دپوستکي د ښکلا لپاره اووه اسانه کړنې

1,197

دپوستکي د ښکلا لپاره اووه اسانه کړنې

مېرمنې د سپين او روښانه پوستکي لرلو پلوي دي. دغه لیکنه کې تاسې ته اووه سپينوونکي ماسکونه درپېژنو.
لیمو
د یوه لیمو اوبه واخلئ. په مخ او غاړه یې وموښئ او د ١٥ دقیقو لپاره یې پرېږدﺉ. دا کړنه په اونۍ کې دوه ځله تکرار کړﺉ.
یادونه: د دې کړنې د ترسره کولو وړاندې، د لیمو اوبه د پوستکي په یوه څنډه وازمايﺉ چې ډاډه شﺉ د تحریک سبب نه کېږي.
د شات/ عسل ماسک
شات د الفاهیدروکسي او فعاله ترکیبونو لرونکي دي، چې د پوستکي توروالي کمولو کې مرسته کوي.
د یوه لیمو اوبه د یوه چای خوړلو قاشغې شاتو سره ګډ کړﺉ. تر لاسه شوی مخلوط په مخ او غاړه ووهئ او وروسته یې ووینځئ. په اونۍ کې دوه ځلي دا ماسک وکاروﺉ.

الوئه ورا
دا بوټی ځیني ترکیبات لري چې د سنټرملانین په قابو کولو کې مرسته کوي. یوه قاشغه الوئه ورا او همدومره بوره یو ځای کړﺉ. تر لاسه شوی ماسک په مخ ووهئ او وروسته یې ووینځئ. په اونۍ کې دوه استعمال کړﺉ.

مستې او شات
مستې د غنم رنګ پوستکي او د ټاپو له منځه وړلو درمل دي.
لږې مستې د دوه قاشغو شاتو سه ګډې او جوړ شوی ماسک په مخ ووهئ او شل دقیقې صبر وکړﺉ. په اونۍ کې یو ځل دا ماسک وکاروﺉ.

د بادرنګ اوبه
بادرنګ د خپل ترکیب سره کولای شي د پوستکي د توروالي چاره برعکس کړي. د دې ماسک جوړولو لپاره، یو میده شوی بادرنګ د لږ څه الوئه ورا سره ګډ کړﺉ. دا ماسک د ١٥ – ٢٠ دقیقو لپاره پرېږدﺉ. په اونۍ کې یو ځل دا ماسک وکاروﺉ.

کورکمن
کورکمین د کورکمن اصلي ترکیب دی چې د لکو او پوستکي توربخن کېدو څخه مخنیوی کوي. د دې ماسک جوړولو لپاره کورکمن د مستو او شاتو سره ګډ کړﺉ. ماسک په مخ ووهئ او صبر وکړﺉ چې وچ شي. وروسته مخ په تړمو اوبو ووینځئ. دا ماسک په اونۍ کې یو ځل وکاروﺉ.

د مالټې ماسک
د مالټې پوستکي کې موجود انتی اوکسېدانونه، تانین او پلی فنل، د پوستکي سپينوالي لپاره غوره درملنیزه ماده ده. یوه قاشغه کورکمن د همدومره انداره د مالټې د پوستکي پوډرو او شاتو سره ګډ کړﺉ. جوړ شوی ماسک په مخ ووهئ او په تمه اوسئ چې وچ شي. وروسته یې په تړمو اوبو ووینځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.