غزل

اوښکه امېل

0 1,924
ټټر دې د سرو وينو ګواهي کوي ملالې!
دښمن به دې هم سوي اسويلي کوي ملالې!
دې ښار کې د سرونو سوداګر ښه ښکاره ګرځي
خلک بد کوي، چې دلته زندګي کوي ملالې!
چينې به د پښتون د بدبختيو نه وچـــــېږي
منګي به خپلو غاړو کې اغــــزي کوي ملالې!
دا خلک به همدغسې د قران نه نا خبـــــر وي
کارونه به همدغسې وحشي کوي، ملالــې!
دوزخ د مظلومانو په اهونو ښه ډکه کــــېږي
پخپله دوى د خپل ځان تباهـــــي کوي ملالې!
څو اوښکې يې د سترګو نه ګرېوان ته ښکته لاړې
امېل د ستا په غم نن شاعـــــري، کوي، ملالې!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply