د سراج الدين حقاني د لا پوهاوي په پار

سيد حسين پاچا

857

د سراج الدين حقاني د لا پوهاوي په پار :

ابراهيم و لوط عليهما السلام تره او وراره ته کورو ته ورته راغلې مخ پر مخ پرېښتې ونه پېژندلې، خو هغوی ورته ځانونه وروپېژندلې چې څه ته راغلي دي؟

زموږ د اسلامي امارت خليفه بيا له خپل ولسه پټ، خو څارګرې ادارې ته ښکاره چې وخت ناوخت به يې آغلې کلنټن ته په دوبۍ کې خبرو ته کښېناوه، څنګه له لېرې څخه د مو بايل په وسيله د بل چا پر خبرو تکيه کوي او وايی چې د کابل د کانټيننټل هوټل په دروازه کې راته حضور پاک (ص) ولاړ او د عملياتو مشر دی

د اسلامي امارت د امپړخليفه خبرې له نص سره ښکاره په ټکر کې دي

نوټ : د اسلامي امارت خليفه بايد د پرديو د استخباراتي جګړې او د اسلامي ارزښتونو ترمينځ دواړو کې يو انتخاب کړي. د کرنيل امام د کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) پر بنست چې : ((مونږ سره په د آی ايس آی په يو بل ګروپ کې ځينې افسران ملګري وو چې د هغوی مجاهدينو سره په ديني او دهغوی د ذهن جوړولو برخه کې کار کولو.)) د بېګانه وو څارګرې ادارې يې لکه چې ښه ماغزه ور پرېمينځلي دي.

وما محمد إلا رسول قد خلت من قبله الرسل ۚ أفإن مات أو قتل انقلبتم على أعقابكم ۚ ومن ينقلب على عقبيه فلن يضر الله شيئا ۗ وسيجزي الله الشاكرين [آل عمران : ۱۴۴]

 
أنَّ أبَا بَكْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عنْه أقْبَلَ علَى فَرَسٍ مِن مَسْكَنِهِ بالسُّنْحِ، حتَّى نَزَلَ فَدَخَلَ المَسْجِدَ، فَلَمْ يُكَلِّمُ النَّاسَ حتَّى دَخَلَ علَى عَائِشَةَ، فَتَيَمَّمَ رَسولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ وهو مُغَشًّى بثَوْبِ حِبَرَةٍ، فَكَشَفَ عن وجْهِهِ ثُمَّ أكَبَّ عليه فَقَبَّلَهُ وبَكَى، ثُمَّ قالَ: بأَبِي أنْتَ وأُمِّي، واللَّهِ لا يَجْمَعُ اللَّهُ عَلَيْكَ مَوْتَتَيْنِ أمَّا المَوْتَةُ الَّتي كُتِبَتْ عَلَيْكَ، فقَدْ مُتَّهَا. قالَ الزُّهْرِيُّ: وحدَّثَني أبو سَلَمَةَ، عن عبدِ اللَّهِ بنِ عَبَّاسٍ، أنَّ أبَا بَكْرٍ خَرَجَ وعُمَرُ بنُ الخَطَّابِ يُكَلِّمُ النَّاسَ فَقالَ: اجْلِسْ يا عُمَرُ، فأبَى عُمَرُ أنْ يَجْلِسَ، فأقْبَلَ النَّاسُ إلَيْهِ، وتَرَكُوا عُمَرَ، فَقالَ أبو بَكْرٍ: أمَّا بَعْدُ فمَن كانَ مِنكُم يَعْبُدُ مُحَمَّدًا صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ، فإنَّ مُحَمَّدًا قدْ مَاتَ، ومَن كانَ مِنكُم يَعْبُدُ اللَّهَ فإنَّ اللَّهَ حَيٌّ لا يَمُوتُ، قالَ اللَّهُ: {وَما مُحَمَّدٌ إلَّا رَسولٌ قدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ} إلى قَوْلِهِ {الشَّاكِرِينَ}، وقالَ: واللَّهِ لَكَأنَّ النَّاسَ لَمْ يَعْلَمُوا أنَّ اللَّهَ أنْزَلَ هذِه الآيَةَ حتَّى تَلَاهَا أبو بَكْرٍ، فَتَلَقَّاهَا منه النَّاسُ كُلُّهُمْ، فَما أسْمَعُ بَشَرًا مِنَ النَّاسِ إلَّا يَتْلُوهَا فأخْبَرَنِي سَعِيدُ بنُ المُسَيِّبِ، أنَّ عُمَرَ قالَ: واللَّهِ ما هو إلَّا أنْ سَمِعْتُ أبَا بَكْرٍ تَلَاهَا فَعَقِرْتُ، حتَّى ما تُقِلُّنِي رِجْلَايَ، وحتَّى أهْوَيْتُ إلى الأرْضِ حِينَ سَمِعْتُهُ تَلَاهَا، عَلِمْتُ أنَّ النبيَّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ قدْ مَاتَ.

