د طالبانو ښکرور دروغ

شاه محمود میاخیل

661
فَاعْتَبِرُوا يَا أُوْلِي الأَبْصَارِ
د طالبانو ښکرور دروغ
طالبانو به مخکې هم کله چې ځانمرګي حملې په جوماتونو، ښوونځیو، ودونو، جنازو, هوټلونو او ښارونو کې وکړې؛ علما، سوداګر، ډاکتران، انجینران، ژورنالستان، تعلیمیافته او حتې عادي کسان به یې ووژل، سرکونه، روغتونونه، ښوونځي او نور تاسیساتو به یې تخریب کړل، خو بیا به یې ویلې چې دا دوی نه دي کړي، حکومت او خارجیانو دا کارونه کړیدی. اکثره رسنیو به هم نیکټایې داره طالبان دعوت کړل چې د حکومت پرضد بغارې ووهي.
اوس د خلکو سترګو ته طالبان خاوري شیندي چې هیڅوک دوی نه دي وژلي، نه یې بېعزته کړي، نه یې مجبور کړي چې وطن پریږدي، نه یې د پنجاب په خوښه نظام ړنګ کړې او نه ولږه شته، نه په روغتونونو کې هره ورځ په سل ګونو ماشومان او ښځې مري، نه په سرای شهزاده، پل خیشتي جومات، کندهار، ننګرهار، کندوز او نورو سیمو کې چاودنې شوې، نه اختطافونه او جنایي پیښې شته، نه د بیان په ازادې او د فیسبوک په پوستونو څوک وژل شوي او شکنجه شوي، نه د متوسطو او لیسو ښوونځي د نجونو په وړاندې تړل شوي، نه د پوهنتونونو او ښوونځیو کیفیت او کمیت راټیټ شوې، نه ملا کراسې او انډیوالې او نیپوټیزم په تعیناتو کې شته، نه فساد شته، نه رشوت شته، نه پاسپورت په شپږ سوه او زر ډالرو خرڅیږي، نه د تاجکستان، پاکستان او ایران ویزې په زر دوه زره ډالره اخستل کیږي، نه د معدنونو لوټول شته، نه د پاکستانیانو تګ او راتګ په دفاترو کې شته او داسې نور. هر څه سم دي، ټول ولس خوشاله، عمري عدالت تامین او امن دی.
خدای مو خوار کړه په دې ښکرورو دروغو.
دا ویډیوګانې د عبدالله حقاني، د ښاروالانو دفساد، د شرابو د بوتلو، پاکستان ته د سلاو قاچاق، شکنجو او صحرایي محکمو چې د دوی له انډیوالانو لخوا نشر شوي، ټول دروغ دي؟
بیا هم د دوی سپین سترګي رسمي ویاندویان او مشران د افغانانو او نړیوالو سترګو ته خاورې شیندې، دا واقعیتونه ردوي او وایې چې هیڅ ظلم نه دی شوی او هر څه سم روان دي.
د دوې د ښکرورو دروغو ویلو ته دا شعر ډالۍ دی:
چه گویم از بگت بازان زمانه
که حمایل در بغل و بر سر عمامه
دې دروغجنو په تخر کې حمایل شریف نیولې، پټکۍ یې په سر کړې او فکر کوي چې لایسنس د دروغو ویلو لري چې هر څومره ښکرور دروغ ووایې، خلک پرې نه پوهیږي. داسې نه ده. دا معلوماتي نړۍ ده، د دوی دروغ ډیر ژر ثابت کیدلې شي. متاسفانه د دوې دروغ دې حد حتی ته رسیدلي چې وایې دوی ته د جنت نه کباب کړي پسونه راځي، د انترکانینټل حمله رسول الله (ص) رهبري کوله او داسې نور. ملي ارزښتونو خو ورته اهمیت نه درلود خو اوس یې د اسلامي او دیني مقدساتو توهین او په پیغمبر (ص) دروغ ویل هم پیل کړیدي.
عاقبت به خیر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.