د راشد خان (مستانه چیغه)

لیکنه: سمیع چوهدري -ژباړه: سمسور ودان 

557
لیګ سپینر عمومان نرم خویه، خوش طبعیته او خندان وي. دوی د خپل هنر ثابتولو له پاره اړ نه دي چې د تېز توپ اچوونکي په څير لفظي بمبار وکړي. د ګوتو جادو یې هم بس دی.
د لوبډلمشر په څير شاهین افریدی له تجربو کولو او نوښتونو و نه ډار شو. د لوبډلمشرۍ یوه ګټه دا ده چې کله دې زړه وغواړي خپله توپوهنه وکړه او کله دې چې طبعه شوه نو توپ اچونه وکړه.
شاهین هم له خپل واک نه ښه خوند واخیست؛ د PSL په سږني سیزن کې یې د مډل ارډر تقریباً ټولو نمبرونو باندې توپوهنه وکړه او په پایلوبه کې غالباً هغه په اول ځل سم وخت او نمبر باندې را ووت.
کوم وخت چې دی ویشتنځای ته ورسېده؛ د لاهور قلندرز ټاکل کېدونکی هدف کم ښکارېده. که څه هم په لومړیو کې د ملتان سلطان تېزو بالرانو کومه ځانګړې نتیجه نه وه ترلاسه کړې؛ خو له ستراتیژیک ټایم اوټ وروسته د روزونکي (اینډي فلاور) په مشوره د لیګ سپینر اسامه میر راتګ د لاهوریانو پښې ولړزولې.
په دې وخت کې د شاهین افریدي په څير کوم پهلوان ته اړتیا وه، چې مټې یې د ملتان سلطان د لوبډلمشر (محمد رضوان) پلان تخریب کړي.
که څه هم په ډیت (وروستیو) اورونو کې ټول توپونه په وایډ لاین او فل لینت سره کېدل؛ مګر د شاهین اوږدو مټو یوه خوا هم نه پرېښوده.
د ټورنامنټ غوره بالر پښتون (احسان الله) د سیزن پای په خپل بدترین اور سره وکړ او د شاهین افریدي د بیټنګ مهارتونو لوبه ژوندۍ وساتله.
که بیټنګ ته په مهار همدې ویکټې باندې لاهور ۱۸۰ منډې کړې وای؛ نو د ملتان سلطان زور بیټینګ لاین به هدف دوه اوره وړاندې لا پوره کړی و.
په ځوابي پاڼۍ کې چې شاهین څنګه د توپ اچوونې اغاز وکړ، نو د عادت مطابق یې فل لینت توپونو کې د سوینګ لټه کوله؛ خو دا ترې هیر و، چې همدې توپونو باندې لږ وړاندې ده بالران ښه وټکول. عثمان خان هم له ده سره همداسې سلوک وکړل.
دلته د تېزو بالرانو فل لینت بالونه لکه زهر ثابتېدل او که معامله هغې خوا ته تللې وای نو لاهور قلندر لوبډلې ته به د جام دفاع خوب ګرځېدلې وای.
ریلي روسو چې څه ډول د لاهور په امیدونو اوبه تویول پیل کړي و؛ له دوی سره یوازې یوه مهره وه، چې لوبه یې بدلولی شوه.
راشد خان وایي: که لوبغاړی ترې د ځان ژغورلو هڅه وکړي؛ نو ځان ښه احساسوم؛ خو که یو څوک شپږیزه پرې ووهي؛ نو بیا مزه ورکوي، یوه جذبه پکې را پورته کیږي، د ذهن حرکات یې تیزیږي او د وکټ اخیستلو خواهش یې بیداریږي.
ملتان لوبډلې چې څومره بې ډاره د هدف تعاقب پیل کړ، هیڅکله به لاهور نه وای کنترول کړي. که ریلي روسو ۴ نور اورونه لوبولي وای؛ نو لوبه د هغوی وه.
په همدې ځای کې د راشد خان بهترینې توپ اچوونې زمان خان او شاهین افریدي ته دا موقع په لاس ورکړه چې وروستیو اورونو کې که زیاتې منډې هم ورکړي؛ نو لوبه یې له لاسه و نه وځي.
د PSL د ۸ پړاو یوه ځانګړتیا دا وه چې د لومړي ځل لپاره د توپوهنې او توپ اچوونې په دواړو برخو کې د بهرنیو پر ځای داخلي لوبغاړو پریکنده مراحلو ښه وړتیا وښودله. خو د ټورنامنټ وروستۍ شېبه د یو داسې موسکا په نوم دی چې که داخلي لوبغاړی ور ته و نه وایو؛ نو بهرنۍ هم نشو ورته ویلي او دا موسکا راشد خان دی.
راشد خان عموماً له ویکټ اخیستلو وروسته موسکی وي؛ خو د ریلي روسو له سوځولو رووسته د هغه جوش او جذبه د لیدلو وړ و. له اوټ کېدو وړاندې روسیو غوسه وښوده او د راشد خان دننه یې هماغه جذبه را وپاروله چې د ده په اصطلاح خوند ترې اخلي.
که څه هم د دواړو اننګزونو پای د شاهین شاه افریدي په هنر وشو؛ خو د راشد خان منځني اورونه هغه مستانه چیغه (نعره مستانه) ده چې لاهور قلندر لوبډله یې بېرته لوبې ته راستنه کړه او ان تر بریا یې ورسوله.
لیکنه: سمیع چوهدري
سرچینه: بي بي سي اردو
ژباړه: سمسور ودان

 

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.