېر زده کړیالانمحصلان له دې څخه ګیلامن وي، چې شپه او ورځ درس وایي؛ خو په یاد کې یې څه نه پاتې کیږي یا دا چې ډیر درس وایي خو د ازموینې پر مهال یې هرڅه هیریږيولې؟ دا ځکه چې کېدایشي دوی د مطالعې لپاره غوره پلان نه لري او د مطالعې لپاره یې غوره لاره نه ده ټاکلې یا په بل عبارت سره مطالعه یې ګټوره نه ده.

ګټوره مطالعه ډیرې ګټې لري، چې ځینې یې دادي:

په لږ وخت کې ډیره مطالعه او زده کړه کیږي.

د مالوماتو یادول اسانه کوي، د یادولو کچه یې لوړو  او تر ډیره وخته په ذهن کې پاتې کیږي.

د درک او نوښت وړتیاوې رامنځ ته کوي.

مطالعه خوندوره او خوښي بښونکې ده.

او تر ټولو ستره ګټه یې دا چې ګټوره مطالعه اسلامي دیني ارزښت لري، هغه دا چې ستر لارښود حضرت محمد   ته په لومړي سر کې د اقرأ ( ولوله) مبارکه یادونه شوې ده.

د مطالعې لپاره تر ټولو اړینه خبره دا ده، چې له مطالعې سره ځان روږدی شي، تر څو مطالعه د ورځني ژوند یوه برخه وګرځي ( چا څه ښه ویلي دي: مطالعې ته مه وایه، چې کار لرم بلکه کار ته ووایه چې مطالعه لرم) دا هغه مهال کېدایشي، چې مطالعه د غوره پلان او غوره لارې په نظر کې نیولو سره ترسره شي! …

اوس پوښتنه دا ده، چې د مطالعې لپاره غوره پلان کوم دی؟ څه  ډول یې جوړکړو او د مطالعې لپاره غوره لاره څه ډول وټاکل شي؟ زه د پوښتنې د هرې یوې برخې لومړی د غوره پلان او بیا د غوره لارې لپاره یو په بل پسې خبرې کوم.

د مطالعې لپاره غوره پلان: هغه دی، چې د مطالعې موخې په کې وټاکل شي او موخو ته په ټاکلي وخت رسیدنه وشي، چې دلته لږ څه ډیر ورباندې غږیږو

په لومړي سر کې د مطالعې لپاره موخې وټاکئ، یعنې دا چې د لوست او مطالعې وروستۍ موخې مو څه دي؟ د بیلګې په ډول موخه مې دا ده، چې اسلامي مالومات مې ډیر شي، یا عمومي مالومات مې زیات کړم او یا په خپله مسلکي برخه کې ورسیږم، په یاد وساتئ، چې د موخې نه لرل داسې دي لکه یوه کشتۍ چې په سمندر کې روانه وي او خپل وروستی تم ځای ونه پیژني، نو بې له دې چې څه لاسته راوړي مجبوره ده، چې ټول عمر سرګردانه وګرځي.

ږ د مطالعې لپاره مهال ویش جوړ کړئ، دا ځکه چې د وخت په مدیریت کې درسره مرسته کوي تر څو په سم ډول ټاکلیو موخو ته ورسیږئ.

که د یو چا موخې د مسلکي زده کړې او پرمختګ لپاره وي، ورته اړینه ده، چې د خپل مسلک اړوند ژوره مطالعه ولري، تر څو په اړوند برخه کې غوره مقام ته ورسیږي او د خیر ښیګڼې لامل یې وګرځي.

زه د طب زده کړیال یم او راشه درشه مې د طبي زده کړیالانو او روغتیا پالانو سره ده، نو ځکه یاد مسلک د مطالعې لپاره غوره کوم او د ګټورې مطالعې د ښه پوهیدو په پار د لیکنې په پاتې برخه کې یو څو بیلګې په طبي برخه کې وړاندې کوم، دا په داسې حال کې ده که تاسې د بل مسلک اړوند زده کړه کوئ په اړوند خپله  برخه کې یې پلې کولای شئ.

