ایا طالبانو رښتیا هم خوشحال خان او رحمان بابا لېسې تړلي؟

473

په کابل کې د خوشحال خان او رحمان بابا پر لیسو سربیره په ځینو نورو ولایتونو کې هم زده کوونکي د یو شمیر قبایلي تعلیمي مرکزونو له تړل کیدو ويره لري. خو آیا په رښتیا هم طالبانو دغه تعلیمي مرکزونه تړلي دي؟

Afghanistan Amani Oberrealschule in Kabul (Bildergalerie)آرشیف انځور

په کابل کي د خوشحال خان، رحمان بابا او پيرمحمد کاکړ پر عالي لېسو سربېره بایزید روښان د نیمه لوړو زده کړو مؤسسه او د دې ترڅنګ په کندهار کي د غازي عبدالله خان، په خوست کي د قبایلو او ننګرهار کي د پښتونستان لېسې هم د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزارت د مسلکي معینت لاندي د شاګردانو روزولو ته جوړي سوي دي.

د طالبانو له واکمنۍ سره سم د کوچیانو ښوونځي هم د دغه معنیت د ښووني او روزني په ریاست پوري تړل سوي دي.

د معلوماتو له مخي په یادو ښوونیزو او نیمه اکاډمیک مرکزونو کي تر «۶۰۰۰» زیاتو زده کوونکو زده کړي کولې. دلته تر۹۰سلنه زیات زده کوونکي او محصلان د لیري پرتو ولسوالیو او ولایتونو څخه دي چي په لیلیه کي اوسېدل.

اوس دغه شاګردان شکایت کوي چي د دوی پر مخ لېسې تړل سوي او دوی تر ناڅرګند وخت پوري همداسي بې زده کړو پاته دي.

د شاګردانو په قول، مخکي به هرکال دامهال په ښوونځیو کي زده کړو ته ناست وو، مګر اوس پر کور ناست دي او د لیلیې دروازې يې پر مخ تړلي دي.

د شاګردانو دا شکایتونه داسي مهال راپورته کېږي چي په دې وروستیو کي ټولنیزو شبکو کي داسي آوازې خپرې سوې چي ګواکي د طالبانو د قومونو قبایلو او سرحدونو چارو وزارت پرېکړه کړې ده چي دغه ښوونیز مرکزونه یو مخ وتړي یايې هم په دیني مدرسو بدل کړي.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت یو مخکنی کارمند، چي اوس پر کور ناست دی، وايي په دغو لېسو کي د پښتونخوا او کوټي د پښتنو زیات شمېر زده کوونکو هم دلته زده کړي کولې.

د جان محمد په نامه د خوشحال خان عالې لېسې د دولسم ټولګي یو زده کوونکی وايي سږکال ځکه ډېر خوشحاله وو چي دوولسم ټولګي ته بریالی سوی، خو اوس يې د زده کړو بهیر په ټپه ولاړ دی.

دی وايي، څو واري يې پوښتنه کړې خو سم جواب يې نه دی ترلاسه کړی. هغه وايي: «په دې وروستیو کي زموږ د لېسې درسونه نه سته، موږ د اسلامي امارت څخه غواړو چي درسونه مو بیرته شروع سي.»

د کندهار د غازي عبدالله خان لېسې یو بل زده کوونکی هم ورته خبره کوي او وايي یوار بیا د لېسې فعالیت غواړي ترڅو له دې لاري پوهنتون او نورو لوړو زده کړو ته لار پیداکړي.

د سخي داد په نامه دغه زده کوونکي دویچه ویله ته داسي وویل: «زه په دغه لیسه کي د دولسم ټولګي زده کوونکی وم، خو اوس دغه لیسه بنده ده او زده کړي نه پکښي کېږي. موږ غواړو چي بیرته دغه لېسه فعاله سي، چي ډېرو ځوانانو ته د زده کړو چانس په لاس ورسي.»

د طالبانو د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو وزارت ویاند حمدالله فطرت بیا په دې اړه دویچه ویله ته وویل په ټولنیزو رسنیو کي يې دا آوازې اورېدلي، خو کره نه دي.

فطرت وايي په مرکز او ولایتونو کي يې لېسې او د بایزید روښان د نیمه لوړو زده کړو مرکز د زده کوونکو پرمخ پرانیستی دی.

د هغه په خبره یوازي ستونزه داده، چي سږکال مالي او تعلمي کلونه پر یوځای شروع سول، چي مخکي به مالي کال تر تعلیمي کال درې میاشتي وروسته یعني په وري میاشت کي او مالي کال به په مرغومی میاشت کي نوی کېدی.

دی وايي ددوی اکثره زده کوونکي او محصلان لیلیه دي، نو د هغوی خوراک، څښاک او نورو اړوندو شیان لګښت او لګښت قرارداد ته اړتیا لري، خو دوی تراوسه په دې اړه قرارداد نه دی کړی، نو ځکه يې اکثره زده کوونکي درس ته نه دي چمتو سوي.

نوموړی زیاتوي، له اختر وروسته به قرارداد وکړي او درسي بهیر به د زده کوونکو په پراخ ګډون سره راپیل کړي: «د دې قراردادونو د نه شتون له کبله موږ ونه سوای کولای، چي پر ټاکل سوي وخت باندي نوي شاګردان راجذب کړو، خو کوښښ روان دی چي د زده کوونکو اعایشه، چي ترمخه اتیا افغانۍ وه یونیم سل افغانیو ته لوړه سي ترڅو د لیلیه شاګردانو ستونزي ښه په حل سي. دا چي لیلیه شاګردان اعایشه غواړي او تراوسه قرارداد نه دی سوی، نو د دې ستونزي له مخي ډېر شاګردان چي اقتصاد يې کمزوری او نه سي کولای له خپل جیبه مصرف وکړي درسي بهیر ته نه دي حاضر سوي.»

دی زیاتوي چي له اختر وروسته به داستونزه حل کړي او نور کومه ستونزه نه سته.

په هیواد کي د یادو لیلیه ښوونځیو د تړلو خبره داسي مهال کیږي چي وار ترمخه لا له شپږم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګیو پوري د ښځینه زده کوونکو پرمخ د لېسو دروازې تړلي دي، چي پر افغانستان سربیره يې په نړيواله کچه د طالبانو پر وړاندي بېلا بېل غبرګونونه راپارولي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.