راشدخان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو

734

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې مشهور او پیاوړی توپ‌اچوونکی، راشدخان د شل اوریزو سیالیو د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.

کرکټ بورډ نن پنجشنبه د مرغومي ۸ مه ویلي چې راشد خان د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

تر دې وړاندې د هېواد د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی، محمد نبي کپتان و.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس، میرویس اشرف ویلي: “راشد خان د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې یو پېژندل شوی ستوری او اتل دی، زه باور لرم چې ورسپارل شوې دنده به په ښه او دقت سره ترسره کړي.”

نوموړي همداراز زیاته کړې: “راشد خان تر دې وړاندې هم د ملي لوبډلې د کپتانۍ ویاړ درلود او ټول لوبغاړي ترې راضي دي، زه ډاډه یم، چې نوموړی به د پخوا په پرتله دا مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي او په کپتانۍ سره به ملي لوبډله د بریا لوړې کچې ته ورسوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري، راشد خان ویلي چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې مشري د ده لپاره د ویاړ ځای دی.

هغه زیاته کړې: “ما مخکې هم دغه ستر مسوولیت ترسره کړی، د لوبغاړو او د خپلې لوبډلې له اتلولۍ سره ډېر ارام احساسوم، له دې وروسته به د خپل هېواد او هېوادوالو د ویاړ او د ملي لوبډلې د رهبرۍ لپاره وروستۍ هڅې وکړم او د خپلو هېوادوالو هیلې به پوره کړم.”

د ویلو ده چې راشدخان په ۷۴ نړیوالو شل اوریزو، ۸۶ یو ورځنیو او ۵ ټیسټ لوبو کې په ترتیب سره ۱۲۲، ۱۶۳ او ۳۴ ویکټې اخیستي دي.

راشدخان په نړیوالو لیګونو کې د لوبیدو په شمول په ۳۶۰ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۴۹۰ ویکټې اخیستې او په خپل مسلک کې یې سترې بریاوې او ویاړونه ثبت کړي دي.

———————————————————————————————————————————-

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.