زموږ د اهل السنة والجماعة موقف په دې اړه ښکاره دی.

دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دلته راځي او د کابل د انټر کانټيننټل هوټل په دروازه کې د خليفه ځانمرګيو ته په دروازه کې ودريږي او د عملياتو مشري پر غاړه لري، نو ايا له لسيزو راهيسې چې بيت الأقصی چې د نورو په لاس کې دی او امريکا يې هر اړخيز ملاتړ کوي، د کابل کانټيننټل به ترې زيات ارزښت لري که څنګه؟ حال دا چې أقصی د حديث پر بنسټ يو له دريو سپېڅلو ځايونو څخه دی، نه د کابل کانټيننټل، نو زموږ خليفه دلته صريح نص او حديث سره څنګه توجيه کوي؟

خليفه سراج الدين حقاني بايد دا توجيه کړي چې څنګه راغلی وو؟

  • ايا جسمي راغلی وو او ولاړ وو او که روحي؟

هېښنده لا دا چې يو څوک له نامعلوم ځايه د موبايل له ليارې دا باوروي، خو قرآن وحديث يې چې مخې ته پراته او هغه نه ويني او نه يې باوروي، نو پړه د چا ده؟

پوښتنه دا ده چې ايا تصوف به پر نبوت بهتره وي که څنګه؟

د اسلامي امارت خليفه يې بايد مدلل او مقنع سپيناوی وکړي. او که نه، نو بيا روښانه ده چې د مولانا محمد خان شيراني په خبره د نورو زامن (ژڼي) يې چې د دنيا له حالاتو نه ناخبره ول د پردۍ استخباراتي جګړې او ناولو موخو لپاره بلهاري کړي او خپله د مرګ له وېرې يې پر موبايل خبرې هم نه کولې چې امريکا به يې کشف او ووژني.

Maulana Muhammad Khan Sherani part 5 مولانا محمد خان شیرانی – YouTube

قل لا اقول لکم عندي خزائن الله ولا اعلم الغيب ]الأنعام : ۵۰]

قل لايعلم من في السموات والأرض الغيب الا الله وما يشعرون ايان يبعثون [النمل : ۶۵]

قل لا املک لنفسي نفسي ولاضرًّا الا ما شاء الله ولو کنت اعلم الغيب لأستکثرت من الخير [الأعراف : ۱۸۸]

وما کان الله ليطلعکم علی الغيب [ال عمران : ۱۷۹]

عالم الغيب فلايظهر علی غيبه احدًا الا من ارتضی من رسول [الجن : ۲۶ – ۲۷]

ومايعلم تاويله الا الله والراسخون في العلم [آل عمران : ۷]

هل يعلم الانبياء الغيب؟

وذكر البكري أن الله عز وجل أخبرنا بأن الأنبياء لا يعلمون الغيب، على علو شأنهم ورفعة منازلهم، وأخبر عنهم أنهم يردون علم ما غاب عنهم إليه سبحانه وحده. فقال تعالى: ((يَوْمَ يَجْمَعُ اللّهُ الرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَا أُجِبْتُمْ قَالُواْ لاَ عِلْمَ لَنَا إِنَّكَ أَنتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ)).

