پټه مینه

شکیبا نادري

1,576

د باد څپې د ونو پر څانګو ننوتې، ژېړې پاڼې یې هر لوري ته وړلې راوړلې، یوه ژېړه پاڼه پر ځمکه پرېوته. رژېدلې پاڼې ته مې وکتل، چورت پسې واخیستلم، له ځانه سره مې وویل: “انسان هم لکه دا وچه پاڼه، نن ښایسته او ځوان، خو بله ورځ زوړ شي او هر څه ترې پاتې شي، نو دا دومره غرور د څه لپاره کوي؟”

ناڅاپه را باندې غږ وشو:

ــ کاش ته دومره مغروره نه وای او بیا دې دا خبره کړې وای، کاش دا خبره دې لومړی پر ځان عملي کړې وای! حیران مې ور وکتل، خوله مې پوښتنې ته جوړوله، خو هغه د خپلو اوښکو ډکو سترګو ته لاس ونیو او زیاته یې کړه:

ـــــ افففف په سترګو کې مې خاورې لاړې، دستمال لرې؟

ــ نه.

ــ ته وګوره ګوندې درسره وي.

ما دستکول وپلاټه، سپین دسمال پکې و، خو هغې ته مې بیا د «نه‌شته» په مانا سر وخوځاوه.

ــ ما خو ولیده څومره بخیله یې راکړه یو دستمال!

دستمال مې ورکړ، څو ورځې وروسته مې بیا مخ ته راغی:

ــــ بخیلې واخله یوه بسته دستمالونه مې درته راوړي.

 ــ زه ستا دستمالونو ته اړتیا نه لرم.

ــ رښتیا؟

ــ هو.

ښه خیر اوس خو مې راوړي واخله نو.

ــ نه غواړم!

تر څنګ ولاړې ملګرې مې راته وویل، ځه واخله اوس خو یې راوړي. د دستمالونو بسته مې ترې واخیستله او لاړم. میاشتې تېرې شوې، خو ما د هغو دستمالونو بسته هېڅ خلاصه نه کړه، ډېر وختونه تېر شول، یوه ورځ مې خپله المارۍ پاکوله چې هغه د  دستمالونو بسته مې پکې ولیدله، خلاصه مې کړه، د هر دستمال په منځ کې داسې خبرې لیکل شوې وې چې ما هېڅکله نه وې اورېدلې، لکه ته هغه فرشته یې چې زما ژوند دې بدل کړ، ستا په لیدو مې په ژوند کې نوې هیلې پیدا شوې، ستا لیدلو راته د ژوند کولو خوند را وښود…

د دغو خبرو په ویلو بېخي هکه پکه شوم، ذهن مې کار پرېښود لاسونه او پښې مې ولړزېدل، ملګرې ته مې کیسه وکړه، هغه هم حیرانه شوه.

پر سبا چې پوهنتون ته لاړم، هغې ځای ته مې وکتل چې هلک به هره ورځ ولاړ و، خو نن نه و، ډېرې ورځې تېرې شوې، خو هغه هلک مې بیا هېڅکله ونه لید، ځکه چې هغه د تل لپاره تللی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.