د مطالعې غوره لار:

 هغه لاره ده، چې ټاکلیو موخو ته مو په ټاکلي وخت کې په اسانۍ رسوي، د ښې مطالعې لپاره بیلابیلې لارې شتون لري، چې ډیره کاریدونکې او اغیزمنه لاره یې د PQRST میتودلاره ده، چې د مخکې کتنې (Preview) ، پوښتنو (Questions) ، لوستنې (Read) ، لنډیز (Summary) او ځان ازموینې (Test) پنځه مهمې برخې له ځانه سره لري، زه یې په هره برخه باندې بیل بیل غږیږم او ښه به وي، چې د ښه پوهیدو لپاره یوه طبي موضوع د بیلګې په ډول د خوږې ناروغي (Diabetes mellitus) هم وټاکو چې په اړوند یې بیلګې هم وړاندې شي.

مخکې کتنه – Preview : په دې برخه کې د مطالعې لپاره د ټاکل شوې موضوع عنوانونه او د پام وړ ټکي په ځغلند ډول لوستل کیږي.

پوښتنې کول ـ Questions : د موضوع د ځغلند لوستنې وروسته پوښتنې جوړیږي، چې د متن د پوره او دقیقې لوستنې وروسته باید حل شي د بیلګې په ډول د خوږې ناروغي څه ته وایي؟ په دې ناروغۍ کې د وجود په کوم غړي کې ستونزه وي او څه ډول ستونزه وي؟ ناروغ یې کومې ګیلې لري؟ د تشخیص لپاره یې کومې کتنې ترسره کیږي؟ او نور.

لوستل – Read : د پوښتنو جوړولو وروسته د موضوع متن په پوره او د قیق ډول لوستل کیږي او د جوړو شویو پوښتنو لپاره په کې ځواب هم ویل کیږي او په دې برخه کې لاندې اړین ټکي په نظر کې ونیسئ:

د لوستلو په وخت کې عنواناصل موضوع، چې ټول مطالب په ځان کې رانغاړي هیڅ وخت له یاده مه باسئ او که کېدایشي خپلې ژبې ته یې وژباړئ او ښه یې وڅيړئ د بیلګې په ډول diabetes mellitus څه مانا لري او ولې یې د خوږې ناروغۍ ته دا نوم ورکړئ؟

د مطالعې په متن کې شته اړین اصطلاحات – terms خپلې ژبې ته وژباړئ د بیلګې په ډول که د خوږې ناروغۍ په کلینیکي منظره کې ویل شوي وي، چې ناروغ یې د Polyuria او Polydipsia څخه ګیلامن وي نو polyuria او polydipsia خپلې ژبې ته وژباړئ.

د متن د لوستلو نه عملي ګټه واخلئ د بیلګې په ډول که د خوږې ناروغۍ په کلینیکي منظره کې ویل شوي وي، چې ناروغ یې د ډیرو تشو میتیازو کولو – polyuria او ډیر څښلو – polydipsia یا تندې ګیلامن وي تاسې داسې وبولئ چې مخامخ ناروغ درته غږیږي او اړونده ګیلې کوي.

د لوستلو په اوږدو کې ځای ځای دمه کوئ، د بیلګې په ډول که د خوږې ناروغۍ پيژندنه، پتو فزیولوژی او کلینیکي منظره ولوستل شي نو مخکې له دې چې بله مهمه برخه کتنېمعاینات ولولئ دمه وکړئ، په داسې ډول چې د کوټې له کړکۍ د باندې وګورئ، ژور تنفس وکړئ او یا کم تر کمه د کوټې چت ته وګورئ ( په عمومي ډول له هر نیم سات مطالعې وروسته لس دقیقې دمه ښه ده.)

په یاد وساتئ چې د مطالعې دا برخه ده چې مطالعه مو ژوره او ګټوره ګرځوي کیم وو چونګ وایي ( د کتابونو برسیرنه ـ سطحي مطالعه داسې ده لکه ډیر ملګري چې ولرې، خو په سخته کې په درد درته ونه خوري).

لنډیز جوړونه – Summary : د د قیقې لوستنې وروسته لنډیز لیکنه او نچوړ مه هیروئ، چې د موضوع اړوند هغه برخه جوړوي چې باید یاد شي.

