د مصر اهرام ثلاثه

حیات الله حدید

1,849

د وعدې سره سم دوهمه موضوع  :-  لکه څرنګه چې تاسو پوهیږی د مصر هیواد لرغونی تاریخ لري په دي تاریخ کې د مصر اهرام ثلاثه بیا خپل ځانګړي ځای لري چې نن به یی لږ څه معلومات تر تاسو ورسوم.

1.‏ د مصر د اهرامونو جوړښت

ویل کیږي چې دا درې اهرامونه د غلامانو لخوا جوړ شوي، اکثره خلګ بیا جلا نظر لري چې وایی د فضایی مخلوقاتو یا بیګانه وو لخوا جوړ شوی، ځینې خو بیا دا نظر لري چې د پیرانیانو او جادو پواسطه جوړ شوي، خو اصل موضوع بل څه دي دا نه غلامانو نه پیریانو او نه هم فضایی مخلوقاتو جوړ کړي دا د ځایی خلګو لخوا چې تعداد یی د 500 دائمی او 2000 موقتی ګارګرو ته رسیدل د معاش په بدل کې جوړ شوي دا خلګ د همدې سیمې هم وه او عام کارګر وه دا چې دومره ځانګړی کار ورته سوې د هغه وخت د پرمختللی تمدن ښکارندوی کوي.

2. پوهیږی چې د مصر تر اهرامو هم لوی شته

د نړۍ په لوړترینه اهرامونو کې د مصر اهرامونه شامل دی دا په دې معنی نه چې تر هغه لوی اهرام نسته فقط د لوړ تاریخ په درلودلو سره او د تاریخی شهرت له کبله دونده خاص کړل سوې خو تاسو ته باید ووایم چې تر دې اهرامونو هم لوی هرم چې د لوی چولولا په نامه یادیږي او په مکزیک هیواد کې شتون لري، چې پراخوالی یی دوه برابره د مصر تر اهرامونو رسیږی خو څه ووایو دا خواران یی بخت ولاکه لری

3. ایا پوهیدئ سودان تر ټولو ډیر اهرامونه لري؟

اکثره خلګ د مصر هیواد د اهرامونو هیواد بولی ځکه چې هغه مشهور اهرامونو هم پکی شتون لري، خو په نړۍ کې دا د سوډان هیواد دي چې تر 220 ډیر اهرامونه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.