حکايت

 يکی پرسيد از آن گم کرده فرزند

          که ای روشن گهر پير خردمند

ز مصرش بوی پيراهن شنيدی

         چرا در چاه کنعانش نديدی؟

بگفت احوال ما برق جهان است

       دمی پيدا و ديگر دم نهان است

گهی بر طارم اعلی نشينيم

       گهی بر پشت پای خود نبينيم

اگر درويش در حالی بماندی

     سر دست از دو عالم برفشاندی

((عمليات شروع کړي دي. ښه په خړپ جنګ روان دی. دې وخت کې حافظ بدرالدين ورسره په تېلېفون خبرې کوي، ماته راغی حافظ صيب چې خليفه صيب يو انتهايي دروند، درنده غوښتنه ده خو زما په وس نه ده پوره، ځکه چې اخري مرحله ده، استشهاديانو يوه غوښتنه وکوله چې خليفه صيب مونږ سره په تېلېفون وغږېږي.))

 نوموړي که څه هم دغه شېبه پردي زامن د جنګ لمبو ته لېږلي، خو پخپله په ټېلېفون باندې د نه غږېدلو او د مرګ له وېرې د پټېدلو راز افشا کوي او زياتوي، ((په دې وخت کې زه په ټېلېفونه کې نه غږېدلم. غالبًا دا مولوی صيب بدرالدين به هم له ما سره په هغه وخت کې ناست وو، خو ما وويل چې دوی به يا پنځه ملنټه وروسته يا ګهنټه وروسته شهيدان کيږي،‌ دا يو ارمان يې دی د الله د دين په خاطر باندې تر ځانونو تېر شوي دي، بس که هر څه خطر جوړېږي زه د تېلېفون ځای ته ورته برابر شوم.))

ښاغلي حقاني وايي، ((چې څنګه مې له حافظ کليم الله سره سلام واچاوه، دا داسې خبرې دي چې اوس دا اهل الله او دا صوفيان کرام په دې شيانو باندې پوهېږي، الحمدلله ټول علماء يئ. چې سلام مې ورته ويل چې حافظ کليم الله راته وويل چې خليفه صيب د الله په ذات مې دې قسم وي چې حضور پاک (ص) زمونږ د عملياتو مشر دی. دغه دی دلته په دروازه کې راته ولاړ دی.))

 د حقاني د خبرو په دې ځای کې له حاضرو کسانو څخه يو د تکبير غږ کوي او نور په الله اکبر ځواب وايي، او بيا د مجلس برخه وال په چيغو ژاړي،‌ او نوموړی د خپل بريدګر کس له قوله زياتوي، ((مونږ د خپل زړه ارمان پوره کړی دی، دومره کفار مو مردار کړي دي چې مونږ صرف د شهادت په انتظار يو.))

 د دغه دوه دقيقه يي غږيز کلېپ په وروستۍ برخه کې بيا حقاني خپلې خبرې بل ډول اړوي، له حقيقت نه مجاز او له وېښې نه خوب ته ځي او وايي، ((له دې نه وروسته چې دوی شهيدان کيږي زمونږ د يوه ملګري خوب دی، د حالاتو کيفيت دی، هغه وايي چې حضور پاک (ص) د يوه مسجد په سر باندې ناست دی د کانټيننټل هوټل استشهاديانو ته سند ليکي)

په درنښت

سيد حسين پاچا

سراج الدين حقاني:کانټیننټل هوټل د برید رهبري پيغمبر (ص)کوله-ځانمرګو ته يې پخپل لاس د جنت سندونه وېشل – YouTube

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.