راشد خان لومړی افغان لوبغاړی چې د هند تجارتي لیګ کپټاني او لوبه ګټي

جعفر هاند

902

دغه  ځوان نن بیا په کرکټ کې عجیبه لوبه وکړه. دی لومړی افغان شو چې د هند په لوی تجارتي لیګ آی پي ال کې د یوې لوبډلې کپتاني کوي او لوبه ګټي. په دې لوبې کې یې کومه ویکټه وانخیسته، خو کله یې چې د لوبډلې ضرورت و، په ۲۱ توپونو یې چټکې ۴۰ منډې وکړې.

نن یې د لوبډلې کپتان پانډیا لوبې ته برابر نه و او راشد خان د ګجرات ټایټنز لوبډلې کپتاني وکړه.

یو ځوان افغان لوبغاړی نن مخکې و او د هند محمد شامي، د جنوبي افریقا  میلر، د نیوزلنډ فورګسن، د ویسټ انډیز الزاري او ډېر نور ورپسې روان وو.

نن د دغه ځوان له برکته په هند او د نړۍ په ګوډ ګوډ کې خلکو د کرکټ یوه ښکلې لوبه ولیدله، د افغانستان یو ښکلی تصویر یې ولیده او د یو افغان د مشرتابه، هنر,استعداد او د مټو زور یې ننداره کړل.

د راشد خان دستکشې دې لا ښکلې وي، راشد خان دې همداسې وځلېږي. افغانستان دې وځلېږي.

دریغه چې موږ افغانانو خپل ځان، استعداد، قوت او حیثیت لا ښه پېژندلای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.