ځان ازموینه ـ Test : د لوستل شوې موضوع اړوند له ځان پوښتنې کیږي او هغو پوښتنو ته، چې په دویمه مرحله کې جوړې شوې وې هم ځواب ویل کیږي.

کیدایشي له تاسې سره دا پوښتنه هم پیدا شوې وي، چې ګنې د PQRST طریقې پلې کول خو ډير وخت ته اړتیا لري او د ازموینې پر مهال به څنګه په دې لاره مزل کوو؟ ستونزه هم همدا ده، چې د ازموینې پرمهال د فشار او لالهاندۍ مهم لامل د ازموینې شپې ته د درسونو پريښودل دي! نو ځکه باید د ښې مسلکي زده کړې لپاره مخکې له دې چې ټولګي ته تګ وشي باید یو ځل موضوع ولوستل شي، د شته ستونزو د حل لپاره یې باید په ټولګي کې فعال ګډون وشي او له ټولګي وروسته بیا له سره ولوستل شي، په دې ډول سره مطالعه ګټوره او د مسلکي ژوند برخه ګرځي او بله مهمه خبره دا چې د بیرته هیریدلو بحث ځکه باید ډیر رامنځ ته نه شي، چې دا د عاجز انسان نورماله دنده او  فزیولوژي ده، که مونږ د دماغو د لسګونه، سلګونه، زرګونه اودندو لپاره غږیږو یوه یې باید نورمال هیریدل هم وي او همدا وجه ده، چې دا ټکی ډیری وخت زه خپلو ګرانو زده کړیالانو ته هم ذکر کوم.

په یاد وساتئ چې د غوره مطالعې لپاره د غوره پلان او غوره لارې تر څنګ د مطالعې شرایط هم اړین دي، چې زه یې دلته په لنډ ډول یادونه کووم.

د مطالعې وخت: سره ددې چې د مطالعې لپاره کوم ځانګړی وخت شتون نه لري، ځینې کسان شپه او ځینې نور سهار وختي خوښوي، خو سهار وختي مطالعه له بل هر وخت ځکه غوره ده، چې د انسان ذهن د څو ساعته دمې وروسته د نورو وختونو په پرتله یادولو ته ښه جوړ وي.

د مطالعې ځای: ثابت ځای باید غوره شي چې لاندې ځانګړتیاوې ولري:

ارام وي

د پوره رڼا (نور)څخه برخمن وي

د تودوخې مناسبه درجه ولري نه ډیر یخ او نه ډیر ګرم وي.

وضعیت: ښه ده، چې د مطالعې په وخت کې د میز تر شا په څوکۍ تکیه وشي او داسې وضعیت غوره شي چې د وجود د هیڅ غړی د ستړتیا حس ونه کړي ، د کیناستلو په وخت کې غاړه باید نیغه او د کتاب او لوستونکي د سترګو تر منځ فاصله شا وخوا دیرش او څلویښت سانتي متره وي.

او ښه ده، چې په لاندې حالاتونو کې مطالعه ونه شي:

 په وږې خیټه او د زیاتې ډوډۍ خوړلو نه وروسته سمدستي په ډګ نس مطالعه ګټوره نه ده.

کله چې خوب زورور شي.

د یوه مضمون د ختمیدو سره سم د بل مضمون شروع کول.

په پایله کې وایو، چې ګټوره مطالعه ده چې د هوساینې، په ځان بسیاینې او پرمختګ لامل ګرځي، که مو ګټوره مطالعه د ژوند برخه وګرځي، لیرې نه ده چې هیواد او هیوادوال به مو په هره برخه کې بنسټیز او پرمختلونکي ګامونه واخلي، د سیالانو سیال به شي او دا رښتیا ده چې د پرمختللې نړۍ د پرمختګ ستر لامل د علم، کتاب، مجلو، ورځپانو او نور عامیدل دي، دې برخې ته ژمن شهنواز باقر څه ښه وايي:

کور جوړوم پکې کرم د قلمونو ونې

کور جوړوم ورته راوړم د کتابونو خښتې

دې سپېڅلې موخې ته د رسیدو په هیله او ژوند مو په مطالعه ښکلی شه.

 ۱۴۰۰/ ۱۲/ ۵

خوست افغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.