د ملي اتل راشد خان د ملا عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول

272

اټلانټا (پژواک، ۲ لیندۍ ۱۴۰۲): د کرکټ د ملي اتل راشد خان د ملا عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي، بلخوا د اسټرالیا د بیګ باش لیګ اعلان کړی چې سږ کال هغه ورسره نه لوبیږي.

راشد خان د لیندۍ په ۲مه، پخپل اېکس پاڼې (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د ملا عملیات یې پریالیتوب سره ترسره شوي دي.

هغه له هېوادوالو څخه ددعا غوښتنه کړې ده.

راشد خان هیله ښودلې ده، چې ډېر ژر بېرته د لوبې ډګر ته وګرځي.

بلخوا د اسټرالیا د شل اووریز لیګ (بیګ باش) مسوولینو اعلان کړی دی چې راشد خان د ناروغتیا له امله سږ کال ورسره نه لوبیږي.

راشد خان له تېرو څو کلونو راهیسې د بیګ باش د ایډیلیډ سټرایکرز لوبډلې سره لوبیږي او هلته ښه ځلېدلی دی.

د ایډیلیډ لوبډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې راشد خان ملا کې د تکلیف له امله یو وړوکی جراحي عملیات کوي او دوی ورته د ژر رغېدا دعا کړې ده.

د ایډیلیډ سټرایکرز لوبډلې جنرال منېجر ټېم نېلسن ویلي : “ راشد خان زموږ د لوبدلې مینه ناک لوبغاړی دی، دلته ډېر مینه وال هم لري، له تېرو اوو کلونو راهیسې له موږ سره لوبیږي، د بیګ باش لیګ د راتلونکي فصل سیالیو کې به یې ډېر یادوو. “

د یادونې وړ ده چې راشد خان له ۲۰۱۷ کال راهیسې له ایډیلیډ لوبډلې سره لوبیږي او تر اوسه یې په ۶۹ لوبو کې د ۱۷،۵۱ منډو اوسط سره یې ۹۸ لوبغاړلي سوځولي دي.

راشد خان د وروستي ځل لپاره د افغانستان لپاره په یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام کې لوبېدلې و، چې څو ورځې مخکې په هند کې د اسټرالیا په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه د راشد خان د ناروغتیا په اړه هېڅ نه دي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.