روژتۍ لنډۍ – پنځمه برخه

آصف بهاند

1,151

د خرما زړي یې قطار کړل

د تراوو رکعات په دې معلوموینه

 

روژه په خوله نورو ته گوري

خوله بنده کړې، سترگې هرخوا غړوینه

 

اوس یې سودا له سره باسم

تر روژې وروسته یې وعده ده رابشینه

دا هم څو داسې نوې لنډۍ چې د روژې له پاره تخلیق شوې دي:

له خوبه پورته سه کم بخته

هر پيشلمی دې پلار لغتې درکوينه

 

د خرما زړي یې قطار کړل

د تراوو رکعات په دې معلوموینه

 

تر پیشړمی به درسره یم

نوره روژه ده جوړه نه کېـږی خوبونه

 

خلک روژې سره عادت دي

زموږ کلیوال خو سر و کال هم روژه وینه

 

روژه په خوله نورو ته گوري

خوله بنده کړې، سترگې هرخوا غړوینه

 

اوس خو روژه ده درتلای نه شم

چې روژه تېره شوه بیا هره ورځ درځمه

 

روزه بوزه کې توپیر نه شته

ډوډۍ چې نه وي، نس به وږی گرځومه

 

چې روژه راغله هرڅه بند شول

له هرڅه تېر یم تش یې غواړم دیدنونه

 

د پـیشړمي سودا اخیستی

په کټ کې پروت دی د روزې کوي سوچونه

 

خواته رانه شې زما یاره

پیشمنی تېر شو ملا کړي دي بانگونه

 

د روزه مات په وخت حیران یم

ما ته یادېـږي د جانان د لاس خوندونه

 

تر روژې وروسته چې دې ووې

زما له سترگو نه دې خوب وتښتاونه

 

په کرارۍ روژه روانه

تر روژې وروسته به د یار دیدن ته ځمه

 

ښار کې کراره کراري ده

روژه راغلې خلک کړي عبادتونه

 

په کړېدو به خدای راضي وي

چې په روژه کې نه قبلېـږي مې سوالونه

 

په کرارۍ به عبادت کړو

روژه اوږده ده گوندې ومني سوالونه

 

کړکۍ کې نیمه راښکاره شه

په تش دیدن دې روژه نه مکروه کوینه

 

ته د روژې ماښام کې راشه

زه به تیار کړم روژه مات کې نعمتونه

 

اوس یې سودا له سره باسم

تر روژې وروسته یې وعده ده رابشینه

 

روژه کې هرڅه رانه هېر شول

نه یې دیدن شته نه پخوا غوندې لیکونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.